د هضم سيستم لپاره د وچ اېنځر حيرانوونکې ګټې

نوید خپلواک

34

د هضم سيستم لپاره د وچ اينځر حيرانوونکې ګټې او د استعمال طريقې

وچ اينځر (انجير) يو له هغو طبيعي خوړو څخه دی چې د هضم سيستم روغتيا ته ډېرې ګټې لري. دا مېوه له فايبر، انټي‌اکسيدان، معدني موادو او طبیعي شکره بډایه ده، چې د کولمو فعاليت ته وده ورکوي او د مختلفو هضمي ستونزو مخنيوی کوي.
د وچ اينځر ګټې:
1. د قبضيت مخنيوی:
وچ اينځر له ناپوښه فايبر څخه غني دی، چې د کولمو خوځښت منظموي او د سختو متيازو مخنيوی کوي.
2. کولمو ته غذا ورکول:
پکې موجود فايبر د کولمو لپاره د مفيدو باکتریاوو خواړه ګرځي، چې د کولمو مایکروبیوتا توازن ساتي.
3. د هضم ښه والى:
انجير د معدې تېزاب تنظيموي، د غذا نرم هضم ته لار هواروي، او د نس درد او پړسوب شدت راکموي.
4. د کولمو سرطان مخنيوی:
د فايبر زيات استعمال لکه د وچ اينځر، د اوږدمهاله ډول سرطانونو د خطر مخنيوی کوي.
د وچ اينځر د استعمال طريقې:
– سهار له ناشتې مخکې، ۲-۳ دانې وچ اينځر په يوه ګيلاس اوبو کې د شپې له مخې لامده کړئ او سهار يې وخورئ. دا طريقه د قبضيت لپاره ډېره اغېزمنه ده.
– وچ اينځر له مغز لرونکو سره يو ځای د صحتمندې ميان‌وعدې په توګه خوړلای شئ.
– د شيدو سره يو ځای هم کارېږي، چې د معدې لپاره ګټور دی.
يادونه:
که د شکر ناروغي لرئ، نو له ډاکټر سره د مشورې وروسته يې وکاروئ، ځکه چي وچ اينځر طبيعي شکر لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.