پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې بمبار کړی

2
پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې بمبار کړی.
د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو او عیني شاهدانو رسنیو ته تائید کړې، چې له تېرې يوې ګړۍ راهيسی د پاکستان پوځي جېټ الوتکو د دغې ولسوالۍ پر ځینو سیمو سختې بمبارۍ وکړې، چې له امله یې لسګونه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا، تر ټولو مرګونې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې عام خلک د لومړني برید د ټپیانو د ژغورلو او راټولولو لپاره سیمې ته ورغلي وو، خو پاکستاني الوتکو په دويم ځل پرې بیا ځلي بمبار وکړ.
بل خوا، هممهاله د کونړ ولایت فرضي کرښې ته څېرمه سیمو څخه هم راپورونه وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې په هوايي حریم کې د پاکستان جنګي الوتکې ګزمې وهي، چې د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ یې سخته وېره او اندېښنه راپارولې ده.
تر اوسه واکدارو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ABN Pashto

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.