ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- ( ۲۲ برخه)

محمد داؤد مومند

288

د پیاوړی مطبوعاتی شخصیت، داکټر نبی مصداق لیکنه:

د وزیر محمد ګل بابا یادونه په دی مهال چی زموږ هیواد یو ځل بیا اشغال شوی او د پښتو او پښتونولۍ او پښتنو، ضد داخلی او خارجی عناصر او ډلی، لګیا دی توطیی او دسیسی جوړوی، خورا مهم بلل کیږی، ځکه چی وزیر بابا خپل ټول عمر د هیواد د سر لوړۍ، عزت او ولس ته د خدمت په لار کی تیر کړی و.

نن د هیواد او د پښتنو میرڅمن او د ایران ګوداګی ډلی، د مومند بابا د شخصیت په تخریب کی لکه د معدی مکروبونه په فعالیت کی دی او دا د پښتنو لوی قوم چی شمیر په افغانستان کی اتلس ملیونه او په پاکستان، مغصوبه خاوره کی، څلویښت ملیونو ته رسیږی، د سپکولو او محو کولو دسیسی جوړوی چی په تاریخی لحاظ په دی کنجاړه باندی مغلو، صفویانو، انګریزانو او روسانو هم شخوند وهلی دی.

پښتو ژبه چی مومند بابا ورته د ملی هویت او قومی موجودیت په سترګه کتل، اوږد، ژور او لرغونی تاریخ لری، د پښتو هم پړاوه ژبی لکه سغدی، پهلوی، آویستا، سان سګریت، ټولی مړی دی، خو پښتو چی ګرامر یی خورا وسیع او د پردیو ژبو د الفاظو او ټکو د قبلولو دپاره، ګرامری صلاحیت لری، نه یواځی چی ژوندۍ ژبه ده، بلکه د نن ورځی، د ورځنی ضرورتونو او مقتضیاتو لپاره هم چمتو بریښی، چی په خپل ګرامری قالب کی یی خپل کړی دی.

متفکر محمد ګل مومند په دی پوه و، خو څرنګه چی فارسی ژبه د منځنی اشیا، جنوبی اشیا، او تر بر صغیره پوری، یوه منطقوی ژبه وه، او همدا راز چی عربی د منځنی ختیځ، شمالی او مرکزی افریقا او جنوبی یوروپ لپاره منطقوی ژبه وه، نو د مختلفو ژبو ویونکو خپل آثار په دی ژبو لیکل، نو ځکه غنی ژبی ګڼل کیږی.

هاغه مهال چی مشر رضا شاه، فارسی ژبه د ایران یواځنۍ ملی او رسمی ژبه اعلان کړه، او د فارس تاریخی نوم یی په ایران واړاوه، ترڅو ځانونه په اصل او نسب کی، آریائیانو ته منسوب کړی، نو د سیمی د نورو ژبو ویونکو ته هم دا سؤال پیدا شو، چی که ایران په شوونستی توګه، دا منطقوی ژبه خپله ګنی او د آریایی توب دعوا هم لری، نو مونږه څوک یو، او زموږ ژبی کومی دی؟

ځکه تقریباْ ۹۰ کاله پخوا پښتنو هم د ایرانیانو، ترکانو، هندیانو او نورو په شان لستونی راپورته کړل چی د خپلی ژبی د علمی کولو، ودی او تعمیم دپاره خدمت وکړی.

د افغانستان په تیرسل کلن تاریخ کی، محمد ګل مومند لمړی شخصیت و، چی د پښتو ژبی د علمی کیدو، انکشاف او رسمی کیدو دپاره یی ملا وتړله او غازی نادرخان او دهغه د کورني نه یی په دی لار کی تعهد واخست، ده په خپله د پښتو ژبی ګرامر ولیکه، د لغاتو لمړی کتاب یی وکیښ او د پښتو ژبی ستوری یی د خپل وزر لاندی ونیول، څرنګه چی لوی استاد پوهاند صدیق الله رشتین وایی چی موږ د پښتو ژبی ادیبانو به د محمد ګل مومند د سیاسی، حمایت او لار ښوونی لاندی پښتو ژبی ته خدمت کاوه، او اوس پښتو ژبه یوه مکمله ژبه ده.

دا چی په پښتو ژبه کی ډیر آثار نشته، که دصفویانو د توری او تیاری دوری د پښتو ژبی او پښتنو سره د مظالمو، نه تیر شو، ځکه موږ دا کار یواځی د کال  ۱۹۲۰راپدیخوا پیل کړی او هغه هم په داسی یوه دولتی بی پختوګۍ رژیمونو کی چی مشرانو یی نه د خپلو پلرونو او نیکونو په ژبه پوهیدل او نه یی د زدکړی سره کومه مینه په زړه کی وه.

زموږ د هیواد دوه مشران په فرانسوی ژبو پوهیدل ، خود دخپل ولس سره د مرکی دپاره ترجمان ته محتاج و.

مومند بابا د بچه سقو په دوره کی، له ننګرهار نه د قومی مشرانو سره یو ځای په آس سپور، زموږ ځاخیو ته راغی، چی هلته له غازی نادرخان او غازی شاه محمود خان سره یو ځای شو.

زما پلار، چی زموږ د ځاځیو د قوم د اربکی د لشکر مشر و، د مومند بابا سره یو ځای د کابل د نیولو دپاره یوځای روان شول، چی د درو هفتو په موده کی، د کابل په ارګ وروختل او غازی نادرخان یی د افغانستان د پاچا په توګه د نورو مشرانو په حضور کی د سلطنت پر چوکۍ کیناوه.

ما د خپلی زده کړی په لړ کی، د یوه انګریز چی (ریچارد ټپر) نومیږی کتاب چی د افغانستان او ایران په قومونو یی لیکلی دی، ولوست او هغه چی په (سرپل) کی د محمد ګل خان مومند سره لیدلی و، د محمد ګل خان مومند په حقله یی لیکلی دی:«محمد ګل مومند برسیره پردی چی کلک پښتون او نیشنسلت و، خو د (نظرځیو) د وکیل پر ځای یی ازبکان پریښودل، چی خپل یو ازبک وکیل، کابل کی شوری ته ولیږی»

په سرپل کی د (نظرځیو) قام خورا رسوخ درلود او د ازبکانو سره یی تنده لاره په مخ وړه، خو بابا هغوی ورټل او هم د (دستو خیلو) پښتنو ځمکی یی نورو غیر پښتنو قامونو ته ورکړی، ځکه دغه زیرک او مدبر مشر، نه غوښتل چی د هیواد د قومونو په مینځ کی په ملک او جایداد باندی مخالفتونه را پورته شی.

زموږ د رحمن بابا ښوونځی یواځنی ښوونځی و، چی د هیواد د سرحدی سیمو شاګردان ورته راتلل، خو د وخت معارف وزیر محترم علی احمد خان پوپل، زما د مشر ورور (درمرجان مصداق) نه هیله وکړه چی ددی ښوونځی مدیریت و منی، خو د ملی او وطنپال شخصیت علی محمد خان پوپل چی په حقه د معارف پلار و، نه وروسته لنډی کشمیری عبدالمجید د معارف وزیر شو، لنډی کشمیری عبدالمجید، د پښتنو به نسبت ښه نیت ندرلود، غوښتل یی چی د رحمن بابا او خوشحال خان بابا لیسی د کابل نه اطرافو ته ولیږی.

زما مشر ورور چی د لیسی مدیر و، له هر صنف نه څو تنه خوښ کړل او هغوی ته یی وویل چی وزیر محمد کل مومند بابا ته ورشۍ او هغه د عبدالمجید د بد نیت نه خبر کړۍ.

وزیر صاحب په هغه وخت ۱۹۵۵م کال کی چی لویه جرګه روانه وه، د پادشاه په نیابت کی د لویی جرګی رئیس و، په سبا ورځ چی سردار صاحب داؤد خان له خپلی کابینی د غړو سره لویی جرګی ته راغی، محمد ګل مومند د لویی جرګی غړی د داکټرعبدالمجید د پوهنی وزیر د تعصب نه ډک بد نیت باندی خبرکړل، چی ولی باید پښتانه شاګردان، چی کابل ورته د پاریس او لندن حیثیت لری او زموږ هیواد د تمدن او پرمختګ مرکز دی، هلته درس ونه وایی؟

آیا دوی ددی ملت بچیان ندی؟

آیا د دوی پلرونو ددی هیواد د استقلال او آزادۍ دپاره وینی ندی توی کړی؟

عبدالمجید په کوم منطق غواړی پښتانه شاګردان د خپل هیواد له مرکز نه، اطراف ته واستوی؟

مرحوم سردار داؤد خان چی غالبا د جریان نه خبر نه و او حیران ښکاریده خپل سکرتر ته وویل چی نوټ واخلی.

هماغه و چی سردار صاحب عبدالمجید د پوهنی د وزارت نه ګوښی کړ او د مومند بابا له برکته د رحمن بابا لیسه ځای پرځای پاتی شوه.

تر څو رشتینی او د ایمان خاوند پښتانه او پښتو ژبه په دی جهان وی، د مومند بابا نوم به تل ژوندی پاتی وی.

تذکر: لیکنی دوام لری.

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- (۲۱مه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.