د مثبتې روزنې اصول
د ماشوم د سالمې روزنې، ښو اړیکو او خوشاله ژوند بنسټ جوړوي. دا اصول د مینې، درناوي، همدردۍ او ښوونیزو کړنلارو پر بنسټ ولاړ دي. دلته د مثبتې روزنې څو مهم اصول درته وړاندې کوم:
مینه او اړیکه
ماشوم ته بېقیده بې شرطه مینه ورکړئ.
د هغه احساسات درک کړئ ویې منئ او ورته وخت ورکړئ.
د باور فضا رامنځته کړئ.
احترام او درناوی
ماشوم ته د انسان په توګه درناوی وکړئ، نه یوازې د ماشوم په توګه.
د ماشوم نظر واورئ او د هغه خبرې جدي وګڼئ.
سپکاوی، تحقیر او توهین مه کوئ.
ثابت اصول او حدودوټاکئ.
ښکاره اصول او حدود وټاکئ.
اصول باید د ماشوم د عمر او شرایطو مطابق وي.
له تاوتریخوالي پرته نظم راولئ.
مثبت مثال
ماشومان د کورنۍ د مشرانو عملونو ته پام کوي، نه یوازې خبرو ته.
که غواړئ ماشوم صادق، مهربان او مسؤلیتپذیر وي، نو همدغه ځانګړنې په خپل ځان کې راولئ. تاسو د ماشومانو هندارې یاست.
عاطفي اړبکه
د ماشوم احساسات درک کړئ او ورته نوم ورکړئ (لکه: ته غمجن ښکارې یا ته نن ډیر خوشاله ښکارې).
له ماشوم سره عاطفي اړیکې جوړې کړئ.
ښه اورېدونکی اوسئ
د ماشوم خبرې په پوره پاملرنه واورئ.
د ماشوم نظرونو ته ارزښت ورکړئ.
تشویق او ملاتړ
د ماشوم هڅې وستایئ، نه یوازې پایله یې
کوچني پرمختګونه هم ولمانځئ.
له مقایسې ډډه وکړئ.
تعلیم ورکوونکی انضباط
د قهر پر ځای، ماشوم ته دا وښایاست چې ولې یو کار سم هیا ناسمه پایله لري.
له ماشوم سره د ستونزې د حل لارې پیدا کړئ.
قهر او جدیت باید روزنیز هدف ولري، نه د غصې تخلیه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.