د ښاغليو انصاري او صالح دواړو پاموړ

سيد حسين پاچا

0 1,096

د ښاغليو انصاري او صالح دواړو پاموړ :

ناسم حرکت (اعراب) چې فساد د معنی رانه ولي لمونځ پرې نه فاسديږي

د قرآن درست ويل قرآني سپارښتنه ده، خو د عالم سمه ژبه کارونه هم اسلامي سپارښتنه ده

انتقاد (نيوکه) او دفاع د اسلامي ارزښتونو ښه خبره ده، خو دين بايد د سياسي – اقتصادي او عُقده يي موخو لپاره ونه کارول شي

نوټ : د لا انفصامَ په کسرې سره ويلو سره معنوي خطا نه راځي لکه څومره چې په ((ولقد خلقنا الانسانَ)) کې په ضمې سره راځي. د علماو دنده ښوونه، رسونه او سمونه ده نه سياسي – اقتصادي او عُقده يې ګوتڅنډنې. اسماعيل خان که څه شخصي مشروع غوښتنې لري بايد له نظام سره يې شريکې کړي، خو د نورو په وسيله دې له ديني سټېجه نظام ته ګوتڅنډنې او تهديدونه نه متوجه کوي. له شک پرته چې نظام کې ستونزي شته، ولې په دې ستونزو کې ډېر کورني و بهرني اړخونه شريک دي چې سمون يې وخت وزمان ته اړتيا لري.

دواړو لوريو ته،

زما شخصي مشوره دواړو لوريو ته دا ده چې د يو مسلمان په توګه موږ بايد له خپلو اسلامي ارزښتونو سره اشنايي ولرو. اړينه نه ده چې هر څوک دې ملا وعالم شي، ولې لږ تر لږه قرآن عظيم الشان د تلاوت يا لوستلو له مخې سم ولولو. کله کله انسان د سټېج پر سر وارخطا کيږي ان تر دې چې خلک (امامان) په لمانځه کې خطا کيږي او له تېروتنې سره مخ کيږي، خو فقهاء دا وايی تر څو چې فساد د مانا (معنی) رانه شي لمونځ نه فاسديږي. که داسې وشول، نو لمونځ دې له سره وکړي، خو يو چا ته مرتد ويل له عقيدوي اړخه زياتی دی. تر هغه چې هغه له عقيدوي اړخه روښانه نه کړي.

د عالم دنده لږه درنه ده دا ځکه چې انبياء د ټولنې ښوونکي دي او د لارښوونې لپاره رااستول شوي دي. بناءً د عالم ژبه بايد نرمه او د سمون لور ته وي نه دا چې عُقدې او تشنج رامينځته کړي. نيوکه بايد د ټولنې د اصلاح لپاره وي او اصلاح رامينځته کړي نه دا چې خپله د تشنج يو لوری واقع شي.

له بده مرغه موږ جهاد وکړ او لا تر اوسه پرې وياړو، خو تر نن ورځې پورې يې موږ هېڅ ثمره او ګټه په سترګو ونه ليده. که له ښاغلي انصاري څخه وپوښتل شي د يو عالم او خيرخواه په توګه د خپل تنظيم پورې اړوند تورن اسماعيل خان ته ووايي چې :

((ملت او دې ولس ته د اوبو وبرېښنا وزارت د وخت حسابي ورکړي)).

((ايا وبه کولی شي چې پخپله خوښه ومېړانه د خپل جهادي وخت د شتمنۍ شفافيت ورکړي؟))

ولې هسې بېځايه پرړې کوو؟

ښاغلی صالح يې هم د خپلې ډلې اړوند چارواکی دی او د قرآني حکم سره سم چې ((وانذر عشيرتک الاقربين)) يې راشروع کړي، نو ولې زموږ مولوي صاحب دلته د بوسو لاندې اوبه تېروي؟

دا چې اوس تازه د مؤقت حکومت ډنډورې د ځېنو مغرضو کړيو او اشخاصو له لورې راپورته شوي چې له دې ډنډورو مخکې ورته ځينو ځينو ته پاکستان ته د شخصي وربللو وخت کې په غوږ کې ورته د پنجاب اذان وشو. ځينو خو دا اذان لا هملته د ډېر تلوار له مخې هملته له پنجابه وکړ او ځينو لږ زغم او حوصله وکړه تر هېواده يې ځانونه راورسول او د هېواد دننه يې د پنجاب اذان وکړ چې رحماني واسماعيل خان او داسې نور يې ښې بېلګې دي. ځينې بيا له نورو سره هم تړاو لري چې ښاغلی اسماعيل خان يې ښه بېلګه ده چې له ايران او له همدې مېشتو بهرنيو سره هم تړلی دی، نو مولوي انصاري بايد دې ټولو نزاکتونو ته پام وکړي چې له هر چا مخکې د ده خپله د جمعيت ډله څو ځايه د نورو بهرنيو څارګري سوړو سره ښکېل دی؟

ولې د کمالخان بند له اوبو ډکونې سره په ځينو جهادي کړيو او اشخاصو باندې اور بل شو؟ اګر چې د حکومت ځينې کړنې چې زموږ له کلتور وفرهنګ او اسلامي ارزښتونو او اخلاقو سره اړخ نه لګوي هېڅوک يې ملاتړ نه کوي، خو په ټوله کې نظام ننګول له ديني سټېجه هغه هم د ځينو سياسي – اقتصادي او عُقده يي (رخه يي) ستونزو له امله ښه خبره نه ده.

سمه ده چې حکومت بلا ډېرې ستونزې لري، خو د دې ستونزو ډېر تړاو د ښاغلي انصاري خپلې ډلې ته متوجه دی. د بېلګې په توګه په هېواد کې هر چا د خپل توان په کچه بلهاري (قرباني) ورکړې ده، خو چېرته چې زمکه ده، غونډۍ، غرونه او رغونه او سړکونه دي ان د ښوونې و روزنې تر پوهنځي پورې هغه ټول د همده د ډلې پورې تړاو لري. ايا دا نور هېواد لکه چې د هېڅ حق نه لري؟ تر هوايي ډګرونو پورې زموږ د همدې جهاديانو په نوم شول، نو ايا دا انصاف دی؟

زموږ محترم مولوي صاحب د ظلم خبره کوي، خو دا ملکي وملي شتمني لوټول ښکاره فساد وظلم نه دی؟ راځئ چې حساب وکړو چې څوک پکې څومره ښکېل دی؟ ايا دا انصاف دی چې يو څوک د خپل زوی د قبر په پلمه په جريبونو دولتي زمکه غصب کړي؟ ايا دا غصب خپله ظلم نه دی؟ ولې سترګې پټوو؟

ايا په کابل کې د قبر د برېښنا لګښتونه ظلم نه دی؟

ايا زموږ قبرونه له انبياو معتبر دي؟

ايا زموږ حيثيت (منزلت) له انبياو معتبر دی؟

په دې هېواد کې خو هېڅ پاتې نه دي چې هغه موږ جهاديانو د ځان په نوم کړي نه دي. اوس پاتې شوه د الله تعالی زمکه واسمانونه، غرونه او سيندونه چې تنها همدا جمعيت يې پخپل مينځ کې څنګه ويشي؟

د مولوي صاحب نيوکې حق دی، خو د مولوي صاحب شا ته يوه جهادي موره ده او هغه بايد خپل شخصي غوښتنې په غوڅه وښکاره ژبه له دولت (حکومت) وغواړي، خو د مولوي صاحب پر ژبه دې له ديني سټېجه نه غواړي.

موږ ټول په دې فاني اسلامي ونااسلامي نړۍ کې بلا ډېرې هر اړخيزې ستونزې لرو، خو دا ستونزې او غوښتنې د سياسي مصلحت پر بنسټ حل کيږي. له بده مرغه چې دا ستونزه زموږ په اسلامي نړۍ کې تر ټولو زياته ده او هغه دا چې موږ خپل ملي شتمنۍ او عايد له خپل ولس په منصفانه توګه نه وېشو چې تر ټولو زياته ګوته زموږ جهادي اړخ ته نيول کيږي.

امام ابن تيميه (رح) او شاه ولي الله المحدث الدهلوي په حجة البالغة کې ويلي :

”دعاة ولاقضاة“

موږ بايد بلونکي اوسو نه قاضيان

ابن تيمية رحمه الله وايی :

ان الله يقيم الدولة العادلة و لو كانت كافرة و لا يقيم الدولة الظالمة و لو كانت مسلمة

إن إقامة العدل وأداء الحقوق لأهلها من أسباب بقاء الدول وتفوقها وغلبتها، قال شيخ الإسلام ابن تيمية في رسالة (الحسبة): الجزاء في الدنيا متفق عليه أهل الأرض، فإن الناس لم يتنازعوا في أن عاقبة الظلم وخيمة، وعاقبة العدل كريمة، ولهذا يروى: “الله ينصر الدولة العادلة وإن كانت كافرة، ولا ينصر الدولة الظالمة وإن كانت مؤمنة“ اهـ.

مولوي صاحب ته په درناوي، خو والله اعلم چې موږ ټول له دې دروند باره خلاص شو. هر چا چې واک تر لاسه کړی د خپلې وسې و توان په کچه يې له ملت سره خيانت وفساد او ناځواني کړې ده. دواړه ديني وسياسي رسالت رسونه هم يو هنر غواړي او دا بايد په سمه او ښه لهجه ورسول شي.

په دې هيله چې مولوي صاحب د فساد جرړې لومړی له خپلې ډلې ټپلې راشروع کړي. موږ به هم ورته د لا برياليتوب دوعا کوو. مولوي صاحب ته پته ده چې ((وانذر عشيرتک الاقربين)) هم يو قرآني غوښتنه ده، نو وګورو چې مولوي صاحب ورسره څنګه برخورد کوي؟

له ولسمشر ګيله کول او نيمګړتياوو ته ګوته نيول ښه خبره ده، خو د ولسمشر لاسنيوی هم بايد وشي. حال دا چې موږ يې پښې ولاسونه په تېشه وهو، نو دا هم بيا انصاف نه دی. ټول عمر مو د نورو په نغوته د هېواد په ورانولو کې تېره کړه، نو دا سمون تنها په ((کن فيکون)) نه کيږي، بلکې اقتصادي يا په نورو ټکو مالي چارې او سرچينې لټون ورته په کار دی. هېڅوک د الله تعالی د رضا لپاره چا ته پيسې نه ورکوي. حال دا چې زموږ په تېرو جهادي چندو او بسپنو کې څومره ستر خيانت ((غبن فاحش)) تر سره شو. موږ بايد دومره ساده واحساساتي ونه اوسو، بلکې پر ((بصيرت)) باندې پاملرنه وکړو چې بيا د تېر په شان وخيمه تېروتنه ونه کړو چې لا تراوسه مو زخمونو سره هر اړخيز فکري وفزيکي پيوند نه دی خوړلی.

ښاغلی صالح به دومره ساده نه وي چې خدای مه کړه اسلام ته ((چيزی نامبهم)) ووايی، بلکې هغه ټولو ته روښانه ده، خو هغه څه چې له موږ سره په تېر جهاد پير کې تر دې دمه وشول هم سترګې پټول په کار نه دي. ښاغلي مولوي صاحب ته به پته وي چې ((فابوا ان يضيفوهما)) په نزول کې چې کله د هغه وخت يهودو او مشرکينو له تاريخي پلوه ځانونه ناارامه او کم احساسول، نو له رسول الله صلی الله عليه وسلم يې د سمون غوښتنه وکړه او هغه رد کړه. همداسې ابوبکر صديق او عمر (رض) دواړو هم رد کړه.

موږ خو د جهاد ډېرې پرړې کوو، خو له تاريخي پلوه به زموږ راتلونکي نسلونه پر موږ څه قضاوت کوي چې پروېز مشرف په زغرده پخپل کتاب ((د اور پر ليکه)) کې ليکلي :

((موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.

افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه.))

اناتولي :

ديپلمات ايراني همکاري ايران وامريکا در حمله به افغانستان را تاکيد کرد

رئيس وقت کميته روابط خارجی شورای عالی امنيت ملی ايران در زمان حمله آمريکا به افغانستان بر همکاری اين کشور با آمريکا در حمله به افغانستان صحه گذاشته و از اين همکاری تحت عنوان “منافع مشترک” ايران و آمريکا نام برد.

محمد خاتمي رئيس جهمور ايران :

((طالبان دشمن ما است. امريکا هم احساس می‌‌کرد طالبان دشمن ما است و سرنگونی طالبان در درجه اول تأمين کننده منافع ايران بود.))

زموږ ځينو احساساتي علماو ته لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کول اړين دي. دا ښه خبره ده چې موږ دين وسياست سره روښانه کړو. داسې نه چې د تېر په شان هغه چا چې موږ د جنت په پلمه د حورو او غلمانو ژمنې راکولې، خو هغه څه يې چې پخپلو کتابونو او رسنيو ته څرګند کړي دي لا روڼتيا ته اړتيا لري. حال دا چې د رسنيو له مخې ځينې ګاونډيان د ولسمشر د اوبو د مديريت خبرې له مخې ځانونه ناارامه احساسوي او ان تر دې چې د دوی دا خبرې د پارلمان په کچه رسنيو ته راوتلي، نو زموږ ځينې احساساتي علما بايد هوښيار اوسي داسې نه بيا د تېر په شان ښويه شو.

له بده مرغه چې زموږ ډېرو جهادي مشرانو د خپل شخصي ګټو او واک لپاره دين يوه پلمه ګرځولې او د ولس له احساساتو ګټه پورته کوي. له شک پرته چې دين ډېر روښانه دی، خو موږ ځانته تياره کړی دی. مخکېنی ولسمشر او امرالله صالح دواړه ژوندي دي چې د وخت لومړي وزير يوسف رضا ګياني او اشفاق کياني ورته څه وړانديزونه راوړي وو؟ همدا اوس روښانه نه ده چې د طالبانو او امريکا په هغه پټو ضميمو کې څه نغښتي دي چې دا به امريکا، پاکستان او طالبانو ته روښانه وي چې څه له يو بل سره يې څه ژمنې کړي دي؟

د جګړې پټ اړخونه :

د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.

هغه شرطونه په دې ډول دي :

  • لومړی شرط :

پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.

  • دويم شرط :

د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.

  • درېيم شرط :

د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ)،

  • څلورم شرط :

پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري،

  • پينځم شرط :

افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.

  • شپږم شرط :

د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.

  • اووم شرط :

د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.

  • اتم شرط :

که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.

  • نهم شرط :

د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

  • لسم شرط :

هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.

  • يولسم شرط :

د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله سياسي قبله اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله قبله بايد کابل وي.

 

دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

 

خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو. که نن ووايم چې زه افغان نه يم، نو بيا پر ما باندې هېڅکله بريد نه کيږي.

 

زموږ د مولوي صاحب انصاري پر خبره چې ((الاسلام اظهر من الشمس)) وي، نو بيا ولې د يو مسلمان وانصار په توګه راڅخه دا ډول ناروا (نامشروع) غوښتنې د سپين کاغذ پر مخ کيږي؟ زموږ مولوي صاحب بايد خپل ولس ته دې ډول پټو او نامبهمو غوښتنو ته هم د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې مقنع ځواب ولري. د ښاغلي صالح به دغه ډول ټکو ته اشاره وي نه د اسلام مبارک دين ته.

بيا هم زه پر حکومت او له واکه بهر پاتې شويو او هم طالبانو باندې غږ کوم چې يو د بل مشروع غوښتنو ته په سړه سينه ځواب ووايی نه د ګوتڅنډنو او تندو پاروونکو وينا له مخې. ((قول معروف ومغفرة خير من صدقة يتبعها اذی)) ولې زشته لار ونيسو؟

بيا هم پر مولوي صاحب غږ کوم چې اسماعيل خان دې خپلې مشروع غوښتنې د مشروع لارو له حکومت سره شريکې کړي. که څه ګيله لري بايد دواړه لوري يو بل ته قناعت ورکړي، خو له ديني سټېجه دې ګوتڅنډنې او ګواښنې نه کوي. د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد ولسمشر ته سپکاوی هم منعه دی.

په درنښت

سيد حسين پاچا

Glass Media – امرالله صالح توسط مولوی مجیب الرحمن انصاری تهدید شد؟ – YouTube

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply