د ملي لوبډلې پخوانی ملي لوبغاړی او چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ په هند کې د ورپېښې ناروغۍ له امله تېره شپه مړی شوی دی.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ له نومیالیو لوبغاړو و، چې د ملي لوبډلې لپاره یې په یو شمېر نړیوالو سیالیو کې لوبې کړې وې او د تېزې توپ اچونې له امله یې مینه وال لرل.
د نوموړي جنازه اوس مهال په هند کې ده او افغانستان ته د انتقال معلومات یې خپاره شوي نه دي.
د شاپور ځدراڼ مړینې د میلیونونو افغانانو او د کرېکټ مینه والو زړونه خپه کړي دي.
د کرکټ هندي مبصر او شنونکي، دیویندر کومار د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني تېز توپ اچوونکي، شاپور ځدراڼ د مړینې د خبر په خپرولو سره ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
کومار د شاپور ځدراڼ په اړه لیکلي: “نن د افغانانو زړونه ټوټې ټوټې شول. داسې خبر خپور شو چې اورېدلو یې هره سینه ولړزوله او هره سترګه یې له اوښکو ډکه کړه؛ شاپور ځدراڼ نور زموږ ترمنځ نشته.”
هغه د شاپور ځدراڼ د تېرو لوبو او اتلولیو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده: “هغه اتل چې د افغانستان نوم یې د نړۍ په ډګرونو کې په ویاړ پورته ساتلی و، نن په خاموشۍ له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.”
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یو له هغو کسانو و چې په لومړنیو نړیوالو لوبو، په ځانګړي ډول د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې یې د افغانستان لپاره تاریخي بریاوې وموندلې.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.