د غزی په تراړه کی ښوونځی ، ټولنیزی مؤسـسی او ( انفرا سټرکچـر ) د ماشومانو له وینو سره ورانیږی ، روغتونونه د زخمونو غږونه نه اوری ، خېمی د کورونو قبرونه دی او دلته له انسانی حقونو څخه دفاع او مبارزه د ټوپک له میل څخه راوتلی چیغه نه ده بلکه د شعر ، قلم او سترګو ژړا هم ده ، غزه نه یواځی په بمونو ویجاړیږی بلکه د نړۍ په خاموشی او له تاریخ څخه د پېښو د هیرولو او د عبرت درس د نه اخیستلو له کبله هم سوځـیږی ، د سنتایانا په قول ،
Santayana dictum: ( Those who can’t learn from history are doomed to repeat it.)
د سنتایانا د قول له مخی هر هغه څوک چی له تاریخ څخه د عبرت درس نه اخلی بی له شکه پر هغوی به بیرته راغبرګیږی ،
په غزه کی هره خیمه یوه کورنۍ ده ، هره چیغه پکی یو ماشوم ده او هــر سـکـوت پکی زموږ شــرم دی ، د ملګرو ملتونو سرمنشی د غزی په تړاو ویلی چی ( په غزه کی لوږه ، خوارځواکی او د انسانیت پر ضد ناورین روان دی او دا وضعیت ئی “ اخلاقی شرم “ بللی چی د نړۍ وجدان ته ټکان ورکوی ، د اسرائیلو د حکومت او پوځ لخوا د مرستی دروازی تړل شوی خو د مرګ او مړینی دروازی خلاصی پاتی دی ، د ډله ایزو او ټولنیزو رسنیو د رپوټونو له مخی تر اوسه له ۶۰ زرو ( شپیته زره څخه زیات ) مظلوم او بی ګناه انسانان ( ښځېنه ، ماشومان ، ځوانان او سپین ږیری وژل شوی ، په لکونو ټپیان دی ، د فلسطین د روغتیا وزارت پرون رپوټ ورکړی چی د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومی نېټی تر دا دمه د اسرائیلی بمباریو او بی رحمانه بریدونو په نتیجه کی د وژل شویو شمیر د شپیتو زرو او د ټپیانو شمیر ۱۴۳۴۹۰ په شاوخوا کی لوړ شوی دی ، په وژل شویو کی تقریباً ۲۰ زره ( شل زره) ماشومان یادیږی ، د امریکا د Brown University یهود الاصله د تاریخ پروفیسور عمر بارتوپ په یوه مصاحبه کی وائی چی د اسرائیلو حکومت په غزه کی جینوساید یا نسل وژنه ترسره کوی نوموړی چی د نسل وژنی یا جینوساید په برخه کی متخصص او نړیوال شهرت لری ادامه ورکوی چی په ۲۰ زره وژل شویو ماشومانو کی ، ۱۰۰۰ زر هغه اطفال دی چی عمر ئی له یو کال څخه کم دی او د اسرائیلو پوځ په سیستماتیک ډول دوهمه نکبه یا Ethnic Cleansing تکراروی ، همدا ډول د اسرائیلو د پخوانۍ صدراعظمی ګولډا مایر یو ویډيو کلیپ می ولید چی وائی « زه یوه فلسطینۍ یم ، له ۱۹۲۱ څخه تر ۱۹۴۸ م کال پوری می فلسطینی پاسپورت درلود ، د رود ، شرقی او غربی غاړی East and West Bank د فلسطین دی » ،
د اسرائیلو پخوانی صدراعظم یهود اُلمرت ( ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۰۹ ) هم د نتنیاهو په مشری د اسرائیلو حکومت انتقادوی او وائی چی په غزه او د فلسطین په نورو برخو کی د نسل وژنی مرتکب کیږی نوموړی زیاتوی چی زموږ اصلی دشمنان په داخل کی توند لاری صهیونیستی ډلی دی چی اجندا ئی د فلسطنیانو غیرسکنه کول یا شړل دی ،
فرانتز فانون چی د الجزایر د استعمار ضد مبارزی یو ځواکمن غــږ وو ، باور درلود چی ښکیلاک یواځی جغرافیه او ځمکه نه نیسی بلکه انسانیت ، ذهنونه او تاریخ هم استعماروی ، د فانون له نظره د غزی د تراړی وضعیت هم د اسرائیلی تاو تریخوالی دوام دی چی مرګ ئی له ژونده ارزانه کړی ، روغتونونه ، ښوونځی او ټولی مؤسسی ورانی او ویجاړی شوی حتا د ژوند ارزښت ئی هم تر پوښتنی لاندی راوستی چی دا د dehumanization مفهوم ته ورته دی له دی کبله دی چی غـزه د بشری وجدان او انسانیت ازموینه ده او دا د فرانتز فانون هغه انګیرنه ده چی مبارزه او مقاومت نه یواځی د انسان جوړونی عمل دی بلکی روانی ، سیاسی او اخلاقی عمل هم دی ،
د غزی له تراړی د سپوتنیک خبریال داسی رپوټ ورکړی ( د مدیترانی پر غاړه ، غزه یو وخت د ژوند انځور وو ، کشتۍ به پکی د نیلی سمندر پر غاړه ودریدی ، ماهی نیوونکو به له امیدونو سره سهار پیل کاوه ، ماشومانو به د ساحل په غاړه منډی وهلی ، خو نن دا بندر د اسرائیلی اشغال ، بمباریو او ګولیو د لوګی او لوخړو له کبله خاموشه دی ، نور د کشتیو غږونه نه شته یواځی د چاودنو او د ماشومانو د غمیزی غږونه پکی اوریدل کیږی ، هو موږ دا نه دی وران کړی دا یو دوامداره جنایت دی چی د نړۍ د چوپتیا تر سیوری لاندی روان دی او د بشریت حافظه شرموی ،
په بله لیکنه کی به د اسرائیلو د تاریخ د پروفیسور آلن پاپی چی د انګلستان د Exeter پوهنتون د تاریخ استاد ده ، فلسطینی مبارز ادوارد سعید د Orientalism د کتاب او دا چی غزه د نړۍ ضمیر ته څه خطاب کوی په لنډه توګه ولیکل شی .
د پورته مقالی د لیکلو لپاره په انګریزی ، اردو ، دری او پښتو ژبو د ډله ایزو ، ټولنیزو رسنیو ، ویډیو کلیپونو او چاپ شویو اثارو څخه استفاده شوی.
امـیر ګــران
27-07-2025
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.