افغانستان د اوبو بحران: واقعیت، حل لارې او تدابیر

لیکنه: نیک محمد نیکمل

99

اوبه ژوند دي. خو دا ژوند زموږ له کورو تېښته کوي، موږ پرې بې‌غوره ګوري، او موږ یې لا همداسې په اسراف سره له لاسه ورکوو. افغانستان، چې یوه وچه خاوره لري، له اوږدو کلونو راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ دی. خو دا ستونزه اوس یوازې د تشویش خبره نه، بلکې د بقا او هستۍ د جګړې بڼه خپله کړې ده. جناب الحاج انجنیر عبدالحمید هلمندی صاب چې له دغې زاویې سخته اندېښنه لري، د یوه مسوول افغان په توګه پر حق دی. دا اندېښنه یواځې د ده نه، بلکې د هر هغه انسان ده چې د سبا نسلونو په اړه فکر کوي.

لومړۍ برخه: د ستونزې ریښه او حال
افغانستان یو قلف شوی هېواد دی، له دریاوو بې‌برخې، له بحرونو لرې، او د طبیعي اوبو سرچینې یې د سختو چاپېریالي بدلونونو، اقلیمي بحران، او بې‌نظمۍ ښکار دي. د هرې ورځې تېرېدو سره ځمکې لاندې اوبه لږېږي، ویالې وچېږي، سیندونه له منځه ځي او خلک تر خپلو سترګو د وچکالۍ او قحطۍ ننداره کوي.

د کابل په څېر لوی ښارونه، چې نفوس یې ورځ تر بلې ډېرېږي، د زیرمو توان نه لري. هلته د هرې کوټې لاندې یوه برمه ده، او هره برمه یوه ژوره زخمه ده.

دوهمه برخه: د حل لاره یوازې بندونه، هوښياري او همکاري ده
انجنیر هلمندی صاب، د حل لارې مشخصې کړې دي، او دا تدابیر یوازې نظرونه نه، بلکې د ژوند تګلاره ده:

۱. د بې‌نظمۍ بندول:
خپل‌سري برمې نه یوازې چې د قانون خلاف دي، بلکې د طبیعت خلاف هم دي. که دا چاره همداسې روانه وي، دا به موږ د تل لپاره د اوبو له نعمت نه محروم کړي.

۲. د تفریح او اسراف تر منځ خط کشول:
سونا، لامبو، او نورو ښاري تجملاتو ته د اړتیا پر ځای د ژوند ته لومړیتوب ورکول پکار دي.

۳. زراعت د ځمکې له رحمت سره وصلول:
زراعت باید له باراني اوبو، د بندونو له زیرمو، او سطحي سیندونو خړوب شي، نه د ځمکې زړه راشکول شي.

۴. بندونه، کانالونه، زیرمې — د ژوند دروازې:
د بندونو جوړول نه یوازې برېښنا زېږوي، بلکې ژوند ته ادامه ورکوي. دا د خړوبۍ، د سیلابونو مخنیوي، او د اوبو د زېرمه کولو اساسي لاره ده.

۵. کوهيان، ژورې کندې، مصنوعي زیرمې:
د طبیعي سرچینو څخه ګټه اخیستل او د باران او واورو اوبو راټولول د راتلونکي ضمانت دی.

۶. د پایدارې شبکې جوړول:
د ښارونو او کلیو تر منځ د اوبو هوښیار ویش، د ضایع کیدو مخنیوی، او د بیا کارونې سیستمونه باید لومړیتوب ولري.

۷. عامه پوهاوی — د انقلاب اساس:
که ولس پوه نه وي، هره پروژه به نیمګړې وي. رسنۍ، ښوونځي، مسجدونه او ټولنیز مشران باید یو غږ شي او خلک د اوبو قدر ته وهڅوي.

درېیمه برخه: دا زموږ د ټول ژوند امتحان دی
موږ د یوې داسې مرحلې سره مخ یو چې یا به اوبه وژغورو، یا به له ژوند سره خدای پاماني وکړو. دا مبارزه یوازې د حکومتونو نه ده، بلکې د هر فرد ده. که مو ماشومانو ته نن تعلیم ورکوو، باید سبا ته د اوبو ډاډ هم ورکړو. که موږ جوماتونه، کورونه، شرکتونه او باغونه جوړوو، باید د هغوی دوام ته اوبه وساتو.

ښاغلی انجنیر هلمندی صاب پر ځای اندېښنه څرګنده کړې ده. دا غږ باید د هر زړه چیغه شي. اوبه زموږ راتلونکی دی، زموږ عزت دی، زموږ هستي ده. راځئ چې له نن نه هوډ وکړو:
د اوبو ساتنه، د ژوند ساتنه ده.
او که موږ له طبیعت سره سوله ونکړه، طبیعت به موږ له خپلې خاورې وباسي.
(د افغانستان د اوبو او ژوند د ژغورنې غږ ته یو مخلص ځواب)

درنښت …. یارب 🤲🏻

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.