زمونږ د هیواد د روزنې او پالنې نهادونه او زمونږ شرايط سره ورته هیوادونو کې یو عمده عیب لري چې تشريح کوم یې، یوازې مې موخه د تعلیم او روزنې وزارت نه ده بلکې ټول هغه نهادونه چې د ماشومانو په روزنه او پالنه کې اخته دي.
هغوی زمونږ او ستاسې ماشومان په دوه کلنی کې په کودکستان کې رانه اخلي او ۳۰ کاله وروسته د دکترا له سند سره یې واپس رالیږي. ۳۰ کاله عمر د روزنې او پالنې نهاد په اختیار کې ورکول کېږي. خو په دې ۳۰ کلونو کې څه کوو؟ مونږ تر ۱۸ کلنی پورې خپلو ماشومانو ته داسې مطالب ور زده کوو چې د ژوند لپاره یې هیڅ ګټه نلري هغه مطالب چې د ژوندانه د ستونزو حلونکي نه دي.
اما صحیح لاره دا ده چې ماشومانو ته دري څیزه ورزده کړو، لومړی ژبه او ادبیات ښه ورزده کړو چې ښه لیکل او لوستل پري وکړای شي. دوهم ریاضیات د روزمره ژوند د مسایلو تر حد پوري ورزده کړل شي او دریم زمونږ د هیواد تاریخ باید زده کړي ځکه هغه کس چی د خپل هیواد تاریخ زده نه کړي د هغه کس په څیر ده چې خپل کور او پلار ونه پیژني.
له دې څخه وروسته ټول وخت تر ۱۸ کلنی پوري د ژوند د درسونو په زده کولو باندی تیر کړي.
وروسته له ۱۸ کلنی باید یو اوه مقدمه لرونکی استدلال زده کړي. لومړی د یو ښه ژوند د ځانګړتیاوو له جملي څخه اخلاقي اوسیدل دي، دوهم د اخلاقي اوسيدو لپاره باید خپلواکي ولرئ. دریم د خپلواکی یو له مهمو اړخونو څخه مادي استقلال ده، څلورم د مادی استقلال لپاره اړمن یو شتمني او مال ولرو. پنځم د ثروت لپاره باید عاید ولرو. شپږم د عاید درلود لپاره یوه کسب ته اړتیا لرو او اووم د دې لپاره چې کوم کسب او کار ولرو باید په علم یو فن یا یو هنر کې متخصص اوسو.
د ژوند درسونه دوه ډوله دي، ځیني باید داسي درسونه اوسي چې زمونږ ژوند د بریالیتوب په لوري بوځي هغه درسونه چې مونږ خپلو موخو ته ورسوي. ځیني نور باید داسې څه وي چې بریالیتوب د اخلاقی اصولو د پښو تر لاندی کولو په قیمت تمام نه شي، په بل عبارت د ژوند درسونه د ژوند مهارتونو او او نیکیانو کې شاملیږي. مخکې د ژوند نیکي په ۲۴ مواردو پوري محدود وه او زما د بحث موضوع نه ده.
مونږ نن د ژوند مهارتونه څیړو هغه ګډ مهارتونه چې ټول انسانان ورته اړتیا لري.
ګډ مهارتونه ۲۰ مورده دي چې هغه به بیان کړو.
لومړی خپل ځان هیڅ مکتب او مسلک پوری مه محدودوئ هر ځای چې یو ښه څه وه زده یې کړه، دوهم خپل ځان باندې تکیه وکړه او خپلواکي ولرو. دریم د نقد هنر باید زده کړو نباید د ډېرو نظریاتو تر پښو لاندې شو، څلورم د ذهن پراخوالی ولرئ او ستاسو سینه باید د مختلفو نظریاتو لپاره خلاصه اوسي، پنځم ترڅو چې کولای شو په اوس مهال کې ژوند وکړو، په راتلونکی او تیر کې ژوند کول زمونږ د اوس مهال کامیابي هم له مونږ څخه اخلي، شپږم باید د لیدلوری د بدلولو ځواک ولرو.
اووم د هغه شیانو قدردان اوسئ چې لری یې. بل د ارمان ګرایی بحث ده. بل افراطي خیال پردازي او هیله مندي ده، بل مورد مونږ باید تر ټولو ډیر کار په تر ټولو کمو ستونزو سره ترسره کړو، بل زده کړې سره لېوالتيا ده چې په ماشومانو کې ده خو هرڅومره چې یې عمر پورته ځي کميږي. بل ځان پیژندنه ده یعنی د خپل ضعف او قوت نقاطو ته پام کول. بل شخصي انضباط ده ځیني وقت باید له هغو خوندونو څخه تیر شو چې په راتلونکي کې ډیر خوندونه لاسته راوړي.
انعطاف پذیري بل یو ده چې که موخه له منځه نه ځي وسایلو سره بخیلي ونکړو. بل مورد د شخصيتی بدلون پيژندل دي او پسي بل صبر ده. بریا صبر ته اړتیا لري بل د خبرو اترو مهارتونه دی د فلسفی خبر اترو څخه موخه نه ده هسي خبري، بل د وخت مدیریت ده او په پای کې د اړیکو څلورګوني مهارتونه وپیژنو مثلاً د همکارۍ دوستی او خپلوي اړیکې …. سره ګډوډي نکړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
Donate Here
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.