ښه مې په یاد دي؛ د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوايي د اتمې په ماښام؛ زه د فاتحینو د کاروان په څلورم ډاټسن کې د څو عربو ژورنالستانو سره یو ځای ناست ووم. د نیمګړي مازیګر وړانګو د ماهيپر دنګ غرونه په غیږ کې ټینګ نیولي وو چې موږ پلچرخي ته ورسیدو. د پولیګون د سړي خورو کندو څخه لږ وړاندې، د ښي لاس دیوال ته مې په پام شو. په چڼیدلي خط باندې یوه کرښه لیکل شوي وه: « قشنګ، ارزان، با دوام ». د برغنډ برغنډ سړک بلې غاړې ته یوه غنچه ترهیدلي کابلیان د پلاستیکي ګلانو سره ولاړ وو؛ د هرکلي لاسونه یې ښورول. د مجاهدینو د تکبیر نارو، د مکرویانو په تغمې تغمې بلډنګونو کې انګازې کولې. ناهید به شاید په څلورم چت کې خوشحاله ناسته وه چې د ننګیالیو د قافلې ننداره وکړي.
پورته مې د اسمان شفق ته وکتل چې لا ژیړ وو، خو خبر نه وو چې ډیر ژر به تک سور شي. د چا په خوب او خیال کې هم نه راتلل چې د ملیشو سالار به د یو ښاغلي لپاره، خالد بن ولید او د بل منلي لپاره، فرزند عزیز شي. هیڅ چا تمه نه لرله چې د ولسمشر او صدراعظم د ټیمونو ترمنځ خونړی میچ به، د تاریخ یوه رسوا کیسه شي. ملا او امي، ټول په دې باور وو چې د خلق او پرچم نظامونه د دین او دیندارو خلاف، د دښمنۍ په مورچل کې ناست دي. خو هیڅ چا داعقیده نه درلوده چې ګوندې د برق ستنې، دفترونه او پلچکونه دې هم کافر وي.
ورځې لاتیرې نه وې چې د هیواد الوتکې، ټانکونه او توغندي اره اره، د کباړ په لاریو کې مخ په ښکته بار شول. ترڅو د ګاونډیانو د ذوب په فابریکو کې له هغو څخه کټارې، پنجرې او ځنځیرونه جوړې شي. که د هلاکو لښکرو د بغداد کتابخانې او جبه خانې د فرات او دجلې په سیند کې لاهو کړې، نو هم یې علت څرګند دی هم یې معلول. خو کابل جان د هغه چا د هوس نذارنه شو چې ځانونه یې د نجات پریښتې بللې. دوئ لاړل، نور راغلل او په ارګ کې د کوچونو په ځای توشکونه هوار شول. دفتر داري په انډیوالۍ واوښته او هرڅه په نوي خم کې رنګ شول. له هوا څخه د کابل د ښار ځینې برخې د ګنجي سر په څیر او څه یې د هیروشیما د فټو شاپ غوندې ښکاریدلې. مګر که څوک شل کاله وروسته همدا نن شپه د الوتکې له کړکۍ لاندې وګوري، نو اریان دریان به شی چې آیا دا هماغه کابل دی، که دوبۍ ده یا استنبول؟
په کابل، فاریاب او بامیان کې وروستیو سیاسي غونډو، د برخه والو شعارونو، ترانو او د ټوپک په ژبې د خبرو سلیقې وښوده چې د نظام ظاهري پلویان، د هغه له مخالفینو سره چندان توپیر نه لري. که ملیشې اوس هم د جنګي حرص، ډار او سیاسي بغاوت ذهنیت لري؛ یا پردي پالي ملي ارزښتونو ته ارزښت نه ورکوي، نو هرڅوک پوهیږي چې د غل په ږیره خس دی. عمومي انګیرنه دا وه چې ځموږ نوی کول به د ټوپک په ځای د قلم او د کرکې په ځای د مینې او پخلاینې کلتور را ژوندې او پیاوړې کړي. مګر داسې بریښي دوئ د اساسي قانون او ملي ارزښتونو هغو مادو او بندونو ته ژمن دي، کوم چې د هغوئ له اشتها سره برابر وي او وجاهت یې خوندي ساتي.
هیواد ته له لویدیځ څخه د ګریس بندو کارپوهانو او مشاورینو دربس جهازونه را ورسیدل. ځینو وطنوالو ګڼله چې دوئ خو د قانون او اصولو په چاپیریال کې روزل شوي او لوبیدلي خلک دي حتما به دا وطن، باغ حرم او د سیالانو سیال کړي. خو دغه هیلې ورو ورو د شګو سراب، پیکه او سرچپه شوې. ستونزه دا نه ده چې دوه ګونی تابعیت لري، یا هر یو یې د ځايي مامور لس چنده او شل چنده معاش اخلي. خبره بله ده، دوئ نه د خپل ولس غوښتنې سمې درک کړې، نه یې له ژورو مذهبي ریښو او حساسیتونو سره ځانونه اشنا کړل. ښایي د دې ولس په سپیره تندي کې به د بخت لیکې، له پیله همداسې کږې وږې رسم شوې وي.
د ملت مفهوم ازلي دی که مصنوعي، وچ قومي شعار دی، که د پرګنو د عروج او زوال داستان؟ دا بحث ځانګړې مقالې ته پریږدو، خو د ګردې نړۍ اسلامپالي، ملت پالي، لویدیځ پالي، غربیان، شرقیان، کمونستان، عرب، عجم، فارس، ترک او تتار ټول یوه خوله دي چې « د یوې ځانګړې جغرافیا دننه، ګډ نژاد، ګډ کلتور، ګډ مذهب او ګډ تاریخ د یو ملت د هویت بنسټونه دي. د دوئ ملی بیرغ، ملي سرود، ملي پولي واحد، سرحدونه او وسله وال پوځ، د هغوئ ملي ارزښتونه بلل کیږي». ملي ارزښتونه هغه اخلاقي اصول دي چې د یوې ټولنې وګړي په یو دسترخوان او یو نغري راټولوي. بیدار ولسونه خپل ملي ارزښتونه له مادي ګټو څخه ډیر لوړ، یو عاطفي تړاو او د خپل ویاړ سرچینه ګڼي. په غړیدلو سترګو مو ولیدل چې د مادي توپان سختو څپیړو ځموږ د ولس دواړه مخونه وسیځل، خو لا ژوندی دی او د غورځو پرځو وړتیا لري. ولې د معنوي ناورین بیه، ډیره درنه او جبیره یې ناشونې ده.
که ملي ارزښتونه مو کباړ شوي نه وای، په یوه ورځ به د ارګ دننه دوو جنابانو د ولسمشرۍ لوړې نه پورته کولې. نن به د ولسي جرګې په تالار کې د هزارستان نارې نه اوریدل کیدې. د خپل هیواد ویاړونه به مو د ایران د تمدني حوزې برخه نه ګڼله. ځوانان به مو د اخوندانو په لاس ژوندي په اور کې نه سوځیدل. د سولې په خیرات پسې به د کعبې په ځای، د لینن کبیر مزار ته څوک نه تلل. او بلآخره، د ملي بیرغ او ملي سرود تقدس به مو په دومره کچه کاڼي نه تلل کیده، لکه څومره چې د جهاد او مقاومت یارانو په خپل دوکان کې وپلورولو.
کومې ټولنې او ولسونه چې خپل ملي ارزښتونه کباړ کړي، بیا دې منتظر اوسي چې د مچیو په ځای، به یې مچان چیچي او د پردیو کوڅه ډب سپي به، د دوئ زمریان داړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.