کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، د افغانستان پخواني ولسمشر، ځینو سیاستوالو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د کرکټ یو شمېر مشهورو لوبغاړو د ولسي او حماسي شاعر مطیعالله تراب پر ناڅاپي مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه مرګ یې د هېواد د ادبي ټولنې لپاره ستره ضایعه بللې ده.
د افغانستان وتلی حماسي شاعر مطیعالله تراب تېره شپه د زړه د حملې له امله وفات شو او نن به په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د ولسي شاعر مطیعالله تراب وفات سخت متأثره کړو، له الله تعالی څخه نوموړي ته جنتالفردوس، کورنۍ او خپلوانو ته یې جمیل صبر غواړو.»
د اسلامي امارت بل لوړپوړي چارواکي انس حقاني هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «مطیعالله تُراب هغه ولسي شاعر و چې د ټولنې په متن کې و او شعر یې د ولس د شعور، وجدان، هیلو او قضاوت لوړ غږ و.»
هغه زیاته کړې، که څه هم مرګ د نوي ژوند پیل دی، خو د ځینو کسانو مړینه په ټولنه کې تشه رامنځته کوي، الله (ج) دې د هغه ګور رڼا او ابدي سفر ورته اسانه کړي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ لیکلي: «په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان وتلی، ولسي او ملي شاعر مطیعالله تراب له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.»
نوموړي زیاته کړې، انسان له خاورې دی او بېرته خاورې ته ورګرځي، خو داسې شخصیتونه چې د قلم، ژبې او فکر له لارې یې ولس ته خوښي، مینه، غیرت او بیداري ورکړې وي، هغه نه مري.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، په ډېرې خواشینۍ سره خبر شو چې د هېواد خوږژبی ولسي شاعر مطیعالله تراب په حق رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې، ارواښاد مطیعالله تراب د هېواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانول او د وطندوستۍ او یووالي پیغام به یې همېش په خپلو اشعارو تر خلکو رساوه.
نوموړي ویلي: «د خپلې ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب د ارواښاد مطیعالله تراب کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی څښتن تعالی له درباره خدای بښلي ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم.»
په تېر حکومت کې د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار په خپله اېکسپاڼه لیکلي، ارواښاد تراب د لوی افغانستان ارمانجن، یو باجرئته، شجاع، ولسي او حماسي شاعر و؛ هغه په پښتو ادب او فرهنګ کې یو داسې نوم پرېښود چې هېر به نه شي، شعرونه به یې د راتلونکو نسلونو په زړونو او ذهنونو کې د ویښتابه انګازې کوي.
نوموړي لیکلي، هغه تل د خپل وطن او قام درد په ډېر جرئت او ډېرو روانو، ساده او ولسي الفاظو بیاناوه؛ تراب د شعر داسې ژبه درلوده چې د مظلوم فریاد یې د ظالم پر وړاندې زړورتیا بیاناوه، یو تاریخي، نه تسلیمېدونکی او نه تکرارېدونکی شخصیت و.
د پوهنتون استاد اسمعیل یون پر خپله فېسبوکپاڼه د تراب په اړه لیکلي، نه یوازې زما، بلکې د هر ملتپال او هېوادپال افغان په زړه کې چې څه ګرځېدل، هغه ده په خپله جادوګره ژبه بیانول؛ کلام یې له داسې هنر او داسې جوهره ډک و چې عوام پرې هم پوهېدل او خواص هم، ځوانان هم پرې پوهېدل، ماشومان او بوډاګان هم.
هغه وايي چې عامو خلکو یې هم له شعره خوند اخیست او دیني علماوو هم، ادیبانو یې هم شعر خوښاوه او د بېلابېلو ذوقونو خاوندانو هم.
تراب یو کمپیدا غمی و خو په داسې وخت کې زموږ د ټولنې له ګوتمۍ ولوېد چې لا ډېر کلونه ورته زموږ د خلکو ضرورت و، ډېر وخت په کار دی چې کومه پښتنه مور کېني او بیا د خپلې مینې په زانګو کې د تراب په څېر بچی وزنګوي.
دغه راز ادیب او لیکوال عبدالغفور لېوال لیلکي: «ارواښاد مطیعالله تراب ولسي شاعر و، د ولس په ژبه یې د ولس غوښتنې په رسا غږ او ځانګړي انداز بیانولې، د ده د شعر لوستلو سبک ولولهپاروونکی و او تر پایه د لرو برو پښتنو د ملي پیوستون له فکر څخه وانهوښت.»
هغه زیاته کړې چې د پښتونژغورنې د غورځنګ د دغه پیاوړي ژبور سپاهي اروا دې ښاد وي.
د کوزې پښتونخوا سندرغاړي کرنخان لیکلي: «مطیعالله تراب هم له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې، څه د کمال حافظه الله ورکړې وه – انداز يې بېخي ځانګړی و، د نظم د ویلو یې خپل انداز و، خواخوږو، ملګرو، مینهوالو او کورنۍ ته يې صبر غواړم، ټولو پښتنو ته تسلیت وایم .»
دغه راز، د یادې سیمې ستاستوال محسن داوړ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د ملي غرور نامتو حماسي شاعر، د ولس راپورتهکوونکی ولسي دروند غږ، د پښتو ژبې روښانه لمر، د لر او بر افغان ملت د زړونو او دردونو ټکور مطیعالله تراب حق ته ساه ورکړه.
هغه زیاته کړې، ملي جمهوري غورځنګ د خدای بښلي کورنۍ ته صبر جميل او مرحوم ته جنتونه غواړي.
منظور پشتین لیکلي، د لر او بر پښتون افغان ولس د مینې، احساس او قربانۍ خوږژبې شاعر مطیعالله تراب له بده مرغه د زړه د حملې له امله له دې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې.
هغه زیاته کړې: «د ملي وحدت ارمانجن تراب په خپل ژوند کې ملي وحدت ونه لیده او د لر او بر د وطن اوسنیو حالاتو له امله د تراب د مرګ وصیت چې د یو نظم په بڼه یې ویلی و، پوره کېدل هم مشکل ښکاري، د تراب غم زموږ لپاره ډېر دروند دی، الله تعالی دې مطیعالله تراب ته د خپل جنت تر ټولو لوړ مقام ورکړي.»
د کرکټ ملي لوبډلې د شلاوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان، محمدنبي، رحمنالله ګربز او یو شمېر نورو لوبغاړو هم د تراب په مړینه خواشینې ښودلې ده.
سربېره پر دې، یو شمېر نورو حکومتي چارواکو، پخوانیو سیاستوالو او فرهنګي شخصیتونو هم د مطیعالله تراب مړینه یوه ستره ضایعه بللې او کورنۍ ته یې د صبر دعا کړې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.