د ویانا د غونډې په هکله “د ملي محور ګوند” اعلامیه

317

د ویانا د غونډې په هکله

د ملي محور ګوند

اعلامیه

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې، د روان ۲۰۲۵ ز کال د فبروري میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه، د “ملي مقاومت جبهې” مشر احمد مسعود او د “ازادۍ جبهې” مشر یاسین ضیاء په ګډون، یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو او د جګړه مارو ډلو خواخوږو غونډه درلوده.

زموږ په اند، په دې ناسته کې زیاتره هغه کسانو ګډون درلود، چې د افغانستان د بدمرغیو او ستونزو اصلي عاملین ګڼل کېږي. دوی هڅه کوي چې د افغانستان ستونزې د جګړې او وسله والې مبارزې له لارې حل کړي.

تېرو ترخو تجربو موږ ته ښودلې، چې د افغانستان سیاسي ستونزې، د جګړې او وسلې پر مټ ندي حل شوي او دا یوه ناکامه تجربه ده.

  “د ملي محور ګوند” هغه هڅې بې ګټې او بې نتیجې بولي، چې د ملت رښتیني استازي په کې حضور و نه لري او یوازې د قدرت طلبۍ او انحصار په موخه د یو شمېر ډلو او کړیو لخوا جوړې شوي وي.

موږ په افغانستان کې د اوسنیو واکدارنو په شمول پر ټولو خواوو غږ کوو، چې د انحصار، استبداد او افراطیت له ناکامو تجربو لاس واخلي او د ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي، د سوله ییزې لارو سره جرګه شي او د ملت ارادې ته درناوی وکړي.

   “د ملي محور ګوند” په دې اند دی، چې موږ هغه وخت تل پاتې سوله، خپلواکۍ او یو آباد افعانستان درلودلی شو، چې د ملت د غوښتنو سره سم په ګډه یو عادلانه نظام او دولت رامنځته کړو.

د یوه سوکاله، آزاد او پر ځان بسیا افغانستان په هیله!

د ملي محور ګوند مطبوعاتي څانګه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.