مبتدا که فاعل؟

ليکوال:پوهنمل عبداالعظيم ديقمل

212

لنډيز:
په دې ليکنه کې د مبتدا او فاعل په تړاو چې تېرو څېړنو کې کوم نيمګړي تعريفونه او متنونه وړاندې شوي وو، هغه بشپړ شوي دي. ددې تر څنګ ورته ګړنۍ ژبه کې ژوندۍ بېلګې موندل شوې دي.
مبتدا او فاعل دواړه بېل پښوييز جاجونه او توکونه دي چې هر يو يې د کارونې خپل ځای لري. د دغې څېړنې سرليک هم له همدې (مبتدا که فاعل ؟) ټاکل شوی چې دوديز ټولمنلی ځای يې دی. دا چې هره او ځينې غونډلې بيخي فاعل نه لري او هرې غونډلې کې مبتدا اړينه ده خو په ډېرو ګرامري اثارو کې مبتدا او فاعل يو د بل هممانيز ګڼل شوي دي.په لنډه توګه ويلای شو چې مبتدا د غونډلې بنسټيزه برخه او فاعل يې بنسټ نه شو ګڼلای.
دغه څېړنه چې په سريزه پيل شوې د موضوع ارزښت، پوښتنې او مېتود ته پکې هم ځای ورکړل شوی دی. ال متن کې مبتدا، فاعل او غونډلو کې د دواړو پر اړتيا خبرې شوې دي. د اخځونو د نوملړ مخکې د څېړل شوې موضوع پايله هم شته.
کليدي کلمې: مبتدا، فاعل او غونډله
سريزه
ډېری وخت ځينې څېړونکي هڅه کوي چې خپله ژبه د نورو ژبو له ګوټپيره وڅېړي او داسې وښيي چې ګواکې ډېر زيار ګالي او د يو لوړ ادبي چوپړ په ډول يې د مخبېلګې په توګه خپلو څانګيزو ملګرو او مينهوالو ته وړاندې کوي. که څه هم تر يوه بريده دغه کړنه د ستاينې ده خو ورسره په څنګ کې ستونزې هم را زېږوي.
که چېرته يو څېړونکی يا ژبپوه وغواړي چې پر پښتو ژبې د دري ژبې قاعدې پلي کړي دا به يې د پښتو ژبې سره د خدمت پر ځای خيانت کړی وي. ولې که چېرې د ژبې په اړه تيوريک مواد خپلې ژبې ته راوړي او لوستونکيو ته يې مخ ته کېږدي نو دا به ورته خدمت او پر مختګ وګرځي. دا هم کله – کله پېښېږي چې يوه ژبپوهنيزه نومونه په يوه ژبه کې يو مفهوم لري او په بله ژبه کې هغه مفهوم پوره نه څرګندوي. د بېلګې په توګه د انګليسي (subject) په پښتو او ځينې نورو ژبو کې د انګليسي په پرتله لږ جاج څرګند کړي. که په پښتو کې دغه فاعل يا کړند را وژباړو نو بيا داسې غونډلې هم لرو چې فاعل نه لري، نو دغه چاره په پښتو ژبه کې نيمګړې شوه. موخه داده چې داسې نومونې کې د نورو ژبو څخه را واخلو بايد د خپلې ژبې د طبعيت سره يې برابرې کړو.
همدارنګه که خبر او فعل يو ګڼو داهم ورته پوښتنې راپيداکوي.
دغه وړه څېړنيزه ليکنه چې سرليک يې (مبتدا که فاعل؟) ټاکل شوی دی،په څرګندو ټکيو کې د فاعل ،مبتدا او په غونډلو کې يې شتون او نه شتون په ګوته کوي. داچې کوم يې د غونډلې له پاره اړين دی او له کوم يوه پرته هم غونډله جوړېدلای شي، په نښه کوي.
د موضوع ارزښت
دغه موضوع يوه نوې موضوع ده ډېری وخت په پوهنتونونو او د پوهنتونونو له سويې ښکته په ښوونځيو او نورو ژبنيو ښوونيزو مرکزونو کې هم د ښوونکيو او زده کوونکيو تر منځ اوړي را اوړي خو څوک يې په توپير او بېلتون سر نه خوږوي.
دغه موضوع د ګرامر په برخه کې دومره ارزښتمنه ده چې له دې پرته څوک نه شي کولای د ژبې په پيلنيو خبرو پوه شي، ځکه غونډله کې دوې بنسټيزې برخې دي چې له هغې څخه يوه يې ((مبتدا)) ده. داچې مبتدا څوک مسنداليه، څوک فاعل او څوک ايښی بولي ، اړينه ده چې دغه نومونې لوستونکيو او مينه والو ته څرګندې او روښانه شي.
بيا هم په ټينګار سره يادونه کوم چې ددغې برخې څرګندول او سپړل د ژبې زده کوونکيو له پاره ډېر اړين دي.دا بايد له ياده ونه باسو چې پر دغه نوم او موخه ياده موضوع څېړل شوې نه ده.
د څېړنې موخې
د مبتدا او فاعل بېلول.
په ګرامري اثارو کې د اړونده موضوع کره کتنه کول.
د څېړنې پوښتنې
مبتدا څه ته وايي؟
مبتدا او فاعل سره توپير لري که نه؟
په دې تړاو د ګرامري اثارو څرګندونې څه دي؟
غونډلې ته فاعل اړين دی که مبتدا؟
د څېړنې مېتود
ددغې څېړنې مېتود تشريحي دی او په تشريحي کې د تېرو څېړنو مقابلوي او کره کتنيز جاج اخيستل شوی دی. د څېړنې بڼه کتابتوني او د بېلګو ټاکنه په ورځني ژوند کې د وګړيو د مخامخ خبرو څخه ګټه اخيستل شوې ده.

د موضوع شاليد
د مبتدا او فاعل په اړه ډېرې ليکنې شوې چې د هر ګرامري اثر پاڼې اړوئ دغه موضوع به پکې څېړل شوې وي خو په دغې موخه او مفهوم چا نه ده څېړلې.
ال متن
مبتدا او فاعل
تر ډېره چې په ګرامري اثارو کې ليدل کېږي د غونډلې دغه برخه يې په ((مبتدا، مسنداليه، فاعل، ايښی او subject)) ډول ښودلې ده. دغه نومونې په ترتيب سره لومړۍ درې يې عربي دي ،څلورمه يې پښتو او پېنځمه يې انګليسي ده چې همدغه نومونه په دري کې ((نهاد)) نومول شوې ده.دا چې نومونې هر ډول دي وي به ګورو چې دغه نومونې د کومو ژبپوهنيزو يا ګرامري جاجونو له پاره په کار وړل شوې دي. اړ يو چې په دې پسې د ګرامري اثارو پاڼې ولټوو:
جمله يا غونډله او يا هم په ډېر څانګيز او په ځانګړي ډول اوډله (تګميم) چې د غونډله پوهې بنسټ دی. درې لويې برخې لري چې عبارت له مبتدا او خبر څخه دي. دغه بڼې کېدای شي د بڼې او معنی له مخې بېلابېل جوړښتونه غوره کړي خو ال يې پر خپل ځای پاتې کېږي او هېڅ ډول بدلون نه مني.
کله کله داسې هم کېږي چې يو مفهوم ته بېلابېل نومونه د بېلابېلو ژبو له ادرسه وکارول شي خو د دغې کارونې موخه به دا نه وي چې ګواکې مانيز او څانګيز ونجونه دې هم ومني. ډېری وخت داسې هم کېږي چې په يوه ژبه کې يو شکل د يو مفهوم له پاره کارول کېږي او په بله ژبه کې د ياد شکل ژباړه هماغه جاج نه شي څرګندولای. دا او دې ته ورته سکالووې بايد په ځيرتيا او پام سره وکارول شي ، هسې نه چې پوهنيزو ګډوډيو سره مخ شو.
مبتدا او فاعل چې مخکې هم يادونه وشوه نورې نومونې هم لري چې بيايې څرګندول نه غواړم . د مبتدا يو پېژند چې په بېلګه ييزو غونډلو راپيل شوی دی ،يوه غونډله يې په دې ډول ده:
د پلوشې ورورله کندهار څخه ميمونې ته يوه ښکلې لمنه راوړې.
په پورته غونډله کې ((د پلوشې ورور)) لومړی عنر / فاعل يا مسنداليه دی.(خوېشکی :۱۳۹۵ل)
په يو بل پېژند کې بيا ( مبتدا، مسنداليه، فاعل ،subject ) په ګرامري توګه د غونډلې يوه خپلواکه او مستقله معنی لرونکې برخه ګڼل کېږي. په جمله کې د هغه په باب خبر ورکول کېږي. يا په بله وينا مسنداليه هغه برخه ده چې د هغې په نسبت څه ويل کېږي يعنې د يو حکم نسبت ورته کېږي. د څوک ، چا، څه پوښتنو ته ځواب ورکوي. په پښتو ژبه کې مسنداليه (فاعل) په خپلواکه توګه د جملې يوه الي برخه جوړوي. په دغې برخې کې د کلام د ټولو اجزاوو څخه د ( فاعل، مسنداليه) په توګه راځي. (زېور: ۱۳۸۸ل)
پر دې سربېره د مبتدا او فاعل په اړه نورې څرګندونې هم لرو چې پر دې ډول دي: مسنداليه هغه کليمه ده چې د يو کار او حکم نسبت ورته کېږي.(رښتين: ۱۳۷۲)
يا مسنداليه د جملې هغه اساسي توکی دی چې مسند ورپورې تړلی وي چې په اسمي جملو کې ورته مبتدا او په فعلي جملو کې ورته فاعل او يا د فاعل نايب وايي. (رښتين: ۱۳۷۲ل)
يا دا چې: د جملې هغه برخه چې جمله ورته حواله کېږي. (وردګ ويل: ۱۳۹۱ل )
پوهاند زيار بيا ايښی، مسنداليه يا (subject) پښتو انډول بولي او دغه د غونډلې يو لوی غونډ ګڼي خو وايي چې په يوازې توګه د ايښوني غوندې جاج نه شي پر ځای کولای او هم يې ورته د نوموال غونډ نومونه کارولې ده.نوموړي هېڅ وخت مبتدا د کړند يا فاعل سره هممانيزه نه ده ګڼلې او په دې برخه کې د فاعل يادښت بېخي نه دی کړی. (زيار:۱۳۸۴ل)
يو بل ليکوال مبتدا يا مسند اليه د جملې هغه برخه ګڼي چې په تشريح سره به يې په ذهن کې راولاړې شوې پوښتنې ته ځواب ويل کېږي او نورو پوښتنو ته زمينه برابروي. (محبوب: ۱۳۹۶ل)
داچې غواړم د مبتدا او فاعل څرګند توپيرونه وړاندې کړم نو اړ يم چې د فاعل په اړه هم يو څه را واخلم.
پوهاند رښتين فاعل په دې ډول راپېژندلی دی:
د فعلي جملې مهم توک دی چې فعل ورته څرګندېږي يا ورته منسوبېږي، فاعل کله مفرد او کله مرکب وي، لکه : زلمی راغی . د زلمي ورور وليدم (رښتين: ۱۳۷۲ل )
يا داچې: فاعل چې د يو کار د کېدو نسبت ورته کېږي. (رښتين :۱۳۷۲ل)
همدارنګه فاعل هغه شخ دی يا څيز ته وايي چې د فعل نسبت ورته شوی وي او دا فاعل کله نوم، کله ضمير او کله مدر وي. فاعل زياتره په جمله کې تر نورو اجزاوو د مخه راځي،لکه:
احمد راغی. هوښيار هلک راغی.
زه خط ليکم. ډېر هوښيار هلک راغی.
زمری تښتي. خورا ډېر هوښيار هلک راغی.
ماشوم ژاړي. دغه يو خورا ډېر هوښيار هلک راغی.
(شېرزاد:۱۳۹۵ل )
تر دې وړاندې چې د دغو څرګندونو پايله راوباسم يو بهرنی پښتو ژبپوه هربرت پنزل د (فاعل ـــ مسنداليه) په اړه وايي : ((په پښتو کې فاعل همېشه او په ښکاره ډول سره د الي حالت لرلو او له فعل سره د مطابقت د لرلو په واسطه پېژندل کېږي او نايب فاعل په غير الي ورت استعمالېږي او له فعل سره مطابقت نه لري او يوازې د ضميري ادات په مرسته پېژندل، لکه: (محمود يې وليد.) که چېرته فاعل د ظاهر له مخه نه، بلکې د معنی په اساس تجزيه شي نو کېږي چې هم د کارکوونکی وي او هم کار ورباندې واقع شوی وي ، لکه : محمود وليدل شو. نو بايد د فاعل د اطلاح په استعمال کې دې غلط فهمي ونه شي.)) ( پنزل:۱۳۸۹ل)
اوس غواړم چې د را اخيستل شويو نظرونو څېړنه وکړم او دا پکې غوره کړم چې کوم يو نظر يا پېژند ورسره اړخ لګوي.
که پورته نظرونو ته ځير شو يوه ډله يې مبتدا او فاعل يو د بل هممانيز او بله ډله مبتدا او فاعل په نسبي توګه بېل ګڼي او يو شمېر نور بيا بيخي د فاعل يادونه هم نه کوي. هغه چې مبتدا او فاعل يو ګڼي نو د هغوی له پاره لاندې بېلګې راوړل اړين دي.
لومړی خو دا بايد ووايم چې ((فاعل)) د عربي ژبې اسم فاعل دی کارکوونکي ته ويل کېږي او په پښتو ژبه کې د فاعل کوم تعريفونه شوي دي هغه هم دامفهوم افاده کوي چې د فعل نسبت ورته کېږي او دپنزل په خبره فاعل د فعل نه څرګندېږي. داچې فاعل او مبتدا هممانيز دي که نه په دې دغه غونډلې ګورو:
۱ . زه درس لولم.
۲ . لمر راوخوت.
۳ . زه کور کې يم.
۴ . زه تبې نيولی يم.
په پورته بېلګو کې ( زه او لمر) مبتداوې دي او ( درس لولم،کورکې يم،راوخوت او تبې نيولی يم)) خبرونه دي.
په (۱) غونډله کې (زه) د (۳) او (۴) غونډلو د (زه) سره توپير لري ، ځکه چې په (۱) غونډله کې کارکوونکی دی،(۳) کې موجوديت ښيي او (۴) کې ورباندې کار واقع شوی دی. همدارنګه (۲) غونډله کې (لمر) هم فاعل نه دی ځکه چې دغه پېښيز کړونه دي چې له شخ پرته د يوې کړنې د پېښېدنې څرګندونه کوي او زياتره په طبيعي پېښو، لکه: هوايي هغو اړه لري، ورېدل، غورېدل، پړکېدل، تودېدل، سړېدل، ګرمېدل، ختل اونور (زيار: ۱۳۸۴ل ). خو زموږ په ډېرو ګرامري اثارو کې ورته (مبتدا يا فاعل) کارول شوی چې په دې ليکنه کې د هغو اثارو يادونه هم شوې ده.
پورته بېلګو ته په پام هرې مبتدا ته فاعل نه شو ويلای او نه هر فاعل مبتدا ګڼلای شو. ځکه (۱) غونډله کې (زه) مبتدا ده چې فاعل هم دی خو (۳) او (۴) (زه) مبتدا ده خو فاعل نه دی.همدارنګه (۲) غونډله کې (لمر) هم فاعل نه دی خو مبتدا ده.
اړينه ده چې يادو شويو تعريفونو ته د نقد په سترګه وګورم:
په ((پښتو نحوه)) نومي کتاب کې ډاکټرې زرغونې رښتين زېور (مبتدا، فاعل، مسنداليه او subject) هغه سرليک دی چې مبتدا يې ورلاندې تشريح کړې ده. نوموړې دغه نومونې پر يو جاج منلې دي چې دغه پېژند يې ددغو غونډلو سره بشپړ په ټکر کې دی.
زه قلم لرم. ، ماسره پيسې شته دي. ، د خلکو سره مرسته په کار ده. ، پښتو مرکه جوړه شوه. ، واده درې شپې دی. ،دغه هلک څوک دی؟ ، احمد دلته دی. ، زه تبې نيولای يم. ، محمود يې وليد. ، د کندهار زوړ ښار احمدشاه بابا جوړ کړ. ، احمدشاه بابا د کندهار زوړ ښار جوړ کړ.
په پورته غونډلو کې په ترتيب سره ( زه ،ماسره،دخلکوسره،پښتومرکه،واده،دغه هلک،احمد،زه،محمود،د کندهار زوړښار او احمدشاه بابا) د غونډلو مبتداوې دي خو له احمدشاه بابا پرته يو يې هم فاعل يا کارکوونکی نه دی.
که د اغلې ليکوالې ياد نظر په ټوليز ډول ومنو ، نو يا دغه غونډلې او هم د مبتدا او فاعل هممانيز ګڼل ناسم دي.څرګنده خبره ده چې غونډلې سمې دي او دغه نظر د تامل وړ دی.
بل پېژند چې پوهاند رښتين پورې اړه لري دی وايي چې مسنداليه هغه کليمه ده چې د يو کار او حکم نسبت ورته کېږي چې په اسمي غونډلو کې مبتدا او په فعلي غونډلو کې فاعل ګڼل کېږي.
په دغه پېژند کې ((مسنداليه)) کليمه ګڼل شوې چې دا په ټوله کې د منلو ځکه نه ده چې مبتدا هر وخت کليمه يا ويی نه وي بلکې ترکيبونه او غونډونه هم کېدای شي. لکه: د کندهار زوړښار ويجاړ شو. ددغې غونډلې مبتدا (( دکندهار زوړ ښار)) دی چې يوه کليمه نه ده. په همدې پېژند کې مبتدا په اسمي غونډلو کې مبتدا ګڼل شوې او په فعلي کې فاعل په نښه شوی دی چې داهم د تبرې وړ دی.
داچې دغه خبره نوره هم واضحه شي نو اړ يو چې د غونډلې پېژند وپېژنو:
غونډله د مورفيمونو هغه غونډونه دي چې بشپړ مفهوم افاده کړي چې بنسټيزې برخې يې مبتدا او خبر دي.
اوس که پورته پېژند ته ور وګرځو نو هلته په اسمي غونډلو کې مبتدا ګڼل شوې او په فعلي کې فاعل ګڼل شوی. دا په داسې حال کې ده چې فاعل د غونډلې په ځانګړنو کې اړين نه دی خو مبتدا د غونډلې اساسي برخه ده، که دغه پېژند بشپړ وګڼو نو فعلي غونډلو کې مبتدا له پامه غورځول شوې ده. کله چې مبتدا نه وي غونډله نه وي. له بله پلوه په فعلي غونډلو کې داسې مبتداوې راځي چې فاعل نه وي، لکه : احمد يې وليد. زه ډوډۍ نه خورم. ډوډۍ وخوړل شوه. کتاب مې واخيست.
دغه څلور غونډلې ټولې فعلي دي چې مبتداوې يې ( احمد، زه، ډوډۍ او کتاب ) دي خو فاعلان نه دي.ددغو لاسوندونو پر بنسټ ويلای شو چې ياد پېژند په ټولو بېلګو کې نه پلی کېږي.
ويل وردګ وايي چې مبتدا د غونډلې هغه برخه ده چې غونډله ورته حواله کېږي. غونډله يا جمله مبتدا او خبر دواړو څخه رغېدلې وي، نوموړي بايد داسې ويلای وای چې خبر ورته حواله کېږي.دا چې د غونډلې په جوړښت کې مبتدا او خبر دواړه شامل دي نو څنګه ټوله غونډله يوې مبتدا ته حواله کېږي؟ دا بيا داسې ښکاري چې مبتدا له غونډلې څخه بېل کوم توک دی.
محبوب شاه محبوب په پښتو ژبدود کې ليکي چې د مبتدا په تشريح سره په ذهن کې راولاړه شوې پوښتنه ځوابېږي او ذهن کې نورو پوښتنو ته زمينه برابرېږي. په دغه پېژند کې د الفاظو د بدلون هڅه شوې خو د نورو پوښتنو پيداکېدل پکې راته اړين نه برېښي.
اوس ددغو پېژندونو په رڼا کې مبتدا او فاعل يو له بل څخه بېلوو.

مبتدا(ايښی) څه ته وايي؟
د پورته يادو شويو تيوريو په نظر کې نيولو سره مبتدا د غونډلې هغه برخه ده چې غونډله پرې پيل شوې وي او وروسته غونډله د هغې په تړاو څرګندونې کوي چې پښتو نومونه يې ((ايښی)) دري يې ((نهاد)) او انګليسي يې ((subject)) دی.
که موږ د دري او انګليسي نومونې وګورو هلته هم مبتدا د فاعل مفهوم نه لري . د دري (نهاد) او د انګليسي (subject) که چېرته په دري کې فاعل او په انګليسي (doer) راغلی وای نو بيا به پښتو کې هم دغه نومونه يو څه د منلو وړ وای. داچې موضوع لا روښانه شي ، يو څو غونډلې بايد راواخلو:
زه قلم لرم. ، ما سره پيسې شته دي. ، زه ژړېدم. ، ما ژړل. ، ما ځان ژوبل کړ. ، د خلکو سره مرسته په کار ده. ، ليکنه سخته ده. ، لمر راوخوت. ، سليم د نعيم ورور دی. ، کتاب مې راکړه. ، ډوډۍ خوړل کېږي. او نور.
په پورته بېلګو کې (زه، ماسره، زه، ما، دخلکو سره، ليکنه، لمر، سليم، کتاب او ډوډۍ) مبتداوې دي چې ټولې يې د فاعل دندې پرمخ نه وړي.
په لنډه توګه ويلای شو چې مبتدا يا ايښی د غونډلې هغه برخه ده چې غونډله پرې شروع کېږي او په پاتې غونډله کې د هغه په اړه څرګندونې وړاندې کېږي چې له ګردان شوي فعل پرته د کلام ټول خپلواک توکي د مبتدا په توګه راتلای شي.
فاعل څه ته وايي؟
پښتو کې (کړند) دري او عربي يې فاعل او انګليسي ژباړه يې (doer) ده. داچې فاعل ښه وپېژنو نو بايد يو څو تعريفونه يې را واخلو:
پوهاند رښتين وايي چې د فعلي جملې مهم توک دی چې فعل ورته څرګندېږي يا ورته منسوبېږي. لکه: زلمی راغی. يا : د زلمي ورور زه وليدم.
يا داچې : فاعل چې د يو کار د کېدو او نه کېدو نسبت ورته کېږي.
دا سمه ده چې فاعل په فعلي غونډلو کې راځي خو ډېرې فعلي غونډلې شته چې فاعل پکې نه وي يا څرګند نه وي. لکه: زه ډوډۍ نه خورم. يا: ډوډۍ وخوړل شوه.
که فاعل کار کوونکی ګڼو نو دغو غونډلو کې داسې توک نه تر سترګو کېږي چې هغه دې کار کړی وي ، ځکه چې لومړۍ غونډله کې (زه) مبتدا ده خو کارکوونکی نه دی. په دويمه غونډله کې (ډوډۍ) مبتدا ده خو د مفعول دنده لري چې دا هم فاعل نه شي کېدای. دا چې دلته ليکوال فاعل يوازې کار کوونکی نه ګڼي بلکې فعل ورپورې تړي نو سم دی.
يو بل ليکوال فاعل د غونډلې هغه توک ګڼي چې د فعل نسبت ورته شوی وي او فاعل د نوم، ضمير او مدر څخه جوړېږي چې په غونډله کې د نورو توکو نو څخه د مخه راځي چې لاندې بېلګې يې راوړې دي.
احمد راغی. ، زه خط ليکم. ،زمری تښتي. ، ماشوم ژاړي. ، هوښيار هلک راغی. او نور (شېرزاد:۱۳۹۵ل)
په دغه پېژند کې دوه ټکي د پام وړ دي. مدر د فاعل په توګه او فاعل د غونډلې د نورو اجزاوو څخه د مخه راتلل.
لومړی داچې هېڅ مدر د فاعل په توګه نه شي راتلای او ډېرې غونډلې دي چې فاعل يې په کره توګه د غونډلې په مينځ کې راځي. لکه: زه يې وليدم. ، کتاب مې واخيست.
په دغو غونډلو کې فاعلان (يې او مې) دي خو په غونډلو کې د نورو توکونو څخه د مخه نه دي راغلي.
پورته پېژندونو ته په پام فاعل يا کړند داسې پېژندلای شو:
فاعل يا کړند په فعلي غونډلو کې يوازې او يوازې کارکوونکی دی چې په غونډله کې په سر او مينځ کې راتلای شي.لکه: زه ځم. زه ډوډۍ خورم. زه يې وليدم. کتاب مې واخيست.
هره غونډله مبتدا لري که نه؟
د دغې پوښتنې ځواب هو دی. ځکه چې له مبتدا پرته غونډله نشته ده او دا يوازې پښتو ژبه نه ده بلکې د ډېرو ژبو د غونډلو بنسټيزې برخې ايښی او ايښونی دی چې انګلېسي يې ( (subjectاو (predicate)، عربي يې (مسند او مسند اليه)، دري يې ( نهاد او ګزار ده) چې په پښتو کې دوديزې نومونې ( مبتدا او خبر) دي چې په ناسم ډول ورته فاعل او فعل هم کارول کېږي. کره پښتو نومونې ( ايښی او ايښونی) دي.
دا چې دغونډلې بنسټيزې برخې مبتدا او خبر دي نو هره غونډله بايد مبتدا ولري، د داسې غونډلې موندل ستونزمن دي چې مبتدا و نه لري.
که څوک وايي چې ( ځم) يا( لاړم) کې خو د مبتدا برخه نشته؟ د دې ځواب دا دی چې د غونډلې په بڼه ييز ډول کې( مبتدا) نه ښکاري خو په مانيز ډول يې لري او همدا رنګه د ګردان شوي فعل څخه هم ښکاري چې په دغو غونډلو کې ( زه) پټ دی.
په لنډ ډول ويلای شو چې هره غونډله مبتدا لري خو هره مبتدا فاعل نه شي کېدای چې بېلګې په ليکنه کې يادې شوې دي.
هره غونډله فاعل لري او که نه؟
د غونډلو يوه وېشنه اسمي او فعلي ده چې اسمي غونډله هېڅ فاعل نه لري او همدارنګه ځينې فعلي غونډلې هم څرګند فاعل ته نه منسوبېږي. لکه: زه دلته يم. احمد په کور کې دی. توريالی ښه سړی دی. ډوډۍ خوړل کېږي. باران ورېږي.
دغو غونډلو کې فاعل نه ښکاري نو پر دې بنسټ ويلای شو چې هرې غونډلې ته فاعل اړين نه دی خو ډېری فعلي غونډلې فاعل لري او اسمي غونډلو کې فاعل نشته وي.
مناقشه
تر دې دمه چې کوم پښوييز اثار ليکل شوي دي، ډېرو کې د مبتدا او فاعل په تړاو څرګند توپيرونه، نه دي په ګوته شوي. حال داچې په لويو سرليکونو کې يې ليکلي چې (مبتدا يا فاعل). د هغو اثارو يادونه مې هم کړې ده چې په نسبي توګه يې ياده موضوع څېړلې ده او مبتدا يې د فاعل مترادفه ګڼلې نه ده. دا څېړنه يې په دې لومړنۍ ګڼم چې تر دې وړاندې دغې موضوع ته په ګرامري اثارو د چا پام نه و ور اوښتی.
پايله
په دغه څېړنه کې د مبتدا او فاعل توپير په دې ډول څرګند شوی چې هره مبتدا فاعل نه دی او د هرې غونډلې له پاره د فاعل اړتيا هم نه شته خو له مبتدا پرته د غونډلې جوړښت ناشونی دی. مبتدا د غونډلې هغه برخه ده چې د هغه په تړاو په وروسته غونډله کې تشريح کېږي او فاعل يوازې دکارکوونکی دی.
په لنډه توګه داسې ويلای شو چې:
 فاعل دهرې جملې اړينه برخه نه ده خو مبتدا يې اساسي برخه ده.
 مبتدا کې له ګردان شوي فعل پرته دکلام ټول توکونه راتلای شي.
 فاعل له نوم او نومځري پرته بل توک نه شي راتلای.
 په يوې کره غونډله کې مبتدا تل له پاره په سر کې راځي او فاعل کېدای شي د غونډلې په نورو برخو کې هم راشي.

وړانديز
په درسي اثارو کې بايد د يادې موضوع وضاحت وشي څو په نحوه کې کې داستونزه حل شي او استادان او ښوونکي دې په تحيلي اوتعليمي بنسټونو کې نوموړې موضوع زده کوونکو ته ښه روښانه کړي.

اخځليکونه
1. پنزل، هربرت. ( ۱۳۸۹ل) د پښتو ګرامر. ( د الهام ژباړه) پېښور: دانش خپرونديه ټولنه.
2. خوېشکی، محمد ابر. (۱۳۹۵ل). پښتو معار ګرامر. کابل: جهان دانش خپرندويه ټولنه.
3. رښتين. صديق الله. ( ۱۳۷۳ل). پښتو ګرامر، ( د هاشمي ژباړه)، پېښور: يونورسټي بک ايجنسي.
4. زيار، مجاور احمد. ( ۱۳۸۴ل). پښتوپښويه. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
5. زېور، رښتين، زرغونه. ( ۱۳۸۸ل). پښتو نحوه. پېښور: د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز.
6. شېرزاد، محمد اقا. (۱۳۹۵ل). پښتو نحوه. ننګرهار: ميهن خپرندويه ټولنه.
7. محبوب، محبوب شاه. (۱۳۹۶ل). پښتو ژبدود. ننګرهار: مومند خپرندويه ټولنه.
8. ويل، وردګ، عبدالکريم. ( ۱۳۹۱ل). جمله په پښتو ژبه کې. ننګرهار: ګودر خپرندويه ټولنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.