د شلمې پېړۍ مشهور ژبپوه ساپير د امريکا د بومي ژبو په اړه څېړنې کړې. هغه په دې اند و، چې تفکر د ژبې تابع دى. د بومي امريکايانو په ژبو کې چې څه شته، هغه د دوى د تفکر برخه ده. د ده يوه شاګرد بنجامين ورف هم د ده لار ونيوه او د ځايي هوپي قبايلو په ژبه يې څېړنې وکړې، چې دې پايلې ته ورسېد، چې په هوپي کې د سرعت مفهوم نشته، ځکه چې سرعت په فاصله او مهال معلومېږي، چې په دې ژبه کې نشته؛ نو که فيزيک په دې ژبه وای، بېخي به مختلف وای: يعنې ساينس هم د ژبې تابع دی(مهند، ۱۳۹۸، ۶۹).
د ژبې او تفکر دې ډول راډيکال فکر ته په ژبپوهنه کې د نسبيت تيوري وايي. د ژبې او تفکر په نسبت کې څه هم د ژبې د بنسټتوب او لومړيتوب نظريه اوس رد شوې؛ خو په ژبه کې د مهال غوندې مفاهيم ځاى لري. دا چې په ژبه کې مهال څه ډول وړاندې کېږي، دلته به په دې اړه خبړې وکړو؛ خو د ورف(پاسنى اثر، ۶۹) په دې اند دى، چې په هوپي کې مهال خطي نه دی؛ نو له مکاني استعارو ورته استفاده نه کېږي، لکه موږ چې په هندو اروپايي يا نورو ژبو کې د مکان له عبارتونو او توکيو ورته استفاده کوو: “د کور او پوهنتون ترمنځ” له بېلګې نه چې د “د سهار او ماسپښين ترمنځ” لپاره استفاده کوو.
چېرته مې اورېدلي وو، که لوستي وو، چې فلسفه/ ساينس مهال ته د ښکارندې د بدلون په سترګه ګوري. د دې مانا دا ده، چې مهال بهرنى عيني وجود نه لري. دا چې د ښکارندې اجزا زړېږي او په ښکارنده کې بدلون راولي؛ نو خلکو ته د مهال تصور ورکوي.
که د ژبې له ظرفه ورته وګورو، مهال داسې يوه انتزاعي مفهوم دى، چې د مادي شيانو په مټ ځان ښيي او په ذهن کې حضور پيدا کوي. د دې پايله دا راوځي، چې موږ مهال مستقىم نشو تجربه کولى، بلکې د نورو شيانو په مټ يې درک کوو.
له نورو شيانو نه موخه دا ده، چې په ژبه کې مهال د استعارې په مټ راښکاره کېږي او دې ته په ادراکي ژبپوهنه کې مفهومي استعاره وايي، چې ليکاف او جانسن يې په اړه د “استعارې چې په مټ يې موږ ژوند کوو” په نامه کتاب ليکلى(ليکاف او جانسن، ۱۹۸۰). د مفهومي استعارې په نظريه کې استعاره د ورځنۍ ژبې برخه ګڼل کېږي، چې ډېره کارېږي؛ خو پخپله د استعارې تعريف دا دى، چې د يوه مفهوم د بيان لپاره د يوه بل مفهوم د ځينو برخو پورونې ته وايي.
مفهومي استعاره له نورو مواردو سره سره د مهال د مفهومسازۍ لپاره هم کارېږي. مفهومسازي يو بهير (پروسه) دى، چې ويناوال يې يو څيز په يوه مهالي مقطع او مکاني موقعيت کې واقع کوي او مخاطب ته، چې دويم مفهومساز ورته واىي، د درک وړ کوي.
مهال يو انتزاعي مفهوم دى، چې د مفهومسازۍ لپاره يې له ګڼو ژبنيو توکيو استفاده کېږي، لکه د مخکې، وروسته غوندې قيدونو، د تېريدل، راتلل، ول او داسې نورو فعلونو، سربلي عبارتونو او نومونو استفاده؛ خو دا ټول د ليکاف او جانسن غوندې ادراکي پوهان په دوو ډلبنديو کې راټولوي، چې دلته به پرې په وار سره خبرې وکړو:
١. مهال د څيز په استعاره کې:
بشر مهال د څيز غوندې درک کوي، چې دا په فعلونو او ځينو سربلي عبارتونو کې راښکاره کېږي، لکه وايي:
١. اختر راغى.
٢. په روژې پسې اختر دى.
موږ په بهر نړۍ کې شيان د حرکت، صفت يا اړوندتيا له مخې درک کوو، مثلا اوبه وينو، چې روانې دي، موټرې روانې دي، انسانان ځي. داسې موږ فکر کوو، چې مهال هم روان دى، لکه يو څيز چې روان وي. له دې سره په څنګه کې ورپسې موږ د ”ورو، ژر، اوږده، لنډ او داسې نور قيدونه او صفتونه هم لګوو: د اوړي ورځ اوږده وي، د اختر ورځ ژر تېرېږي او لنډه وي. همداسې بهر موږ د حرکت په حالت کې شيان وينو، چې په يو بل پسې راځي، له دې نه په اغېز مهال هم په يوه پرله پسې زنځير کې واقع کوو، لکه د اوونۍ په زنځير کې ورځې يا د کال په زنځير کې مياشت. د ورځو پرله پسېوالى که له يوې خوا د اوونۍ تصور راکوي، له بلې خوا هره ورځ راته د درک وړ کوي؛ نو که شنبه نه وي، يکشنبه مانا نه لري او که يکشنبه نه وي، دوشنبه، همداسې تر اخره.
دې لړ ته چې زموږ په ذهن کې رغښت لري، سکيما وايي. موږ د لارې د سکيما انځور په ذهن کې لرو، چې پىلټکى، منځټکى، اوږده او پاى او لري، داسې د مهال لپاره هم دا انځوريزه سکيما د مفهومى استعارې په ډول پور کوو او مهال پرې مفهومسازي کوو.
انسان د شيانو د مفهومسازۍ لپاره له خپلو غړيو هم استفاده کوي او په دې اړه د مارک جانسن( ۱۹۸۷) غوندې ادراکي ژبپوهان وايي، چې ادراک بدنمن(Embodied) دى، مثلا موږ وايو: د کال په سر کې، د اختر مخه، د ورځې پاى.
د مهال ځانګړي قيدونه لکه اوس، نن، پرون، سبا هم په اصل کې موږ د څيزونو غوندې درک کوو، چې په يو بل پسې راځي، لومړى پرون، بيا نن، بيا اوس، بيا سبا. دا هم د انځوريزې سکيما غوندې زموږ د حسي تجربې زېږنده دي، چې موږ د مهال مفهومسازۍ لپاره ورغزولي دي. دې ډول غزولو ته په انګليسي کې elaboration وايي، چې يو مفهوم د نورو د مفهومسازۍ لپاره ورپراخه شي.
٢. مهال د مکان په استعاره کې:
مکان هغه ځاى ته وايي، چې يو څه پکې واقع وي. مطلب دا چې نغاړونکى وي، بهر او دننه ولري. په ژبو کې مهال هم دا ځانګړنه لري، مثلا په دې جمله کې:
٣. په دې کال کې له ډېرو کړاوونو سره مخ شو.
٤. خداى به مو له دې سختو ورځو راوباسي.
په لومړۍ جمله کې ”کال” او په دويمه جمله کې ‘‘ورځې” د يوه مکان په ډول انځور شوې، چې دننه او بهر لري او انسان پکې اوسېدى او ترې راوتى شي. ”په …کې” او ”له….نه” سربلي عبارتونه انځوريزې سکيماوې دي، چې لومړى ظرفي او دويم پىلټکى ښيي. ”په/تر ….پورې” انځوريزه سکيما هم مهال د مکان غوندې مفهومسازي کوي؛ خو د ”له…سره”، ”بې….” او داسې نور يې بيا د څيز په ډول انځوروي.
د لنګکر(۲۰۰۸: ۷۸) په اند، په مهال کې هم موږ له ليدنځي(Vantage Point) استفاده کوو، ځکه چې د ادراکي ژبپوهنې له مخې زمان د مکان په استعاره کې مفهومي کېږي. د مهال د مفهومسازۍ لپاره دوه ليدنځي ټاکوو، يو ځان او بل يو بل څيز. کله چې وايو، چې “اختر راروان دى، يا اختر تېر شو يا اختر نېژدې دى، روژه لرې ده، ژمى په مخ کې دى”، په دې ټولو بېلګو کې مهال ته د کتو ليدنځى موږ پخپله يو، ځکه په لومړۍ بېلګه کې اختر زما خوا ته راروان دى، يا له ما تېر شو، ما ته رانېژدى دى يا روژه زما له ليده لرې ده او ژمى زما په مخ کې دى؛ خو کله د يوه مهال د درک لپاره يو بل مهال د ليدنځي په توګه ټاکو، لکه: “په روژې پسې اختر دى، يا تر ژمي وروسته پسرلى دى، په بدو ورځو پسې ښې ورځې راځي”، په دې او داسې نورو مثالونو کې لومړى مهال ليدنځى دى، چې موږ پرې ورپسې دويم مهال د درک وړ کوو. په لومړۍ بېلګه کې روژه، په دويم بېلګه کې ژمى او په درېيمه بېلګه کې بدې ورځې دي، چې موږ يې په مټ اختر، پسرلى او ښې ورځې د درک وړ کړي دى.
د ليدنځي ټاکنه په اصل کې يوه مکاني ځانګړنه ده(لنګکر، ۲۰۰۸)، مثلا موږ چې کله وايو: ”تر تلوېزيون شاته ريموټ پروت دى” يا ”پلار ته مخامخ ناست وم”؛ نو په لومړۍ بېلګه کې ليدنځى يا د ليدو ټکى تلويزيون او په دوىمه کې پخپله ويناوال دى، چې موږ د مهال په اړه هم له همدې مکاني بېلګو نه په استفاده خبرې کوو.
نورې بېلګې يې په په پښتو کې د ”مخکې” او ”وروسته” مکاني قيدونه دي، چې د مهال لپاره هم کارېږي او يوازې دا نه، تقريبا ټول مکاني توکي دا دنده ترسره کوي. ”مخکې” او ”وروسته” دواړه د راتلونکې او ماضي لپاره کارېږي، مثلا کله چې وايم، “مخکې زرين راغلى و” يا “وروسته راشه”؛ نو د ويناوال مخه ماضي او شا راتلونکې ته ده؛ خو کله چې وايم، مخکې اختر دى؛ نو پرعکس مخه يې راتلونکې او شا يې ماضي ته ده؛ خو د لومړي مورد کارونه ډېره ده. همدا لامل دى، چې کوچنيان د ژبې په زده کړه کې دا غلطوي او مثلا وايي: “وروسته مې ډوډۍ وخوړه”؛ خو مطلب يې دا وي، چې “مخکې مې ډوډۍ وخوړه”.
په ټوله کې په ژبه کې مهال په درې ډوله وړاندې کېږي: د خپوروالي او راټولوالي په بڼه، د شېبې په بڼه، پرله پسې(مهند، ۱۳۹۰، ۱۳).
يو؛ د شېبې په بڼه راټول وي، لکه: ”اختر دى، راځه” په دې بېلګه کې اختر د يوه راټول څيز په بڼه وينو، چې د ”ول” د وجودى بهير په مټ ښودل شوى. وجودي فعل په چارواله ژبپوهنه کې د يوه څيز شتون ښيي.
دوه؛ خپور: ”د شلمې پېړۍ په اوږدو کې” په دې بېلګه کې مهال پراخه انځور شوى دى.
درې؛ په پرله پسې ډول: په شپې پسې سهار وي: په دې بېلګه کې وينو، چې مهال پرله پسې راغلى. د دې ډول نورې بېلګې ساعتونه، وختونه، ورځې، اوونۍ، مياشتې، کلونه، پېړۍ او زريزې دي، چې په يو بل پسې راځي.
د مهال په اړه دا تصور چې په مفهومي استعاره کې وړاندې کېږي، ادبياتو ته هم ورغځېږي. په ادبياتو کې مهال کله د سرو زرو له ورکې طلا سره تشبيه شي يا لکه کاروان صاحب چې وايي، چې ”وخت به راځي، چې غاښ د زهرو په ښامار نه لري” يا لکه حمزه صاحب چې وايي:
عشق دى لکه وخت اوسه حمزه پکې
تل وي په تګ بېرته په شا نه راځي
په دې بېلګو کې وينو، چې وخت د ”تلل” د فعل په مفهومي استعاره کې وړاندې شوى او ”تلل” د يوه څيز صفت دى. دا مو دې پايلې ته رسوي، چې د شاعرۍ په ګډون ادبيات هم په اصل کې د مهال په اړه همغه ژبنى درک لري، چې په عادي ژبه کې دى، چې يا د څيز په بڼه وي يا د مکان ؛ خو ممکن شاعران ورته استعارې نوې کړي، ممکن له ځنګل سره يې ورته وبولي يا يې سفر او منزل وبولي. دې پروسې ته پراختيا وايي؛ نو شاعر د نوي ادبي استعارو په لباس کې د مهال همغه د څيز يا مکان مفهوم وړاندې کوي، چې موږ يې په ژبه کې لرو.
ماخذونه:
مهند، محمد راسخ. (۱۳۹۰). در امدى بر زبان شناسى شناختى (نظريه ها و مفاهيم). چاپ دوم. تهران: سمت، مرکز تحقيق و توسعۀ علوم انسانى
مهند، محمد راسخ. (۱۳۹۸). مکاتب زبان شناسى. تهران: نشر آګه.
Johnson, Mark. 1987. The Body in the Mind: The Bodily Basis of Meaning Imagination and Reason. Chicago: Chicago UP.
Lakoff, G. & Johnson, M. (1980), Metaphors We Live By, Chicago: University of Chicago Press.
Langacker, Ronald W. (2008).Cognitive Grammar: A Basic introduction. Oxford: Oxford University Press.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.