د نړيوال کرکټ شورا (ICC) د امريکا د کرکټ ادارې «USA کرکټ» غړيتوب په عاجل ډول وځنډاوه. دغه پرېکړه د آي سي سي بورډ د خپل وروستي غونډې پر مهال د تکراري سرغړونو او د غړيو هېوادونو د ژمنو د نه پوره کولو له امله شوې ده.
د آي سي سي په وينا، د امريکا کرکټ اداره د مؤثرې ادارې په جوړولو کې پاتې راغلې، د امريکايي اولمپيک او پيرا اولمپيک کميټې څخه د ملي ورزشي ادارې رسمي مقام نه دی تر لاسه کړی، او داسې کړنې يې کړې چې په کور دننه او نړيواله کچه د کرکټ د اعتبار زيان يې اړولی دی.
آي سي سي څرګنده کړه چې د لوبغاړو د حقونو او د لوبې د راتلونکي د خوندي کولو لپاره دا اقدام اړين و. خو د امريکا ملي ټيمونه به بيا هم د آي سي سي په سياليو کې د ګډون حق ولري، په شمول د 2028 کال د لاس اينجلس اولمپيک ته د چمتووالي سيالۍ.
د ملي ټيمونو د اداري او عملي چارو څارنه به په موقتي ډول د آي سي سي يا د هغې د استازو له لوري تر سره کېږي څو د لوبغاړو ملاتړ او پرمختيايي پروګرامونه پر مخ ولاړ شي.
همداراز «د آي سي سي نورملایزېشن کميټه» به د اصلاحاتو هغه پلان وړاندې کړي چې د عملي کېدو وروسته به د امريکا د کرکټ غړيتوب بيا ور بحال شي. تېر کال د آي سي سي کلنۍ غونډې کې امريکا ته د نه پوره کېدونکو ژمنو له امله ۱۲ مياشتنۍ مهلت ورکړل شوی و، خو د دوامداره سرغړونو له کبله اوس د غړيتوب د ځنډولو پرېکړه عملي شوه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.