د میني څلوېښت قاعدې

لیکوال: عبدالله بشرمل

366

“د مینې څلوېښت قاعدې” یوازې یو کتاب نه، بلکې د روح یوه ښکلې او مجذوبه نغمه ده. ددې اثر اغیز دومره ځانګړی دی چې موږ بیخي د ظاهري الفاظو له محدودیت باسي او د تصوف له هغه نازکو او عمیقو مفاهیمو سره مو آشنا کوي، چې انسان ته د خپل داخلي سفر لاره ورښيي. دا کتاب نه یوازې د مینې، بلکې د آزادۍ، زغم، او د هستۍ د معنا درسونه هم لري. دلته مینه یوازې یوه احساساتي تجربه نه ده، بلکې د انسان د ذات او هستۍ تر ټولو لوړ مقام ته د رسېدو یوه وسیله ده.
موږ ډېر کله یوازي مینه د یو عاطفي اړیکي په بڼه مجسموو مګر دلته د مینې ډېر پراخ تفسیر سوی هغه دا چې مینه دلته یو داسي داخلي انقلاب دی چې انسان له ځان، خدای او هستۍ له حقیقي مفهوم خبروي. مینه همدا ده چې مین خپله مینه ووینې او خالق یې یاد ته ورسي. لکه چې سعدي شیرازي وایې:
“مینه د خدای نه یوازې یو امر، بلکې د هستۍ بنیاد دی. ته چې د بل چا سره مینه لرې، په حقیقت کې د خالق سره مینه لرې او ته به په هره ذره کې د هغه تجلي ووینې ځکه چې ټول مخلوقات د هغه انعکاس دي.”

دا کتاب لمړی ځل یاد صاحب ژباړلی وو خو ما یې د لوستلو فرصت پیدا نکړ خو د کریم حیدري ژباړه مې یو څه وخت مخکي پیدا کړه. کومو کسانو چې د حیدري صاحب ناول (د جهالت پېړۍ) لوستی وي نو د استاد د فصیح، روان، بلیغ او سلیس لیک څخه به حتمي اغیزمن سوی وي. دا کتاب یې هم په پوره محنت ژباړلی او لوستونکي ته بیخې د کوچنۍ ګوتنیوني ځای هم نه پاتي کیږي. ددې کتاب ټوله محتوا د مولانا او شمس تبریز پر تخیلي کیسه راڅرخېدلې.

مولانا چې د ډېر شان او شوکت ژوند لري د یو ملنګ او فقیر مزاجه شمس تبریزي تر اغیز دومره لاندي راځي چې حتی خپل موقف، وعظونه، کور کهاله هرڅه ته شا اړوي او یوازي او یوازي د هغه دنیا په فکر کې غرقیږي چې د لید محراق یې یوازي انسان/ مخلوق ته د انسان په سترګه کتل وي نه د هغه د ګناه او عصیان له زاویې.
یو ځل خلګ راپاڅي چې یو رنډۍ مسجد ته راغلې. ددې رنډۍ دا نیت وي چې نور به د همېشه لپاره خپل دا بدکاري چې د وخت او زمان جبر ورته اړه کړې وه؛ پریږدي. خو نا اهله او تنګ نظره دینداران یې د مسجد څخه په وهلو ټکولو راباسي چې دلته دې وخت کې تبریزي هم راورسیږي او د رنډۍ مدد ته را وړاندي سي او خلګو ته وایې چې څه علت دی ددې وهلو؟ *
هغوی چې ځانونه سپین طوطیان بولي و تبریزي ته وایې چې رنډۍ مسجد کې څه کوي ددې ځای خو موږ ته مالوم دی!
تبریزي ورته وایې چې تاسو خو اصلاً د الله ﷻ په کور کې هم دومره د خپل خالق په عبادت کې نه یاست غرق لکه څومره فکر او هوش چې مو ددې رنډۍ راتګ ته وو نو لحاظا تاسو لمړی ورسئ پر ځانونو ورحمېږئ او د خالق مینه زده کړئ چې څنګه مو فکر په مسجد کې بیا بل څه ته متوجه نسي او وایې په یوه خبره مې سر خلاص نه سو؛ هغه خلګ چې د ښځي بدلمني نه غواړي بیا هماغه خلګ د رنډيو د توبې په لار کې خنډ ګرځي او د نوي ژوند پیل ته یې نه پریږدي.

ددې کتاب د څلویښتو قاعدو څخه یې هره یوه ډېره ښکلې او د دین او انسان په اړه زموږ شته پوهه دومره ننګوي چې حتی بیا به یو کس په یو ډېر ظالم انسان باندي هم ونه بلوسي بلکه وایې به چې ظالم انسان له خپل وجدان او فکره غافله وي، دا ډول انسان چې ظلم کوي د فکر واګي یې د وجود د وحشي اړخ لخوا کنترولیږي نو لحاظا هر کس د میني وړ دی تر هغه چې مینه دده په وجود کې داسي خپره سې لکه اکسېجن په وینه کې.
هیڅ انسان نه غواړي له ځانه غدار او ویلین جوړ کړي خو د وخت او حالاتو تقاضا همېشه د بنده د تقدیر په بدلولو کې خپل رول ثابتوي او حتی یو ډېر نرم دله او خوش خصلته کس هم یوخت په یو ظالم او بې رحمه کس بدلېدای سي. کټ مټ لکه هغه چې وایې:
Villains are not born; Villains are made!
یوه قاعده کې لیکي که د خدای نوم زموږ په زړه کې د ویري او ملامتیا احساس را پیدا کوي نو په موږ کې همدا ویره او ملامتیا پرته ده. که د خدایﷻ نوم له میني او شفقت نه ډک وینو نو همدا مینه او شفقت په موږ کې سته.ددې کتاب هره دویمه خبره همدا وي چې انسان محترم دی او مینه ورسره د هماغه انسان زړه ګټلی سي.

“ښارونه د روح پر ستنو ولاړ دي، لکه غټي هینداري د ښاریانو زړونه پکي انعکاس کوي. که زړونه تور او ایمان یې ولاړ سي د ښارونو نور او جلال هم ورسره ځي. هر چیري همدا خبره ده.”
ددې کتاب یو بل ښکلی اړخ داوو چې کله یې تاسو لولئ نو د تبریزي له خولې به یو ښکلې کیسه هم اورئ. کیسه په مأخذ ثابته نه وي مګر پیغام یې ډېر عالي وي. ” یو ځل موسا (ع) یو شپون د عبادت په حال کې ولید نو چې ور نږدې سو خبرو ته یې غوږ ونیوه چې شپون څه وایې؟ شپون ویل الهی دومره راباندي ګران یې چې که زما د رمې تر ټولو پنډ پسه وغواړې درته حلال به یې کړم او داسي نوري خبري یې هم کولې چې موسا (ع) ورته وویل چې تاسو څه وایاست دا مطلق کفر دی؛ عبادت نه.
شپون وشرمېده او بیا موسا (ع) یو څو دعاګاني ور وښوولې او ځینې رهي سو. خو په هغه شپه موسا (ع) د خدای غږ واورېده: اې موسا دا تا څه وکړل؟
تا هغه بې وزله شپون توبیخ کړ او خبر نه وې چې هغه څومره ماته ګران وو. د هغه خبري سمي نه وې خو اراده یې پاکه وه. زړه یې پاک او نیت یې صاف وو. زه ورسره خوشال وم. ته د نښلولو لپاره ګمارل سوی یې؛ د بېلولو لپاره نه.
ددې کیسې په اړه د حقیقت تله به یو ځل څنګ ته کړو خو د کیسې پیغام د هر کس هغه که هرڅومره عاصی او ګنهکار هم وي پر زړه د میني لمبې بلوي.
انسان که هرڅومره ناپوه هم سي خو د رب سره مینه چې د زړه له اخلاصه ډکه وي نو رب عزوجل به دي حتی پیغمبر ته ستا په اړه سپارښتنه کوي؛ لکه ددې کوچي سړي.
د موسا او خضر هغه کیسه چې ټول علمونه یوازي پر ښکاره توب او ظاهري مباني نه دي ودان بلکه داسې علمونه هم الله ﷻ را استولي چې نتیجه یې بغیر د الله ﷻ او هماغه انسانه بل چاته څرګنده نه وي. خضر هم ماشوم وژني، بېړۍ خرابوي مګر ددې هرڅه ظاهري علت موسا (ع) پوښتي مګر خضر (ع) ورته اخیر هرڅه په ډاګه کوي.
نو د یو انسان په روح او روان موږ پوره نه پوهیږو بلکه یوازي د هغوی پر ظاهر قضاوت به کولای سو خو دا قضاوت به سل سلنه سم څه؛ بلکه کله کله حتمي خطا وي.
په مجموع کې د “مینې څلوېښت قاعدې” د عشق، تصوف، او داخلي تحول یو داسې اثر دی چې لوستونکی له ظاهري نړۍ څخه د باطني حقیقتونو ژورو ته بیایي او وایې چې د میني حقیقت څه دی؟
حقیقي مینه هغه ده چې انسان له خپل ذاتي محدودیتونو خلاص کړي. رومي وایې: وخت مه ضایع کوه که د میني شعله دي موندلې نو سوزېدل زده کړه. یا چې وایې” دایه پوهیږي چې له درده پرته د ماشوم د زېږېدو لار نه پرانستل کیږي. همدا شان د نوي ځان لپاره همداسي خواري اړینه ده. لکه خټه د پخېدو لپاره حرارت ته اړه ده. همداسي مینه په درد کې پخیږي. صوفي یوازي د ورکړل سوو نعمتونو د میني شکرانه نه باسي بلکه د نه ورکړل سوو نعمتونو شکر یې هم پر ژبه جاري وي.

د کتاب د ښکلا او له دین څخه د انسان د ظاهري فهم پر ځای د باطني فهم یادونه او ځیني نمونې مې راوړې نو اوس د کتاب لنډه تشریح درسره شریکوم. شمس تبریزي ته خط راولېږل سي چې تاسو باید د مولانا رومي خواته ولاړ سئ.
مولانا رومي چې د ښه شان او شوکت څښتن وي نو د شمس تبریزي سره اشنا کیږي او دا ددوی ملګرتیا تر یو څه وخت تېرېدو وروسته په جدایې بدلیږي.
خو د مولانا رومي مشر زوی غواړي د پلار هغه لالهانده او خوار حالت بیرته هماغسي سرشاره او خوشاله حالت ته وګرځوي لکه څنګه چې د شمس تبریزي ترڅنګ وو. نو دوهم ځل بیا شمس تبریزي را ستنوي. خو دا ځل د مولانا کشر زوی د خپل حقارت او کرکي په وجه د ملګرو په واسطه شمس تبریزي وژني او کیسه پر همدې ځای پای ته رسیږي. مولانا د شعر و شاعرۍ سره علاقه نه درلوده خو د تبریزي وروسته ورڅخه لوی او نموتی شاعر جوړیږي.

* (دلته ماته د فرخندې کیسه رایاده سوه او هغه کیسه چې کندهار کې د یو ځواني نجلۍ د مخ پوست ورڅخه ایستل سوی وو. کاش چې په دې ملت کې هم ددې پیښو پر وخت یو داسي شمس پیدا سوی وای چې ددې ناولي تشدد مخه یې نیولې وای ځکه نن به مو تاریخ دومره بدرنګ نه وای او هغه پښتون چې د قافلې څخه به یې د ښځي په شتون کې له غلا مخ اړوه اوس څومره متشدد او بې رحمه سوی).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.