افغان لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د لومړۍ یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ لپاره تېر ماښام خپل وروستي تمرینات ترسره کړي دي.
کرېکټ بورډ وايي، دا تمرینات د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ د چمتووالي په موخه شوي دي.
ټاکل شوې، چې د افغان کرېکټ ملي لوبډله به نن د افغانستان پر مهال د مازدیګر په ۴:۳۰ بجې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او د بنګله دېش پر وړاندې به خپله یو ورځنۍ لوبه پیل کړي.
افغان لوبډلې له دې وړاندې د سیال بنګله دېش پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې وبایللې، چې دا پایلې د هېوادوالو او د کرېکټ مینه والو له پراخ منفي غبرګون سره مخ شوې.
د کرېکټ څارونکي وايي، چې د ملي لوبډلې د وروستیو کمزورو پایلو اصلي لامل د لوبغاړو په ناسم غوراوي او د کرېکټ بورډ په بې ثباته پالیسیو کې نغښتی دی.
هغوی له افغانستان کرېکټ بورډ د پراخو اصلاحاتو، حساب ورکونې او د وړتیا پر بنسټ د لوبغاړو د ټاکلو غوښتنه کړې ده.
که څه هم کرېکټ بورډ له سیالیو پیل وړاندې ډاډ ورکړی و، خو د وروستیو بایلاتو په تړاو یې بیا څه نه دي ویلي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.