د کابل پوليتخنیک پوهنتون د طالبانو “سترې غونډې” لپاره یوه اوونۍ رخصت شو.
د کابل پوليتخنیک پوهنتون ویلي چې سر له نن (یکشنبې د جون ۲۶مې) د یوې اوونۍ لپاره د هېواد د علماو سترې غونډې په مناسبت چې د لویې جرګې تالار کې ترسره کېږي، رخصت دی.
دغه پوهنتون خپله لومړنۍ خبرتیا کې دې غونډې ته د “لویې جرګې” اصطلاح کارولې وه، خو له څو ساعتونو وروسته یې هغه خبرتیا له خپلې رسمي پاڼې ډېلیټ او پر ځای یې د “علماو ستره غونډه” وبلله.
دا خبرتیا د دغه پوهنتون د رئیس لخوا لاسلیک او ټاپه شوې وه.
د کابل پوليتخنیک پوهنتون ویلي ټول درسونه یې د راتلونکې اوونۍ پر دوشنبه په عادي ډول بېرته پیلېږي.
د کابل پولیتخنیک پوهنتون له خبرتیا سره هممهال خواله رسنیو کې د همداسې یوې غونډې په تړاو د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن له ادرسه یو خپور شوی مکتوب لاس په لاس کېږي.
طالبانو رسمآ دغه مکتوب نه رد او نه هم تائید کړی.
په دغه مکتوب کې راغلي کندهار کې د ملا هبت الله خوندازده په مشرۍ د وزیرانو غونډه کې پرېکړه وشوه، چې “د هېواد په کچه د علماوو ستره غونډه جوړه شي او د جوړولو چارې یې د ملا برادر په مشرۍ کمیسیون ته وسپارل شوې.”
مکتوب کې زیاته شوې چې دا غونډه به د چنګاښ پر اتمه (راتلونکې چارشنبه) کابل کې جوړېږي.
د طالبانو رئیس الوزراء ته په دغه منسوب مکتوب کې ټینګار شوی چې د دې سترې غونډې ګډونوال به د ښه نوم، جهاد او علمي شهرت لرونکي علما او ولسي مخور وي.
د طالبانو سرپرست حکومت مخکي ویلي وو چې دا لویه غونډه په مهمو ملي موضوعاتو بحث لپاره جوړوي، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی ته دغه مهم موضوعات کوم دي.
خو طالبانو دا واضیح کړې چې اړتیا نه ګوري دې غونډې ته د مخکیني حکومت چارواکي ور وبولي.
د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو راهیسې په کور دننه او بهر د مشروعیت له بحران سره مخ دی.
باور دا دی چې د طالبانو لخوا د دې جوړېدونکې غونډو یو مهم هدف هم د دوی حکومت ته د مشروعیت موندلو هڅه ده.
ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې په رسمیت پېژندل کېدو لپاره بشري حقونو ته درناوی وکړي، ښځو ته د زدکړو، کار او ازاد تګ راتګ اجازه ورکړي او همدا راز داسې یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، چې ټولې خواوې پکې ځان وویني.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						
Comments are closed.