زیلینسکي په سپینه ماڼۍ کي

عبدالباري جهاني

333
د فبروري پر اته ویشتمه د امریکا په سپینه ماڼۍ کي یوه داسي حادثه منځته راغله چي د امریکا په تاریخ کي یې ساری نه درلود. د یوه مظلوم هیواد اوکراین جمهورریس ولادیمیر زیلینسکی، چي د هیواد ډېره برخه یې، د روسیې د یرغلګرو د بمباریو، توغوندیو، توپونو او ټانکونو د پرله پسې حملواو ګولیو له لاسه، تباه سوې ده؛ په سپینه ماڼۍ کي د امریکا د سرزوري جمهورریس ډانلډ ټرمپ سره خبرو ته کښېنستی.
ټرمپ غوښتل چي د زیلینسکي له مظلومیت او مجبوریت څخه استفاده وکړي او پر هغه باندي داسی یوه موافقتنامه تحمیل کړي چي د امریکا او روسيې یرغلګر په ګټه او د اوکراین په تاوان وي. خو زیلینسکي له ټرمپ سره داسي په زغرده او په نره مقاومت وکړ چي خبره ناندریو ته ورسېده. ټرامپ په خپل ټول ژوند کي د داسي حریف سره مخامخ سوی نه وو او دونه یې اعصاب خراب سوه چي زیلینسکي ته یې، د مېلمه پالني او ډیپلوماسۍ د ټولو اصولو په خلاف، له سپیني ماڼۍ څخه د وتلو امر وکړ او خپلو مامورینو ته یې هدایت وکړ چي له زیلینسکی سره راغلی هیات سمدستي له سپیني ماڼۍ څخه اخراج کړي.
دا نظم د همدغي حادثې په ارتباط لیکل سوی دی.
ما لیدلې چي موسی سوې پر دربار د فرعونانو
ته امسا د کوه طور سوې د قدرت د ښامارانو
د اوکراین ریښتونې زویه مور دي نه سي پر تا بوره
ما لیدلې چي دي پرې کړه د فرعون ژبه په توره
تر قیامته به د خټو د خدایانو دوران نه وي
دا جهان به تر ابده د نمرود په فرمان نه وي
د تاریخ دا فیصله ده لوړ قصرونه به نړیږي
د قدرت په زولنو کي یاغي چیغه پورته کیږي
زما سلام دی هغي مور ته چي زیلینسکی یې روزلی
پر تندي یې سجده نه وه سر یې اور ته ووسپارلی
د نمرود په بنګلو کي بغاوت نه دی آسانه
هغه کار د ابراهیم دی بتخانه چي یې کړه ورانه
که موږ هم په خپل وطن کي یو زیلینسکي درلودلای
نو به ولي تور پنجاب ته په سجده سجده ورتللای
موږ به ولي لا د جهل د تیارو بندیوانان وای
په سېلاب کي به مو ولي ابوجهل جاله وان وای
لا به ولي د ورور توري د ورور غاړي پرې کولای
چا به ولي پر خپل کلي سره اورنه اورولای
یوه ورځ به پردې خاوره میوندونه راټوکیږي
د فرنګ د غلامانو زندانونه به ماتیږي
که داکور د احمدشاه وو سل میونده به غوړیږي
تور او سور زرغون بیرغ به پر شمشاد باندي رپیږي.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۵ کال د مارچ لومړۍ نېټه، ویرجینیا
https://af.dawatmedia24.com/?p=173127

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.