د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی که د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم لار همداسې تړلې پاتې شي، د خوراکي توکو بیې به نورې هم لوړې شي.
ډبليو ایف پي په خپل تازه راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو نرخونه د تېرو اوونیو پرتله یو څه بدل شوي. د راپور له مخې، د وریژو او بورې بیې لوړې شوې، خو د افغانۍ د نسبي ثبات له امله د ځینو نورو خوراکي توکو بیې بیا ټیټې شوې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم لار د فیبرورۍ له ۲۱مې راهیسې د طالبانو د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې د پاکستاني ځواکونو له خوا تړل شوې ده.
د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله اندېښمن دي. ددې ولایت یو اوسیدونکي سر تاج ازادي راډیو ته وویل:
“له يوې خوا روژه ده، له بلې خوا هغه توکي چې له پاکستانه راځي، ګران شوي دي. موږ ته یې جدي ستونزې جوړې کړي. د سبزیجاتو او خوراکي توکو بیې لوړې شوې، بوره چې مخکې ۳۰۰ افغانۍ وه، اوس ۴۰۰ ته رسېدلې ده، سېمېنټ هم ګران شوی.”
محب الله د ننګرهار بل اوسیدونکی دی چې ورته خبره کوي:
“د یو کیلو رومیانو بیه ۱۰۰ افغانۍ شوې، نور خوراکي توکي هم ګران شوي، سون توکي هم ګران شوي، د بورې او سبزیجاتو بیې لوړې شوې دي.”
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې یو مسول خان جان الکوزی هم د تورخم د بندېدو له امله د یو شمېر توکو د بیو د لوړوالي پخلی کوي.
“دې کې هېڅ شک نشته، هغه مواد چې له پاکستانه راځي، لکه مېوه، سبزي، غوړي او وریجې، د هغوی بیې لوړې شوې او نور به هم لوړې شي. نور مواد، لکه اوړه، غنم، تېل او بوره، له شماله راوړو، خو خصوصي سکتور او خلک ټول د فشار لاندې دي. تر هغه چې حکومتونه خبرې ونه کړي او د حل لاره ونه مومي، دا ستونزه نه حلېږي. پاکستان تل فشار راولي، که نن حل شي، سبا بېرته نه حلېږي، نو افغانان باید د بدیلو لارو کار واخلي.”
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شخړو له امله تورخم دروازه د مسافرو او سوداګرو پر مخ تړل کېږي. پخوا هم څو ځله دا لار تړل شوې، چې زیان یې تر ډېره عامو خلکو ته رسېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320


Comments are closed.