لیکنه له اکسون مجلې څخه اخیستل شوې ده. د یادې مجلې مقالې او لیکنې لړۍ له دعوت میډیا ۲۴ څخه خپرېږي.
«هغه ماشومان چې کتاب لولي، په داسې لویانو بدلېږي چې فکر کوي.» دا متل دی خو معلومه نه ده چې د کومې ژبې. د هر چا چې وي، د نورو متلونو غوندې پخه خبره راته کوي. خو دا چې ماشومان له کوم عمره او څنګه په لوستلو راوستلی شو، په دې مقاله کې به لولو.
ماشومان له کوم عمره په لوستلو روږدي کړو. د ماشوم روزنې په یوه وېب سایټ کې مې لوستي وو چې ان هغه مهال چې ماشوم لا د مور په نس کې وي، مور دې ورته کیسې ووايي یا ولولي. ماشوم هلته هم د مور غږ پېژني او په اورېدلو یې خوشحالېږي.
تر زېږون وروسته د ماشوم ماغزه باید وده وکړي. د ماشوم په ماغزو کې عصبي حجرې باید له یو بل سره ونښلي او شبکې جوړې کړې. دغه نښلېدنه د بهرني تحریک په وجه چټکېږي. مثلاً ماشوم چې څه اوري، څه بویوي، څه لمس کوي، خوندونه څکي او رنګونه او شیان ویني؛ ذهني وده یې زیاتېږي. که نوزېږیو او تي خورو ماشومانو ته کیسې ولوستل/ وویل شي، هغه عصبي حجرې چې د ژبې د زده کړې او د حافظې او تفکر دندې لري، په خپلو کې سره چېنلونو جوړوي.
ماشومه چې په خبرو راغله، هره شپه یې د کیسو په لوستلو سره ویده کړئ. د ماشومې په خوا کې وغځېږئ، په ځان پورې یې جوخته ونیسئ او د هغې له عمر سره متناسبه کیسه ورته ولولئ. دې سره ماشومې ته دغه احساس ور پیدا کېږي، چې درباندې ګرانه ده، د امنیت او خوندیتوب احساس کوي او ورسره له کتاب او لوستلو سره روږدې کېږي.
ماشوم چې د لیک لوست شو نو داسې کتابونه ورته واخلئ چې پخپله یې ولولي. نن سبا په پښتو کې هم د هر عمر ماشومانو لپاره ځانګړي کتابونه شته چې ځینې یې په انلاین کتابتونونو کې وړیا دي. که په کور کې د کتابونو المارۍ ولرئ او د ماشومانو لپاره کتابونه هم په کې وي، نو دوی یې لوستلو ته هڅېږي.
ماشومان زموږ پېښې کوي. زما بچي چې د مکتب په ابتدايي دوره کې وو، یوه ورځ مې مېرمنې راته وويل: «ته چې په كور كې نه يې، هلكان سبق نه وايي.» جمعه په كور كې وم. هلكانو ته مې په خوله ونه ويل چې درس ووايئ. پخپله مې له المارۍ نه يو كتاب را واخيست او په لوستلو يې لګيا شوم. كتل مې چې زامنو مې هم هر يو خپل كتاب را اخيستى، د كوټې په يوه كونج كې ناست دى او سبق وايي. مېرمنې ته مې وويل: «وګوره! كه ته هم هره ورځ يو كتاب يا مجله ولولې؛ نو زامن به دې هم ستا پېښې كوي.»

په ګډه لوستل د ټولو لپاره ښه ده. څو کاله مخکې چې په کابل کې به د برېښنا پرچاوي زیاته وه، ما له خپلې مېرمنې او اولادونو سره هره شپه په ګډه کیسې لوستلې. د «زرو هېندارو کور» به مو را واخیست، هر چا به په وار سره یوه یوه کیسه ولوسته او نورو به ورته غوږ نیوه. د هرې کیسې په پای کې به مو پرې بحث کاوه او هر چا خپل نظر وایه. له دې سره د ټولو وخت ښه تېرېده او یو بل ته مو ځانونه نږدې احساسول.
کتاب لوستل په یوه فعال عمل بدل کړئ. کله چې ماشومانو ته کتاب لولئ او یا یې دوی پخپله لولي، د ماشوم ذهن ورسره ښکېل کړې. د کتاب د عنوان او پوښتۍ په اړه ورسره خبرې وکړئ او دوی وغږوئ. مثلاً داسې:
– د کتاب عنوان دی، دوې ښې ملګرې او په دې تصویر کې څه وینو؟
– یوه هیلۍ ده، یوه یږه.
– ښه نو تا کله یږه لیدلې ده؟
– هو. ژوبڼ ته چې تللي وو، هلته مو لیدلې وه/ په کارتوني فلم کې مې لیدلې/ په ټلویزیون کې مې لیدلې.
– او هیلۍ څنګه؟
– هیلۍ مې هم لیدلې ده.
– نو ته په کې څه وایې؟ یږه او هیلۍ به سره ښې ملګرې وي؟
همدارنګه ماشومان وهڅوئ چې د کتاب د عنوان او تصویر له مخې وړاندوینه وکړي چې د کیسې موضوع به څه وي. د لوستلو پر مهال ځای ځای تم شئ او ماشومان وپوښتئ چې «ښه نو، تر دې وروسته به څه کېږي؟» د ماشوم نظر واورئ او خپله وړاندوینه هم ووایئ. بیا لوستل وغځوئ او وګورئ چې وړاندوینې مو سمې وې، که ناسمې.
د لوستلو پر مهال د ماشوم منطقي استدلال او تنقیدي تفکر ورزوئ. د کیسې د لوستلو پر مهال د کرکټرونو پر اعمالو او خبرو بحث وکړئ. ماشومان وپوښتئ: ستا په نظر د یږې دغه کار څنګه و؟ هغوی چې ځواب درکړ، بیا پوښتنه وکړئ: ولې داسې فکر کوئ؟ ویې هڅوئ چې د خپلې خبرې لپاره استدلال وکړي. یا یې وپوښتئ: که ته د دې کرکټر پر ځای وای، څه به دې کول؟

د ماشومانو تخیل ته پام په کار دی. کله کله له ماشومانو وغواړئ چې یوازې د کتاب تصویرونه دې وګوري او کیسه دې پخپله ورته جوړه کړي. یا دا چې د کیسې تر لوستلو وروسته ماشومان وهڅوئ چې پر هماغه موضوع دې پخپله بله کیسه جوړه کړي. داسې هم کېدای شي چې ماشومان دې د کیسې ځینې برخې بدلې کړي.
د کتابونو په اړه خبرې وکړئ. کله چې یو کتاب لولئ، خپلو ماشومانو ته یې کیسه وکړئ چې مثلاً «نن مې دغه کتاب ولوست؛ د کتاب دې خبرې حیران کړم؛ له دې مطلبه مې یې خوند واخیست؛ دغه معلومات یې راته نوي وو؛…» ان کله چې د یوه کتاب په باره کې له خپلو ملګرو سره په ټیلفون خبرې کوئ، دا ماشومان د کتاب او لوستلو په اهمیت پوهوي. همدارنګه د کتاب د لیکوال او انځورګر په اړه ماشومانو ته معلومات ورکړئ. مثلاً: «دغه کتاب نعیمې غني لیکلی دی. هغه چې شپږم ټولګي کې وه، له ښوونځي پاتې شوه ځکه چې په کابل کې جنګ و او د دې کورنۍ کلي ته کډه شوه. په کلي کې ښوونځی نه و. خو هغې به چې هر چېرته کتابونه، مجلې او اخبارونه وموندل، وبه یې لوستل. وضعیت چې سم شو، نیعمې ښوونځی بېرته شروع کړ او په درسونو کې ځکه تکړه وه چې په کور کې به یې هر وخت مطالعه کوله. وروسته یې پوهنتون تمام کړ او د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکې شوه. اوس هغه ماشومانو ته ځکه کیسې لیکي چې ماشومانو یې له لوستلو خوند واخلي. راځئ چې په انټرنټ کې یې نور کتابونه هم وګورو.»
کتاب په خپل ورځني ژوند کې ښکېل کړئ. ماشومانو ته دغه احساس ورکړئ چې کتابونه مهم دي او په عملي ژوند کې مو په کارېږي. مثلاً د یوه نوي خواړه د پخولو طریقه مو په مجله کې لوستې ده. ماشومانو ته ووایئ: «نن مې په دې مجله کې د سبو د پخولو نوې طریقه ولوسته. راځئ چې نن سابه همدغسې پاخه کړو.» یا کله چې د کومې ستونزې حل په کتاب کې پیدا کوئ، ماشومانو ته یې کیسه تېره کړئ. همدارنګه جالب او هېښوونکي معلومات چې لولئ، له ماشومانو سره یې شریک کړي چې دغه معلومات مې په دې کتاب کې پيدا کړل. د کیسې په کتاب کې چې کوم کرکټرونه دي، د هغوی رول ولوبوي. څه مو چې په کیسه کې لوستي دي، له ماشومانو سره یې تمثیل کړئ. دې نه به خوندورې لوبې جوړې شي.
ماشومان درسره کتابپلورنځیو او کتابتونونو ته بوځئ. وخت نا وخته ماشومان کتابپلورنځیو ته بوځئ او پرېږدئ چې د خپلې خوښې کتاب پخپله انتخاب کړي. دغه کار له انلاین کتابتونونو سره هم کولی شئ. نن سبا د پښتو کتابونو ځینې انلاین کتابتونونو شته چې د ماشومانو لپاره هم ښه کتابونه لري. سایټ خلاص کړئ او ماشومانو ته ووایئ چې یو یو کتاب دې خوښ کړي. کتابونه ورته ډانلوډ کړئ او اجازه ورکړئ چې ستاسو په کمپیوټر یا موبایل یې ولولي یا یې ورسره په ګډه ولولئ.
پای
– اکسون مجله ولې ولولو!؟
– ځکه د کتاب لوست لارچارې څرګندوي
– د مطالعې اړوند ستونزې را حل کوي
– د کتاب په اړه غوره معلومات وړاندې کوي
– نوی فکر راکوي
– په لوست یې انګېزه پیدا کوو
– یوه ښه مشاوره ده.
mohib.zegham@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.