د یو هیواد د نوم او ملي هویت بحثونه سیاسي دي نه ژبنې او اتنوګرافیک

شاه محمود میاخیل

54

د یو هیواد د نوم او یا نیشنالټۍ لکه افغان، جاپانی، ایرانی، جرمنی، امریکایي، انګلیس، پاکستانی او نورو په اړه چې ملي هویت ورته ویل کیږي، که بحث کوو، دا سیاسي بحث دی او دا بحثونه د زړو متونو او ادبیاتو په اساس نه مطرح کیږي. د زړو متونو او ادبیاتو په اساس بحثونه چې د یو لفظ رېښې او یا د خلکو روابط د نورو سره څیړي سیاسي نه دي بلکې د ژبې، ایتومولوژي، اتنو ګرافې، انتروپولوژي او نورو تحقیقي دسپلینونو برخه ده.

سیاسي بحث دا دی چې هیوادونه څنګه جوړ او ولې د افغانستان نوم افغانستان او د افغانستان د اوسیدونکو لپاره د هویت (نیشنالټۍ) صفت افغان وټاکل شو؟

د هیواد جوړونې یا Nation States مفکوره د منځنیو پیړیو نه راپدیخوا په اروپا کې موجود وه، خو دا مفکوره د ویستپالیه (Westphalia) د تړون نه وروسته په ۱۶۴۸ز کال کې تقویه شوله. هغه وخت د بیلابیلو نژادونو، ژبو او ادیانو پیروان په یوې امپراتورۍ کې اوسیدل او فیوډالي سیستم حاکم و، چې د یو بل نه به بې ځایونه په زوره نیول تر څو د خپل نفوذ ساحو ته وسعت ورکړي. جنګونه همیشه د درېو مهمو عاملونو لکه ویره، ګټې او عزت یا پرستیج ساتلو له امله رامنځته کیږي.

د تاریخ په اوږدو کې ډیرې امپراتورۍ په نړۍ کې تیرې شویدي لکه د احمد شاه بابا امپراتوري، د فارس امپراتوري، د روم امپراتوري، د سکندر مقدوني امپراتوري، د چنګیز خان امپراتوري او داسې نور. په نولسمه پیړۍ کې د عثمانیه، استرو-هنګري، روسیې، انګریزانو او مغلو  امپراتوریو شتون درلود. د هغه وخت د پادشاهیو او امپراتوریو سرحدات معلوم نه و څومره به یې چې زور رسیده، پرمختګ کوه او چې زور به یې ختمیده، امپراتورۍ او پادشاهې به وړې کیدلې او له منځه تللې.

ولې د هیواد جوړونې مفکوره تقویه شوله؟ ځکه چې اروپایانو دیرش کاله د مذهب په نوم،کتولیکانو (Catholics) د پروتستانتیانو (Protestants) په وړاندې، په خپلو منځو کې سره جنګونه وکړل او زیات تلفات یې ولیدل. د هغه نه مخکې هالینډیانو هم اتیا کاله د هسپاني د پادشاه په مقابل کې جنګونه کړې و چې خپله ازادي واخلي. د دې لپاره چې په اروپا کې جنګونه کم شي، نو د ویستپالیه تړون اروپایانو په خپل منځو کې امضا او هیوادونه رامنځته شول.

د هیوادونو د جوړونې لپاره د پادشاهي ګانو تر منځ څلور مهم اصله په نظر کې ونیول شول:

  • حاکمیت؛ په یوه خاصه جغرافیه کې د مرکزي قدرت یا ادارې کنترول،
  • سرحدات؛ د یو هیواد لپاره د مشخصو سرحداتو د جغرافې درلودل او منل،
  • نفوس، او
  • مشترک هویت د ژبې، کلتور، فرهنګ او تاریخ په اساس چې ملي هویت نوم ورته ورکړل شو.

د ویستپالیه د تړون نه مخکې به واړه فیوډالان یا زورواکان د لویو فیوډالانو او امپراتوریو د اثر لاندې و او جزیه به یې ورکوله. کله چې د ولس حمایت د لویو او وړو فیوډالانو نه مرکزي حکومتونو یا پادشاهي ګانو ته شو، د هیواد جوړونې مفکوره په نولسمه پیړۍ کې تشکل پیدا کړ او هیوادونه د نیشنلیزم په اساس رامنځته شول لکه جرمني، ایټالیا او نور. البته د یادونې وړ ده، چې د فرانسې انقلاب د دغه نیشنلیزم او هیواد جوړونې په سرعت کې مهم رول درلود.

پدیتوګه، د اروپایانو هیوادونه جوړ او خپلو منځو کې سره سرحدات ومنل تر څو د جنګونو مخنیوي او د یو بل په حریم باندې تیرې ونکړي. البته په دغه وخت کې د اروپایانو توجه د خپل منځي جګړو نه نورې نړۍ ته شوله چې د دنیا بیلابیلې سیمې خپلې مستعمرې کړي. تقریبا ټوله دنیا د اروپایانو د بیلابیلو هیوادونو مستعمره وه.

اروپايي استعماري قوتونو فرموله د یوې سیمې د تسخیر او اشغال لپاره تفرقه واچوه او حکومت وکړه، وه. پدیتوګه دوی درې سوه کاله دنیا په خپلو منځو کې سره وجنګوله او د خپل ګټو او قدرت د نفوذ لپاره یې بیا درې سوه کاله نور په بیلابیلو سیمو کې حکومت وکړ. کله چې د اروپايي امپراتوریو استعماري قوت مخ په کمزوري کیدو او ختمیدو شو، ګڼو سیمو ازادي واخستله. په ټولو قارو کې ګڼ شمیر زاړه او نوې هیوادونه د ګډې جغرافې، تاریخ، فرهنګ، ګټو او ژبو په اساس رامنځه شول.

ځینې هیوادونه په زړو تاریخي نومونو پاتې شول او ځینې هیوادونو ته نوي نومونه ورکړل شول. د بیلګې په توګه د افغانستان د دوه ګاونډیانو نومونه، ایران او پاکستان ایجاد شول. رضاشاه پهلوي خپل هیواد ته د ایران نوم په ۱۳۳۵زکال کې انتخاب کړ ځکه مخکې دغه سیمې ته فارس ویل کیده. د فارس د پخوانې امپراتورۍ په ساحه کې شمالي افریقا د نیل د سیند نه نیولې تر منځني ختیځ، مرکزي اسیا،  جنوبي اسیا او حتی تر ترکې او بالکان سیمو پورې شاملې وې. رضا شاه د دغه ټولو سیمو پادشاه یا امپراتور نه و. هغه د یوې خاصې جغرافیې پادشاه و او دغه ساحی ته یې ایران نوم کېښود. که هغه ځانته د پارس، پادشاه یا شاهنشاه ویلې، نو بیا خو د دې ادعا په دغه ټولو پورته سیمو وه او دا امکان نه درلود چې هغه دا سیمې نیولې شولې.

پاکستان همداسې په ۱۹۴۷ز کال کې ایجاد شو. خو هندوستان د خپل پخواني تاریخي نوم په اساس د هند یا اینډیا په نوم هیواد پاتې شو. همداسې ازبکستان، ترکمنستان، قراقستان، تاجکستان، عراق، کویت، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، اسرایل او په لس ګونو نور هیوادونه د دنیا په بیلابیلو سیمو کې  په زړو او نوو نومونو رامنځته شول.

استعماري قوتونو په خاصه توګه انګریزانو، د خپل نفوذ او ګټو د ساتلو لپاره،‌ د اکثره ځایونو نه چې دوی وتل،. د هیوادونو د جوړولو ویش داسې وکړ چې په ډیرو سیمو کې چې  ولسونو ګډه جغرافیه، ژبه، تاریخ او فرهنګ درلود،‌ دا یې په دوه، درې یا څلورو ټوټو د بیلابیلو هیوادونو په منځ کې وویشل لکه  بنګالیان د بنګلدیش او د هند د بنګال تر منځ، کشمیریان د پاکستان او هند تر منځ، پنجاب هم د هند او پاکستان تر منځ، پښتانه د افغانستان او پاکستان تر منځ، بلوچان د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ، کردان د عراق، ایران، سورې او ایران تر منځ او همداسې نورو سیمو کې.

د ځینو هیوادونو تر منځ د سرحدي منازعاتو په اساس شخړې وشولې او یا اوس هم د تشنج په حال کې دي. د کشمیر په سر د هند او پاکستان جنګونه، د عراق او ایران تر منځه د شط العرب د تنګي په مالکیت او نفوذ جګړه او د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند د فرضي کرښې په امتداد د پاکستان د جوړیدو نه راپدیخوا د هر رژیم په دوران کې اخ او ډب شویدی.

د پورته تاریخي شالید په رڼا کې، د افغانستان د موجوده سیاسي جغرافیې تهداب، د امیر عبدالرحمن په وخت کې کېښودل شو، چې د ډیورند  فرضي کرښه د کرښې په نوم پاتې شوله او ډیمارکیشن یې تکمیل شوې نه دی. (په دې هلکه نور دلایل هم شتون لري چې هغه د دې لیکنې برخه نه ده). د پاکستان د ایجاد نه ټولو حکومتونو رسمي موقف همدا و او دی چې افغانستان د ډیورند فرضي کرښه په رسمیت نه پیژني. پاکستان یې د سرحد په نوم او افغانستان یې د فرضي کرښې په نوم یادوي. دا چې دا مسله څنګه حل شي، مختلف نظریات شتون لري او هغه به هغه وخت حل کیږي چې افغانستان یو قوي، قانونمند او ولسواکه نظام ولري او بیا د وخت د شرایطو په اساس د دواړو خواو ولسونه پریکړه وکړي. البته د افغانستان د تولو رژیمونو او حکومتونو غوښتنه همدا وه او ده چې د ډیورند د فرضې کرښې لانجه باید د جنګ د لارې نه بلکې د خبرو له لارې حل شي. دا هم جدا بحث دی خو دلته خبره د افغانستان او افغان ده.

د امیر عبدالرحمن د وخت نه راپدیخوا، افغانستان د افغانستان په نوم، د یو مستقل هیواد په توګه د نړۍ د ټولو هیوادونو او سازمانونو لخوا پیژندل شوې هیواد دی او د دې هیواد اوسیدونکي د افغانانو په نوم یادیږي. په دې هیواد کې د بیلابیلو ادیانو، مذهبونو او قومونو موجودیت د افغانستان د افتخاراتو نه دي او ټول په هیواد کې د قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق لري او درلودل. اکثریت پښتانه دي‌ او اکثریت مشران هم پښتانه تیر شویدي خو په منځ منځ کې غیر پښتانه لکه حبیب الله کلکاني، ببرک کارمل، استاد برهان الدین رباني، حضرت صبغت مجددي او نور هم تیر شویدي. اساس قانون کې هم دا نه و چې پادشاه یا د دولت مشر دې پښتون، معاونین دې تاجک، ازبیک یا هزاره وي. دا فرهنګ د معامله ګرې و او په دې معامله ګرې د پښتنو د مشرانو نه دا نور ډیر زرنګه و.

هندوان او سکهان چې ډیر کم اقلیت و او دي، د هر چا نه زیات په افغانانو ګران دي ځکه د هغوي افغاني حس او مینه د ستایلو ده او د ټولو نه زیات افغانان هغوی دي. ځینې شاید دا فکر وکړي چې د افغانستان هندوان او سکهان د هند نه افغانستان ته راغلي‌ دي، دا سمه نه ده. د افغانستان هندوان او سکهان د همدې سیمې بومي اوسیدونکي دي. د دې نه بر سیره، داسې افغان به نه وي چې په ټولو قومونو کې دوستان، ملګري او خپلوان ونه لري.

 دا چې د چا خوښه وي او که نه، دا نومونه په لاندې دلایلو د بدلیدلو نه دي:

  • د افغانستان نوم د نړۍ په کچه یو منل شوې نوم دی. په دنیا کې د خراسان او هزارستان په نومونو هیوادونه شتون نه لري. په دې هم بحث نه کوو چې پښتون، تاجک، ازبیک، هزاره او نور قومونه چې کومه ژبه وایي د هغه قوم پورې ځان منسوبوي، یا ژبه یوازې د قومیت معیار نه بلکې د افهام او تفهیم وسیله په یوه خاصه جغرافیه کې ده ځکه ډیر کسان چې په یوه جغرافیه کې اوسیږي، د یو قوم پورې تړاو نه لري، خو د هغه جغرافیي د قوم ژبه وایي. لکه هرات کې ۶۰سلنه پښتانه، دري/پارسي وایي. (دا برخه د ژبپوهنې، ایتومولوژي، اتنوګرافې، انتروپولوژي او نورو تحقیقي دسپلینونو کار دی)
  • له بله پلوه د قوم پا مذهب په نومونو کوم هیوادونه لکه ازبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، پاکستان، هند او نور شتون لري، هغه مستقل هیوادونه دي. نور قومونه او مذاهب هم هلته شتون لري، خو د یو قوم د اکثریت وګړو په اساس د هغه هیوادونو نومونه ټاکل شویدي. هند کې مسلمانان ډیر زیات دي، خو د هند نوم د هندویزم په اساس ټاکل شویدی ځکه هلته اکثریت هندوان دي. ډیر پخوا د افغانستان سیمې ته د کابل پادشاهي(Kingdon of Kabul)  ‌هم ویل کیدله. پدیتوګه، که څه هم د افغانستان او یا افغان د نومونو رېښه پخوانې ده او پښتنو ته راجع کیږي، خو د افغانستان د سیاسي جغرافیې د پیژندو نه راپدیخوا، د افغان کلمه یوازې د پښتنو لپاره نه ده استعمال شوې او د دې هیواد ټولو اوسیدونکو ته اطلاق کیږي. البته غیر پښتنو د افغان د کلمې نه سؤ استفاده کړیده ځکه په کابل کې به پښتنو ته افغان غول وایه، خو د هیواد نه بهر به ځانونه ته افغانان او پښتنو ته  بدویان یا کوچیان ویل.
  • پښتانه چې د افغانستان د نفوس اکثریت دي، ونشو کړې چې نور اقلیتونه ختم کړي، نو د نورو اقلیتونو یو محدود کسان هم په هیڅ صورت پښتانه ختمولې نشي.‌ که د یو هیواد اکثریت ولس، یو نوم د خپل هیواد لپاره خوښ کړې وي او یا یې مني، نور هم باید هغه ومني لکه تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان او ازبیکستان، پاکستان، هند او نور. د اکثریب د خوښې نه په غیر، دا ممکن نه ده چې د افغانستان نوم په خراسان او هزارستان بدل شي.
  • له بده مرغه، دغه کسان چې د قومي هویت او یا د هیواد د سیستمونو په اساس خپل بازار ګرم ساتلې دی، د خپل هیواد جغرافیه هم سمه نه پيژني. اکثریت یې د افغانستان ټول ولایتونه هم نه دي لیدلي او هوایي خبرې کوي. د افغانستان په داخل کې یو شمیر زیاتو ولایتونو او سیمو کې یوازې پښتانه اوسیږي او نور قومونه نشته دی، خو په زیاتو نورو ولایتونو کې ټول قومونه سره مکس یا ګډ پراته او ژوند کوي. دا امکان نه لري چې د یو قوم په نوم دې یو ولایت یاد شي. بدخشان به بدخشان وي، هرات به هرات وي، بلخ به بلخ وي، کندوز به کندوز وي، پنجشیر به پنجشیر وي، بامیان به بامیان وي او داسې نور.
  • که څوک غواړي چې دا نومونه بدل کړي، باید درې سوه کاله جنګونه وکړي، خاصه جغرافیه ونیسي، د نورو قومونو کسان د هغه سیمو نه وکاږي، ګډ اقتصاد پیدا کړې، ګډهویت رامنځته کړي او داسې نور، دا اصلا امکان نه لري ځکه د افغانستان د تجزیه کیدو سره، پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبیکستان او ترکمنستان هم باید تجزیه شي تر څو د قوم او ژبې په نومونو د هیوادونو برخلیک او سرحدات د نوې جغرافیې په اساس رامنځته شي. د افغانستان د موجود جغرافیې په چوکاټ کې افغانستان هیڅکله سره بیلدلې نشي. که د افغانستان د تجزې امکان وې او یا د افغانستان تجزیه د ګاونډیانو د تجزې باعث نه ګرځیدله، نو افغانستان به اوس وخته تجزیه شوې وې. ځکه وایم چې د افغانستان تجزیه امکان لري او همدا د افغانستان په نوم هیواد به تل ځلییږي لکه ستوری د اسمان او څوک چې په دغه جغرافیه کې اوسیږي، افغانان دي او اکثریت مطلق د ټولو قومونو ځآنونه ته اوس هم افغانان وایي په غیر د محدود کسانو نه.

سوال دا دی چې یوه مسله چې د هغې د تغیر امکان شتون نه لري او اکثریت ولس یې نه مني ، محدود کسان چې په بیلابیلو قومونو پورې ځانونه تړي او په واقعیت کې دوی د هیڅ قوم استازي هم نه دي، ولې دوی د تفرقې مسایل مطرح کوي، ګټه او تاوان یې چاته دی؟

  • که اکثره دا کسان په سمه توګه مطالعه کړې، دوی د خپل ولس په منځ کې ځای نه لري او ډیرو ته چې پخوا د خدمت موقع مساعد شوې هم ده، خپل قوم ته یې خدمت نه دی کړې بلکې خپل جیبونه یې ډک کړیدي او د نورو حق یې خوړلې او فساد کې غرق و. د خپل قوم په نوم یې امتیاز اخستې خو خپل قوم ته یې خدمت نه دی کړې. اوس د تیرې سابقې په اساس، د افغانستان د ژغورنې او خپل ولس ته د خدمت کولو اجندا نه لري، زیات یې بیکاره هم دي او کار هم نشي کولې، نو دوی سره بله سوژه نشته په غیر د دې نه چې نفاق ته لمن وهي، قومي، سمتي او ژبني مسایل مطرح کړي. په دې توګه دوی غواړي چې سیاسي فضا ملوث او ځینې یو شمیر پروژې واخلي. د ټرمپ د راتګ سره ښه دی چې د پروژو لویه برخه دریدلې ده او ځینې به یو څه وخت دا چیغې ووهي او اخر به بیا پېښمانه وي ځکه هم به د بهر ملکونو د ژوند نه وروسته پاتې وې او هم به یې په خپلو خلکو او وطن کې ځای ورک وي. د ځینو خبرو ته که ښه ځیر شي نو اکثره یې په رواني مریض اخته ښکاري او غواړي چې نور هم د ځانونو سره مریضان کړي.
  • دوی له یوې خوا د طالبانو په ضد څرګندونې کوي او ټولو پښتنو ته طالبان وایي، خو د همدوي دا ناقص روایتونه او څرګندونې طالبان تقویه کوي او د هغوي د حاکمیت د دوام باعث ګرځي ځکه دوی کوښښ کوي‌ چې ولس ته دوه بدیلونه وښایي چې یو یې طالب او بل د دوی غلط روایتونه، پخوانې ایکسپایر شوې منفورې څیرې چې د جمهوریت د سقوط باعث شویدي. ولس د پاڼ او پړانګ تر منځ واقع کیږي او د شنو پړانګانو نه ورته پاڼ یعنی طالب ښه ښکاري.
  • دا کسان اصلا د طالبانو ایجنټان دي. ښکاره ثبوت یې دا دی چې دوی تر څو میاشتو مخکې پورې ستوني شکول چې پاکستان د طالبانو حمایت کوي او طالبان پاکستانیان دي. کله چې پاکستان دوی ته شوړه یا طمع ورکړله، اوس وایي چې د پاکستان قوت زمونږ قوت دی، پاکستان د دوی دوست هیواد دی او دوی به د پاکستان هر څه ومني که پاکستان د دوی سره د طالبانو په چپه کولو کې مرسته وکړي.
  • اخرې خبره دا ده چې دوی اوس د چا ایجنټان دي، د پاکستان او که د طالبانو؟ که که د طالبانو ایجنټان دي، خاتمه یې خرابه ده او که د پاکستان ایجنټان شي، بیا هم خاتمه یې د خرابو نه خرابه ده.

د یادونې وړ ده چې معتصبه کړې او افراد په ټولو قومونو کې شتون لري او زما قضاوت دلته د ټولو قومونو د متعصبو کړېو په هکله دی ځکه دا بې حاصله خبرې او د یو بل په ضد جبهه نیول د افغانستان او افغانانو لپاره څه ګټه نه لري.

عاقبت بخیر

شاه محمود میاخیل، د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت دسیاسي اړیکو مسوول او د ننګرهار پخوانۍ والي.

د بشري مرستو ودرولو په ضد کمپاین ظلم دی

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.