کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په هکله لنډه تبصره

شاه محمود میاخیل

306

د امریکا د متحده ایالتونو حکومتونه همیشه خپل مهم پیغامونه ځینو هیوادونو او ډلو ته د پخواني لوړ رتبه مامورینو په لاس لیږي.
په ۲۰۱۸ز کال کې د جمهور رئیس ټرامپ ادارې، د دویم بوش په دوره کې د امریکا د ملي امنیت پخوانې سلاکار، افغانستان ته ولیږه او په کابل کې یې برحاله او بیحاله ټولو مشرانو او سیاسیونو ته پیغام ورکړ چې امریکا د افغانستان نه وځي خو معلومه نه ده چې دا وتل به د شپې وي یا د ورځې.
چا باور نه کاوه او هغه مسیجونه ټولو برحاله او بیحاله مسوولینو نا دیده وګڼل. د هغه وخته همه واړه برحاله او بیحاله شاهدان دي.

کابل ته د زلمی خلیلزاد په ورتګ سره، هغه به هم خاص پیغامونه طالبانو او هم د طالبانو مخالفو مسلحو ډلو او د افغانستان ګاونډیانو ته ولري.
زما په اند، طالبانو ته به پیغام داوي چې د دوی د حکومتولې دا موجوده طریقه نه چلیږي باید مثبت تغیر رامنځته شي چې ټول افغانان په افغانستان کې د ژوند، کار او سیاست حق ولري. د ښځو په وړاندې د تعلیم او کار دروازې باید پرانیستل شي.
مسلحو مقاومتیانو او ځینو سیاسي ډلو ته چې هر چیرته غومبر وهي، پیغام دا وي چې ستاسي مخ او څټ معلوم نه دی. څوک د ایران د استخباراتو سره ګورې، څوک د پاکستان ای اس ای سره غونډې لرې او څوک مسکو کې د پوتین سره ناستې.  او یا په افغانستان کې د امریکا  د قواو د موجودیت په وخت کې ځینو د دړی په ضد، د افغانستان او ایران تر منځ د ستراتیژیک تړون لپاره هلې ځلې کولې. ټول ځانونه پیژني چې څوک یادوم.
دوی ته به پیغام دا وي چې مخکې هم مونږ درباندې غولیدلي یو او پوهیدلو چې ناست د مونږ سره وې او غومبر مو په تهران، اسلام اباد، مسکو او بیجنګ کې وهه. نورې د جنګ سندرې کار نه ورکوي.

د زلمي خلیلزاد سفر پاکستان او ایران ته به هم مهم پیغامونه ولري.
پاکستان ته شاید پیغام دا وي چې اوس مونږ ستاسي پروژې نه سپورټ کوو ځکه دوی پخپله مستقیمې اړیکې د طالبانو سره لري. که ځان مو لږ وخوځوه نو ټي ټي پي او د بلوچانو د ازادې حرکت ستاسي چاره کولې شي.
ایران ته شاید پیغام دا و چې د اتومي سلاو پروګرام مو کنسل کړې که نه د نظام چپه کیدو ته منتظر اوسي.
که دا ټول اټکلونه سم وخیژي او مثبت خواته تحول رامنځته شي، نو نوې کال به د افغانستان لپاره نوې مثبت زیرې راوړي.
که کومه خوا کله شخي وکړي، بیا خبره به د افغانانو لپاره ګلجانې، او افغانستان به د سیمې او نړیوالو رقابتونو میدان شي. خدای دې نه کړي. عاقبت به خیر

شاه محمود میاخیل د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غو ښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

د بلوڅانو مبارزه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.