بنټ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی

55

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی او دا یې «د بشري زیان د مخنیوي لپاره یو حیاتي ګام» بللی دی.

نوموړي نن دوشنبه (د تلې ۲۸مه) په خپل ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان په پوله روانې نښتې د ملکي وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی او ګڼې کورنۍ د دغو شخړو قرباني شوې دي.

بنټ د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ټینګار یې کړی چې د نړیوالو قوانینو مراعت باید په هر حالت کې وشي، ځکه د بشري حقونو نقض هېڅ عذر نه‌ لري.

هغه لیکلي: «د ملکي وګړو امنیت او مصونیت باید د هرې پرېکړې په سر کې وي. نړیوال بشر دوستانه قوانین اختیاري نه، بلکې یوه ګډه نړیواله ژمنه ده چې ټول لوري باید پرې عمل وکړي.»

بنټ زیاته کړې چې د هر ډول اوربند هوکړه هغه وخت مانا لري چې د هغې پایلې د تاوتریخوالي په کمېدو او د خلکو د ژوند په خوندي کولو کې څرګندې شي.

نوموړي د خپل پیغام په بله برخه کې د منځګړیتوب کوونکو هېوادونو، په ځانګړي ډول د قطر، ستاینه کړې چې د خبرو اترو د اسانتیا او د اوربند د تړون د رامنځته کولو لپاره یې هڅې کړي دي. قطر په تېرو کلونو کې د افغانستان اړوند خبرو او د سیمه‌ ییزو کړکيچونو په مدیریت کې فعاله ونډه لرلې ده.

په وروستیو اونیو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي ترینګلتیا زیاته شوې وه. راپورونه ښيي چې د دواړو لوریو ترمنځ نښتو د ملکي وګړو د وژل کېدو، ټپي کېدو او د خلکو د بې‌ ځایه کېدو لامل شوې، چې دا حالت د نړیوالو بنسټونو د جدي اندېښنې سبب شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.