ایران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره شرطونه ایښي

33

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محمدباقر ذوالقدر ویلي، تهران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره شپږ شرطونه وړاندې کړي او تر هغې چې امریکا دغه غوښتنې ونه مني، یادې اوبه‌لارې به بېرته پرانیستل نه شي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا د شنبې په شپه، د اګست پر ۸مه، د ذوالقدر شرطونه خپاره کړي دي. نوموړي ویلي، ایران د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل د امریکا له لوري د یو لړ شرطونو له منلو سره تړلي دي.

د امریکا له خوا پر ایران او په لبنان، فلسطین، یمن او عراق کې د هغه د متحدو ډلو د پوځي عملیاتو پای ته رسول، د سمندري محاصرې لغوه کول او د ایران له شاوخوا سیمو څخه د امریکا د سمندري او هوايي ځواکونو ایستل د دغو شرطونو له ډلې دي.

تهران همداراز د جګړو پر مهال د اوښتو زیانونو د جبران، د اقتصادي بندیزونو د لغوه کولو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

ذوالقدر ټینګار کړی چې تر هغې چې واشنګټن دغه شرطونه ونه مني، هرمز تنګی به د بېړیو د تګ‌راتګ پر مخ پرانیستل نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.