يو ياغي باغي ولسي شاعر

حنیف حیران

208

په ۲۰۰۸م کال کې په پکتيا کې د نښتر مشاعره وه، زه پخوا هم له ارواښاد تراب صاحب سره بلد وم، مګر په دې ورځ يې چې کوم نظم واوراوه، د ټولو ګډونوالو توجه يې ورجلب کړه.
داسې څوک شته چې له راغليو نه پوښتنه وکړي؟
چې دوی موږ ساتي که په مونږه باندې ځان ساتي…..
دې باغي او سپين نظم خلک هيښ پاتې کړل، هغه وخت به ډېر خوله په خوله کېده. د نظم مشهورېدلو بله وجه دا وه چې هغه وخت به خارجيانو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولې او بې ګناه ولس به يې واژه.
که دا او دې ته ورته نظمونه بل چا ليکلي او ويلي وای، ممکن د خلکو دومره نه وای خوښ شوي؛ نو ولې د تراب صاحب له خولې د خلکو خوښېدل؟ ځکه چې د هغه جراره، درانده او ځانګړي غږ او سټايل د خلکو توجه جلبوله. د هغه د شعر ويلو طرز او انداز بيخي ځانګړی و. يو خو چې څوک د کاغذ له مخې شعر يا مقاله وايي؛ نو د ليدونکو او ليکوال تر منځ همدا کاغذ پرده وي، توجه نشي جلبولی. تراب صاحب خپل ټول شعرونه ياد کړي وو، اوږده اوږده نظمونه به يې په يوه ساه وويل.
د اکثره شاعرانو لپاره د خپل شعر يادول ګران وي، ممکن د نورو شاعري يې حافظه کې ښه پاتې شي؛ يا به ممکن يوازې زه داسې وم.
تراب صاحب زما نږدې ملګری پاتې شوی دی. ما يې اکثر د شعاري شعر مخالفت کړی دی، سره خپه شوي يو؛ خو ما تل دا خبره هم کړې ده، چې يو څوک دې داسې هم وي، چې داسې شعاري او ولسي شاعري وکړي؛ لکه تراب صاحب، چې د ولس نبضونه ونيسي. مګر دا چې هر ځوان راپورته کيږي او ړوند تقليد يې کوي؛ دا هسې کار دی، ځکه چې هر څوک تراب نه شي کېدی.
يو وخت خوست ته ورغلم، ناروغ و، ډېرې کيسې يې راته وکړې، ويل يې:
الکه ډاکټره کاش مخکې راغلی وای، زه خو ستا په ليدو جوړ شوم…
يوه ورځ يې راته ويل چې هيواد مل صاحب زنګ راوکړ چې رييس صاحب غوښتی يې، ما ويل چې کوم رييس صاحب؟ ويل يې کرزي صاحب. زړه مې پښو ته ولوېد، چې دا ځل لکه پوخ پکې راګېر شوې. ويل مې خير خو دی څه ګنا مې کړې ده؟ هيوادمل صاحب وخندل، ويل يې هيڅ خبره نه شته. ته راشه.
کرل رېبل مې چې اوس به مې څه حال وي، ځکه چې دې وختونو کې مې کرزي صاحب پسې نظم ليکلی و، پوهېدم چې هغه راته غوسه دی.
ارګ ته ورغلم، هيواد مل صاحب تر لږ انتظار وروسته مخامخ ورته کېنولم؛ مګر کرزي صاحب له حده زياته مينه راکړه. ويل يې هغه نظم راته ووايه چې ما پسې دې ليکلی دی. ما ورته کړل چې بس وه دومره خطا چې تاسې پسې مې نظم وليکه؛ اوس يې مخامخ په کومو سترګو درته ووايم؛ وايي هغوی وخندل او جراءت يې راکړ چې نظم ورته ووايم، همداسې يې پرله پسې نهه نظمونه رانه واورېدل، نږدې دوه ساعته سره ناست وو. په پای کې يې راته وويل:
ــ موږ دې شعر په ښه فال نيسو؛ خو په خارجيانو پسې شعرونه مه ليکه، مشکل درته جوړ نه کړي.
دا يې هم وويل که دربار کې پاتې کېږې، د ارګ دروازې دې پر مخ خلاصې دي. ويل مې چې نه دا کار نه رانه کيږي. په راوتو کې يې سکتر پنځوس زره افغانۍ راکړې. ويل مې دا د چيشي پيسې دي، د نظمونو چې ما واورول؟ وې خندل چې ناا دا ستاسې سفر خرڅ دی.
يو وخت په هرات کې مشاعره وه، تراب صاحب، رفېع صاحب، صميم صاحب، کاروان صاحب، شرر ساپی، فيض محمد ځلاند، ډاکټر درمل او نور ډېر شاعران په الوتکه کې هرات ته تلو، د کابل په هوايي ډګر کې د دومره لويو هستيو تر منځ خلک له تراب صاحب راتاو شول، غېږې او عکسونه دي، سړی يې منځ کې ورک دی. نه چا له کاروان صاحب سره عکس واخيست، نه له رفېع صاحب او نه له صميم صاحب. ډاکټر درمل ته مې ويل چې زه او ته هم ځانته شاعران وايو. شاعر داسې وي. هغه راته خندل.
موږ ترې په تلو وو؛ مګر تراب صاحب د خلکو هجوم کې ګېر و، اخر يې په منډه ځان ترې راخلاص کړ.
الوتکې ته چې پورته شوو، يوې خدمتګارې تراب صاحب وپېژاند، په ډېره مينه يې تر خپلې څوکۍ بدرګه کړ.
مانا دا چې د تراب صاحب شهرت له حده اوښتی و، يوه وجه يې ممکنه د ولس په ژبه د ستونزو شعر کول وي، چې دا کار ممکن هر شاعر ونکړي.
يو دوه کاله وړاندې د شمشاد تلوېزون د ادبي خپرونو مسوول راته وويل چې د نوي کال لپاره مشاعره جوړوو، د تراب صاحب شمېره که راکړئ او مخکې ورته تاسې زنګ وکړئ چې زموږ بلنه ومني، ما ورته کړل چې هغه اوس خلکو يو څه بد اموخته کړی دی، چې د جېب خرچه او موټر کرايه ورنکړې، فکر نه کوم چې له خوسته دې کابل ته راشي. ويل يې مشکل نشته؛ خو پنځه زره پيسې به وي وربه يې کړو. زنګ مې ورته وکړ، په مينه يې وويل چې ستاسې لپاره هم ورځم؛ خو تا ته پته ده چې د همدې مشاعرو له لاسه رانه دوکانداري پاتې ده، ما پسې د بچو د ډوډۍ غم هم شته. ويل مې سمه ده يو شی به درکړي؛ خو کله چې دوی زنګ ورته کړی و، د تراب صاحب تقاضا بيخي لوړه وه، بيا نو سره جوړ نه وو راغلي.
په ژوندون تلوېزون کې مشاعره وه، ډېر لوی لوی شاعران يې راغوښتي وو، کاروان صاحب او تراب صاحب هم وو. شاعرانو به شعرونه ويل؛ يو وخت د شپې خلک تنګ شول، کرار کرار به له مشاعرې وتل، وياند غوښتل چې مشاعره کم رنګه نه شي؛ نو يې کاروان صاحب دريځ ته راوغوښت؛ مګر ګډونوالو چندان بدرګه نکړه. وياند اړ شو چې خلکو ته ووايي: ستاسې لپاره مو تراب صاحب راوستی دی، د مشاعرې نظم مه خرابوئ، وروسته به هغوی درته خپل نظم ووايي، چغې نارې شوې او خلک بېرته راوګرځېدل، رښتيا هم کله چې تراب صاحب شعر ويلو ته پورته شو؛ خلکو يې هر بيت په چغو بدرګه کاوه.
په دوبۍ کې مې د سندرغاړو د کنسرت اورېدلي و، چې زرګونه مساپر به پرې راټول وو؛ خو په لومړي ځل مې واورېدل چې يو مساپر له دې ځايه تراب صاحب دوبۍ ته بللی و او هلته يې ورته له کنسرت سره يو ځای مشاعره جوړه کړې وه او خلکو ښه نازولی هم و.
په وروستيو کې يې د نارنج ګل په مشاعره کې د حاکم نظام مشر ته سپينې ويلې وې، چې له امله يې په لويو مشاعرو بنديز ولګېده. له داسې بغاوته ښکاري چې تراب صاحب څومره بې پرواه او ياغي باغي شاعر و.
لنډه دا چې ارواښاد تراب صاحب زموږ د ولس ترجمان شاعر و، درېغه چې که بيا بل داسې خواخوږی، سپين ګويه، جرار او د خوږې حنجرې لرونکی شاعر پيدا کړو.
يادونه:
په وروستيو کې د زړه حملې زياتې شوې دي، د فشار، شکر، وينې غوړ او قلبي ناروغيو ته خاموشه قاتل silent killer هم وايي. ګورو چې نن سبا کې د تراب صاحب په ګډون يې ډېرې هستۍ راځنې واخيستې. زما ټولو ملګرو ته توصيه ده چې تر هر څه خپل ځان او صحت مهم دی. که زه او ته يو؛ نو زموږ کورنۍ به هم وي، ملګري او هېواد هم. که مو ځانته پام نه وي؛ نو دا يو شی به هم نه وي. ښه خبره دا ده چې د چا عمر له څلوېښتو کلونو واوړي، وخت په وخت دې د يادو ناروغيو ټېسټونه او معاينه خامخا وکړي؛ ځکه چې دا ناروغۍ په اعتبار کې سړی وهي.
خدای پاک دې تراب صاحب وبخښي. شاعرانه اروا يې د جنتونو مرغۍ شه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.