ملتونه ولې ماتېږي؟

ابراهیم خیل

613

د دې مهم اواغېزناکه اثر لوستل د هر استاد، محصل، زده کوونکي، ځوان زوړ مدني، ټولنیز فعال، سیاسي ، اقتصادي کارپوهانو او حتا د هېواد هغه کسان چې په ملي کچه بریکړه او تصمیم نیسي مطالعه یې اړینه بولم؛ ځکه په دې ارزښتناک اثرکې هغو موضوعاتو ته اشاره شوې چې پوهېدل یې بې ګټې نه برېښي، باید ووایم چې دغه اثر قدرمن نظیم سمون پښتو کړی دی. اوسنیو شرایطو کې موږ یو وروسته پاتې هېواد یو عملي کول به یې هېواد یوې سمې لارې ته سیخ کړي.
دا د دارون عجم اوغلو او جیمز رابنسون کتاب دی او هغو ۶ کسانو ستاینه ترې کړې چې په اقتصاد کې د نوبل جایزه لري. دا کتاب ډېر مهم دی په ویلو او لوستلو کې یې هیڅ ډول ډارنه وینم په دې کتاب کې هڅه شوې چې د ملتونو وروسته پاتي والی په اړه توضیحات وړاندې کړي. خو د دې کار لپاره د ځېنو هېوادونو بېلګې راوړل شوی دي. انګلستان، ارجنتاین، فرانسه، چین او زمباوې. لیکوالانو په دې کتاب کې د نوموړو هېوادونو پرمختګ او وروسته پاتی څېړي په پای کې دې پایلې ته رسږي چې د هېوادونو پرمختګ او وروسته پاتې والی په مدیریتي او اقتصادي بنسټونوپورې اړه لري. د لیکوالانو موخه او هدف له دې بنسټونو څخه څه دی، په اړه یې له دې کتاب څخه وړاندې هم د ملتونو، ماتې او پرمختګ په اړه نور نظریات ور کړل شوي دي، خو کتاب دغه نظریات په بېلابېلو دلایلو ردوي. او یوه ژوندۍ بیلګه وړاندې کوي.
دارون عجم اوغلو او جیمز رابنسون درې نظري فرضیې چې نړیوال شهرت لري مطرح کوي.
۱جغرافیه د یو هېواد په پرمختګ او وروسته پاتې والی کې ډېر رول لري، جغرافیا یې موقعیت د ملتونو ترمنځ د لرې والي رامنځ ته کیدو سبب ګرځي، هغه شتمن هېوادونه چې د زمکې په معتدله برخه کې دي او هغه غریب هېوادونه چې په توده برخه کې واقع شوي دي. دغه نظریه د ۱۸ پېړۍ په وروستیو کې مطرح شوې ده، د دغې سیمې خلک تنبل او بیکاره دي، انګېزه او ډېر کار ته ځان نه ورکوي لوړرتبه چارواکي یې مستبد دي پر خپل رعایت باندې ظلمونه کوي. چې بیا وروسته دوه نور استدلالونه هم ورزیات شول د دې ټولو ستونزو ترڅنګ د تودو سیمو خلک له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي همدا سبب شوی چې هېوادونو کې کاري ځوک له خنډ سره مخ او خاوره یې د کښت لپاره مناسبه نه ده.
ملتونه ولې ماتیږي کتاب لیکوالان وایي. کله چې جغرافیا یي فرضیه نه شي کولای د شمالي او جنوبي کورې یا شرقي او غربي المان د برلین دیوال له ړنګولو څخه وړاندې توپیر توجیح کړي.
هغه سیمې چې له جغرافیا یې اړخه یې اوبه، هوا ناروغۍ او خاوره یې له یو بل سره شباهت لري، خو دا په دې مانا نه ده چې د دغې سیمې هر څه سره یو ډول دي بلکې ماضي یې په بشپړ ډول توپیر لري. لیکوالان د مالیزیا سنګاپور، بوستوانا اقتصادي پرمختګ چې په ګرمسیره جغرافیه کې موقعیت لري له نوموړې نظریې سره په ټکر کې بولي.
دویمه نظریه فرهنګ دی: د ځېنو هېوادونو د خلکو بې پروا یي، بې بندو باري، لوچکي او لنډغري په فرهنګ بدله شوې ده.
د خلکو ترمنځ دین او مذهب، باورونه اخلاقي ارزښتونه یا دا چې خلک پر یو بل څومره باور لري دا هم د فرهنګ یوه برخه جوړوي چې په دې فرضیې باندې څومره اغېزه درلودلی شي. لیکوالان شمالي او جنوبي کوریا ته اشاره کوي وایي د دغو هېوادونو فرهنګ یو شان دی مګر برخلیک یې په بشپړ ډول توپیر لري، فرهنګي تړاوونه د یو هېواد په پرمختګ او وروسته پاتې والي هیڅ ډول اغیز نه شي لرلای، همدا ده چې دغه نظریه هم بې اساسه بولي او ردوي.
دریمه نه پوهاوی دی: دا فرضیه ټینګار کوي چې په نړۍکې د نابرابرۍ علت پر خپله خلک یا حاکمان دي په خپلو چارو کې پاتې راځي او نه شي کولای یو غریب هېواد په شتمن بدل کړي لیکوالان د حاکمانو بې غوری نا پوهی غلط سیاست او په بیړه تصمیم نیول کولای شي هېواد له کړکیچ سره مخ کړي. مثال د غنا هېواد خپلواکي له بریټانیا څخه واخیستله د یاد هېواد اقتصادي وضعیت په پټپه ودریده خلکو یې د ټولو مصیبتونو پړه پر حاکمانو ور واچوله همدا راز داسې تاریخي پیښو ته اشاره کوي او وایې که چېرې ناپوهی او غفلت د حاکمانو له لاسه دی، دغه چارواکي له یوې مودې وروسته خپلې تیروتنې ته متوجه کېږي کولای شي چې هغه اصلاح کړي. حاکمان دا تیروتنې، ناپوهۍ او غفلت له مخې نه کوي، بلکې د غلطو او مشخصو موخو د تحقق لپاره عمدآ په دې ډول کارونو لاس پورې کوي او په خپله یې د پرمختګ لپاره خنډ دي.
په پایله کې باید ووایم لیکوالان دا فرضیې ردوي او د داسې یو عامل په لټه کې دي چې وکولای شي پر پرمختګ او وروسته پاتې والي باندې اغېزه ولري. په همدې خاطر د یو وروسته پاتې هېواد په نظر کې نیولو سره لاندې پوښتنې مطرح کوي
د یو هېواد لپاره مهمې پریکړې څه ډول کېږي؟
دغه پریکړې څوک کوي؟
دوه ساده پوښتنې د نظرې اساس تشکیلوي، د پوښتنو د ځواب لپاره لیکوالان د ډېرو هېوادونو په اړه څېړنه کوي. او وایي د بنسټونو توپیر دی چې د هېوادونو ترمنځ د پرمختګ توپیر په اړه توضیحات وړاندې کوي.
عجم اوغلو او جیمز رابنسون دوه سیاسي او اقتصادي بنسټونو د ملتونو پر برخلیک باندې اغیزناک بولي همدا راز یاد بنسټونو په څو نورو ډلو ویشي.
سیاست: هغه بهیر ته وایي چې د هغه له طریقه په یوه ټولنه کې قوانین او ضوابط چې له بشپړ حاکمیت څخه برخمن وي تعیین او ټاکي. دغه قدرت باید د چا په لاس کې وي، له دغه قدرت په کومو لارو کې استفاده وشي؟ دغه سیاست کولای شي د سیاسي بنسټونو له لارې نفوذ اعمال کړي، په بل عبارت سیاسي بنسټونو دا حد و مرز ټاکي چې ډولت څه ډول باید انتخاب شي او د دولت کومه برخه د کومو کارونو صلاحیت ولري، سیاسي نهادونه دا تعیینوي چې څوک د واک په سر کې وي او تر کومه حده کولای شي له دې قدرت څخه استفاده وکړي، یوه خبره باید له یاده ونه باسو که چېرې په ټولنه کې واک یواځې د څو محدودو کسانو په اختیار او مهار شوی وي په دې صورت کې بیا دغه سیاسي بنسټونو انحصاري په لوري څرخي، خو بل لور ته هغه سیاسي بنسټونو چې په ټولنه کې واک په ټولو طبقو ویشي او نه یې انحصار وي او له قدرت څخه شخصي ګټه نه پورته کوي بیا ورته ټولواکي ویلی شو، لیکوالان د دوه نورو برخو په زیاتولو کولو سره وایي: له دې وروسته موږ او تاسو له دې تعریف سره ډېر مخ کیږو، هغه سیاسي بنسټونو چې ډېر ټولواکي دي تر ‌ډېره بریده متمرکز او ځواک من وي هغه ته ټولشموله سیاسي بنسټونو ویلی شو، برعکس که چېرې دغو بنسټونو تمرکز او ټولواکي په خپل ځان کې نغښتې نه وي بیا په دې صورت ورته استثمارګر ویلی شو.
د استثمارګر په مانا او مفهوم د ښه پوهیدو لپاره، سومالیا هېواد یوه ښه بېلګه ده: سومالیا کې واک په ښه ډول ویشل شوی دی خو ټولواکي تقریبا په بشپړه ډول به کې حاکمه ده، خو هیڅ ډول متمرکز نهاد وجود نه لري چې د افرادو او یاد ډلو اقدامات مهار کړي، همدغه علت دی چې سومالیا په هیڅ ډول د ټولشموله سیاسي بنسټونو په ډله کې نه شمارل کېږي.
تر دې ځایه مو د سیاسي ن بنسټونو په اړه یوڅه رڼا واچوله او لیکوالان به دې باور دي چې یواځې سیاسي بنسټونو په یوه ټولنه کې نه شي کولای فقر او شتمنیو په برخه کې موثر واقع شي، اقتصادي کارونو کې پاتې راځي او نشي کولای د وګړو مالي ستونزو ته حل لاره وښایي. همدا ده چې اقتصادي بنسټونو په یوه ټولنه کې ډېر اغیزناکه تمامیږي، خلکو ته کاري انګیزه ورکوي، د اقتصاد له برکته خلک په بازارونو کې تود حضور پیدا کوي، خلک د معاش او پیسو خاوندان کېږي د خلکو او شرکتونو د مالکیت حق تثبیتوي، هیره دې نه وي چې همدغه سیاسي نهادونه دي چې اقتصادي نهادونه تعیینوي چې څه ډول باید وي، او په کومو شرایطو باید کار وکړي.
عجم اوغلو او جېمز رابنسون د خلکو پر ژوند باندې دوه ډوله موثر اقتصادي بنسټونو تعریفوي
۱-ټولشموله اقتصادي بنسټ
۲-استعماري یا استثماري اقتصادي بنسټ
ټولشموله هغه نهادونه دي چې خلکو ته د پراخ ګډون ونډه ورکوي او ټولو خلکو ته د اقتصادي فعالیتونو زمینه برابروي او د هغو حضور په بازارونو کې هڅوي. همدا راز یو ټولشموله اقتصادي نهاد باید خصوصي سکټورونو ته زمینه برابره او داسې یو حقوقي نظام ته لاره هواره کړي چې فعالیتونه یې بې طرفه وي، د خلکو لپاره د سیالۍ یو ښه جوکاټ رامنځ ته کړي، د نويو کاروبارونو لپاره زمینه برابره شي ترڅو خلک له هغه کسب و کار څځه چې زده یې دی استفاده وکړي.
استعماري یا استثماري اقتصادي بنسټ: له ټولشموله سره په تضاد کې واقع دی، دغه ډول بنسټ داسې طراحي شوی دی تر هغې د ټولنې درامد او ثروت یوځانګړی ډلې ته منحصر کړي.
عجم اوغلو او جیمز رابنسون نظر دا دی چې د یو هېواد د بنسټونو ماهیت کولای شي د پرمختګ او وروسته پاتې والی مشخص کړي، زیاتوي څنګه دوه سیاسي او اقتصادي بنسټونو له یو بل سره تعامل او پر یو بل اغیزه کوي چې پایله کې فقر یا ثروت رامنځ ته کوي له همدې امله د ډېرو هېوادونو برخلیک بېل بېل څېړي او تعریفوي يې چې دا لاندې مثال موضوع ښه روښانه کولی شي.
د امریکې شمالي ښار نوګالس له مکسیکو سره په ګډه پوله موقعیت لري او اغزن تار دغه ښار په دوه برخو ویشلی دی د ښار شمال لورته امریکا دی چې ورته نوګالیس اریزونا وایي او د اغزن تار سویل ته د نوګالس سونورا ښار دی چې په مکسیکو کې موقعیت لري دواړه ښارونه د هوا، اوبو او خاوره یو ډول دی د جغرافیې له اړخه ډېر توپیر نه سره لري، په دواړو ښارونو کې ناروغي یو ډول ده، د اغزن تار د دواړو خواو خلکو کورنۍ سلسله یوه ده، خواړه، موسیقي او فرهنګ یې مشترک خو د حصار د دواړو غاړو خلکو ژوند هیڅ سره نږدې والی نه لري.
نوګالیس اریزونا چې په امریکې کې موقعیت لري، ځوانان یې ښوونځیو ته ځي اکثر مشرانو یې منځنۍ زده کړې کړې دي، په منځني ډول کال کې میرمنې ۳۰ زره ډالره درامد لري او ښاري ژوند یې له نړیوالو معیارونو سره برابر دی د ښار اوسیدونکي د فدرال دولت له روغتیا یې خدمتونو څخه ګټه پورته کوي د برښنا، مبایل، مخابراتو او نوری اسانتیاویې هم لري. له ټولو څخه مهم دا چې د نوګالیس اریزونا خلک کولای شي په اسانۍ سره کاروبار وکړي ځان لپاره پانګه جوړه کړي.
د اغزن تار سویل ته د نوګالاس سونورا د ژوند کولو وضعیت بل ډول دی، که څه هم د دغه ښار د مکسیکو په یوه بډایه برخه کې پروت دی خو د امریکې په پرتله د کورنیو درامد یې ډېر کم دی او ډېری مشران یې نالوستي او ځوانان ښوونځیو ته نه ځي د مور او ماشوم مړینې کچه لوړه ده د دې ښاراوسیدونکو عمرونه یې د خپل شمالي ګاونډي په پرتله کم دی د سړکونو وضعیت ترینګی او ډېرې خلک عامه خدمتونو ته لاس رسی نه لري د کړکیچونو او جرم جنایت کچه لوړه ده غلا، وژل، ترور او د برمته کولو قاچاق ډېر دی د دې سیمې خلک آزاد کارو بار نه شي کولای ځکه چې د کاروبار خطر ډېر دی. د دې ښار خلک د یو قانوني کار لپاره باید واسطه او غوړه مالي وکړي تر هغې چې کار یې تر سره شي، د دې ښار وضعیت ته په کتو زموږ د هېواد بد او ناوړه وضعیت پر زړه انګازې کوي موږ هم له داسې وضعیت سره لاس او ګریوان یوکله چې د قانوني کار لپاره دولتي ادارو ته مراجعه کوې حتمن باید واسطه یا پیسې ورکوي ترڅو دې کار وشي.
پوښتنه داده چې ولې یو ښار چې په دوه برخو ویشل شوی دی، یو کې ژوند هوسا دی او بل کې ژوند له کړاوونو ډک دی، لیکوالان د دې پوښتنې په ځواب کې وایې چې توپیر په سیاسي، اقتصادي بنسټونو کې دی هغه چې په امریکې او مکسیکو کې موقعیت لري، نوګالیس اریزونا اوسیدونکي د امریکا اقتصادي بنسټونو ته لاس رسی لري، دا هغه بنسټونو دي چې وګړو ته اجازه ورکوي خپله دنده په پوره خپلوواکۍ انتخاب کړي د تسهیلاتو او مهاروتونو بستر ورته غوړول. د کار خاوندان د دغې سیمې خلک هڅوي چې په ښو کارونو پانګه ونه وکړي چې درامد لوړ شي، د امریکې نوګالیس ښار خلک سیاسي بنسټونو ته لاس رسی لري دا هغه سیاسي بنسټونو دي چې خلکو ته د مشارکت لپاره زمینه برابروي ترڅو په یوه ډمکراتیکه پروسه کې ګډون وکړي او د خپل ځان او ښار لپاره استازی وټاکي که چېرې دغه اسازی له دندې څخه ناوړه ګټه پورته کوي دغه سیاسي نهادونو دي چې بیرته یې لری کولای شي. همداراز استازی هڅه کوی د ښار اوسېدونکو هغه اساسي خدمتونه برابر کړي.
خو د اغزن تار سویل لورته خلک په یوه بیله نړۍ کې ژوند کوي که چېرې تاسو یو تاجر یاست او غواړۍ د تجارت نړۍ ته ور دننه شي له ګڼ شمېر ستونرو سره مخ کېږي لکه د جواز په اخیستتنه کې د ډېرو پیسو ورکړه، اداري تشریفات او د یولاسلیک لپاره یوه اوونۍ منډې رامنډې وهل له ټولوڅخه سخته لا دا چې داسې څوک نشته چې ستاسو پانګه تامین کړي. د دې توپیرونو د لا ډېر پوهیدلو لپاره د هغه دوه میلونرانو لاره وڅارو چې په دوه هېوادونو کې وهلی ده ، بیل ګیټس د مایکروسافت شرکت بنسټ ایښودونکی چې د امریکې د اقتصادي بنسټونو په مرسته په یو نړیوال میلونر بدل شو، په مقابل کې د مکسیکو دولت په ۱۹۹۰ کې د Telmex مخابراتي شرکت د خصوصي کېدو په موخه مضاعدې ته وړاندې کړ چې په پایله کې دغه شرکت په مضاعده کې کارلوس سلیم ته ورسید که څه هم په مضاعده کې کارلوس وړاندیز لوړ هم نه و، خو بیا هم ګټوونکي شو، کارلوس په پیل کې دولت ته پیسې ورنه کړې بلکې هغه وخت دولت پیسې ورکړې چې د دغه شرکت سهام ګټه وکړه بالاخر دومره پر درامده شرکت شو چې هر څه یې د کارلوس په لاس کې ول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.