د ستورو تشبېه

احسان الله کمال

994

ماښام لمونځ مې د مور په کوټه کې وکړ، هوا ګرمه وه د انګړ غولې کې په فرش کیناستم،له څراغ منګس تاویدل،اسمان ته مې سترګې پورته کړې پام مې شو چې یو ستوری به ډیرې چټکتیا سره د نورو ستورو له ټولې اوت،مور مې وویل په اسمان کې چې کوم ستوري دي دا د انسانانو دي،او که د هر انسان ستوری ولویده څلوېښت ورځې وروسته هغه انسان مري!!
زه لادې افسانوي خبرې ته فکر وړی وم، چې کوچني وراره مې رباندې غږ وکړ چې دا ستوری د لیلا او مجون دی؟
نه پوهېږم چې چې دومره کوچني ماشوم به د لیلا او مجنون نوم له کومه زده کړی وي،او جالبه یې لا ده وه چې یو ستوری چې په حرکت کې دی له لیلا او مجنون سره تشبیه کړ.

ما په ستورې کې سترګې خښې کړې وې چې کرار کرار مې له سترګو پناکېده او اخیر بیخي ورک شو.

دا دوه خبرې زما لپاره خورا جلبې وې ایا ریښتیا هم ستوري د انسانانو دي؟

ایا د لیلا او مجنون د مینې رسۍ دومره قوي تړل شوې چې حتا زموږ ماشومان یې له ستورو سره تشبیه کوي؟

لۀ علمي اړخه لومړی خو دا چې ستوري هم د لمر پۀ شان حرکت لري،لوېږي،او پانۀ کېږي،توپیر یې پۀ دې کې دی چې لمر هر سهار راخېږي او ماښام لوېږي،ستوري چې ولوېږي شپږ میاشتې وروسته بیرته را خېږي.

د ستورو ورځنی حرکت (په 24 ساعتونو کې سایکلیک حرکت)، له ختیځ څخه لویدیز ته، له لویدیځ څخه ختیځ ته د ځمکې د گردش انعکاس دی. … د مثال په توګه، لمر د اسمان په اوږدو کې حرکت کوي، پۀ ختیځ کې راپورته کیږي او په لویدیځ کې غرق کیږي، کوم چې موږ ته دا تاثر راکوي چې آسماني ساحه له ختیځ څخه لویدیځ ته څرخي.

موږ په شپه کې څومره ستوري لیدلی شو؟

د کال په اوږدو کې، د ځمکې په ټولو نقطو کې، دا ممکنه ده چې د 6 زره ستورو مشاهده چې په ښکاره سترګو لیدل کیږي تایید کړي. په لرغونو زمانو کې دغو ستورو ته ثابت ستوري ویل کېده، ځکه چې د وخت په تېرېدو سره د دوی نسبي موقعیتونه توپیر نه کوي.

په 2010 کې، ستورپوهانو اټکل وکړ چې د لیدلو وړ کائنات کې لږترلږه 300 سیکټیلیون (3 × 1023) ستوري شتون لري. له لمر پرته ځمکې ته تر ټولو نږدې ستوری Proxima Centauri ده، چې ۳۹.۹ ټریلیون کیلومتره یا ۴.۲ نوري کاله واټن لري.

ستوري هم د انسانانو غوندې مري پنا کېږي،او لوېږي،پۀ عادي بڼه د یو انسان عمر له(50) څخه پیل تر(75) کلونو پورې دی. خؤ د یو ستوري عمر د انسان لۀ عمر څخه میلیاردونه کال ډیر دی. د یو ستوري لۀ منځه تلل،د یو انسان له منځه تلل هیڅ قابل د مقایسې ندی.
پاتې شوه د لیلا او مجنون تشبیه له ستوري سره،پۀ علمي توګه مو څۀ نیمګړي معلومات شریک کړل. خو ولې موږ دوه میانان له ستورو سره تشبیه کوو؟

پۀ قادیمي ټولنو کې،حتا اوس هم کله چې کوم ځای کې دوۀ مینان سره جدا،یا یو بل ته ونۀ رسیدل د یو بل مینه پۀ ستورو ماتوي،او دغه تشبیه پۀ پښتو ادب پۀ لنډیو،او شعرونو کې لۀ پیړیو څخه کارول کېږي مئین تر ډیر د شپې ویښ وي،سپوږمۍ او ستورو پۀ رڼا کې پۀ تخیول کې د خپلې مینې څهره سازوي.

اسمان کې ستوری راته خوښ کړه
زه به دا ستا مينه په ستوري ماتومه
یا
جانان مې ستوری د اسمان شو
نۀ ورختی شم نۀ مې زړۀ صبر کوینه

ولې یو څوک مېنېږي؟

یو تصور او عقیده دا هم ده چې عشق او محبت پۀ کولو نۀ کېږي،بلکې دا د سړي نۀ پۀ غیری شعوري ډول وشي. پۀ مینه باندې د چا اختیار نشته،او مینه هغه اور دی چې ته د هغه د وژلو اختیار هم نۀ لرې،او نۀ د هغه د لګولو توان.
انسان پۀ خپل باتن کې د حُسن یو خاکه راوړي،دغه خاکه کۀ چیرته پۀ ژوند کې د چا لۀ حُسن،او وجود سره متحده شوه نو پۀ دغه حالت کې بیا مینه رامنځ ته کېږي.
کله چې د دوو انسانانو ترمنځ مینه رامنځ تۀ شوه، ځینې یې یو بل تۀ ورسېږي،او ځینې یې د کلتوري راویتونو ښکار شي.
د مجنون پۀ هکله ویل شوي دي چې د هغه نیم عمر پۀ بیابان د ستورو پۀ شمیرلو تیر شوی دی،نو ځګه له ستوري سره تشبیه شوی دی.
چې همیش لکه مجنون پۀ صحرا ګرځې
بوی د چا د زلفو درغئ شماله

د لیلا او مجنون کیسه ددې لپاره هم مشهوره،او له ستورو سره تشبیه شوه چې د لیلا او مجنون د مینې کیسه رسوه شوه.
قیس مجنون هیڅ ځای کې کرار نه مونده ، دخلکو پیغورونه هم ډیر شول او هر چا به ورته یوه نیشداره خبره کوله په پای کې خبره دې ته ورسېده چې دلیلا کورنۍ لیلا له ښوونځی نه منع کړه ، هغه له قیسه بیله شوه ، دغه جدایي دقیس په زړه کې دبیلتانه اور په غرغنډو کړ ، له سترګو یې اوښکې راوڅڅیدې . هیڅکله یې کرار نه درلود . همدا ناکراري ددې سبب شوه چې هغه په دښتو او غرونو سر شو ، دجانان غم او رنځ هغه دلیونتوب تر بریده ورسیده .
دمینې پیټي یې پر زړه درندیده دا ځکه چې غمشریکه یعنې لیلا ترې لرې وه ، خوارکي مجنون به هره ورځ په یبلو پښو په غرونو او دښتو سر و او هره شپه به دبیلتانه د درد له توسنه دلیلا اوسیدنځای ته په پټه ته او داسې به یې ویل:
مجنون دلیلا په هجران او بیلتانه کې په نارو او سورو سر شو ، زړه یې جانان سره بندیوان و، هره شیبه یې سترګې اوښلنې او ننګي یې پر اوښکو لانده وه ، له ډیرې ژړا نه یې ورځ او شپه په غم تیریده ، دجانان غم او یاد یوه شیبه هم ارام ته نه پریښود ستورو سره به یې خبرې کولې،د هغه مینه پاکه او سپڅلې وه .
روایت کاا چې مجنون تۀ خپلوانو د کعبې شریفې تۀ د تګ مشوره ورکړه،مجنون هم لۀ خپل پلار سره د حج مراسمو لپاره روان شو کله چې کعبې تۀ نکدې شول پلار یې د مجنون لاس پرېښود ورته یې وویل منډه کړه دا هغه ځای دی چې خدای دې ژر دعا قبلوي.
مجنون هم دکعبې شریفې کړۍ ته لاس واچاوه په زاریو او ژړا یې پیل وکړ او ویې ویل :
ـ یا خدایه ! ستادې په خپلې خدايي او پادشاهي قسم وي دمینې له چینې نه ماته روښنايي راکړه ، او دغه رانجه زما له سترګو مه لرې کوه ، که څه هم چې زه له دېرې مينې مست یم، مینه مې له دې نه هم ډېره کړه،یا خدایه دلیلا دلیدو لیوالتیا مې په زړه کې ډېره کړې او زما عمر دلیلا کړې .
دقیس پلار چې دزوی خبرې واوریدې غلی شو ، هغه وپوهیده چې دزوی زړه یې په ریښتیا دلیلا دمینې بندیوان دی او دادرد درمان نلري .
کله چې کورته راوګرځیدل نو دمجنون پلار خپلو خپلوانو ته وویل :
ـ ما داسې انګیرل چې زما زوی به کعبې ته ولاړشي او غم به یې کم شي خو داسې ونشول ، هغه هلته په ځان لعنت وایه او دلیلا ثنا او ستاینه یې کوله.
لکه څنګه چې د مجنون ژوند پۀ کړاونو کې پۀ بیابان تیریده همداسې د لیلا ژوند د کور پۀ جګو دیوالونو کې پۀ کړاونو کې تر هغه تیر کړ چې مړه شوه.
مجنون د لیلا دیدار ونکړ ځینې را ویتونه وایې چې هغه د لیلا پر قبر مړ شو،او ځینې وایې چې پۀ بیابان کې د حیوناتو خوراک شو.
پۀ پښتنې ټولنه کې هم دې تۀ ورته داستانونه شته چې پۀ لوستلو یې د انسان د زړۀ مراندې شلوي.
دغه نکلونه نسل پۀ نسل یو بل تۀ انتقالېږي،او پۀ ذهن کې تر ډیره پاتې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.