کېله مو د سترګو لید پیاوړی کوي

0 997

کېله پر نورو ګټو سربېره، د سترګو د ځیر لپاره هم یوه ګټوره مېوه ده. دغه راز کېله د عمر په ډېرېدو سره د سترګو د لید د کمېدو خطر کموي.

د اسټرالیا په کوینزلینډ پوهنتون کې په ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي، چې په کېله کې کیروټین (Carotene) نومي مواد شته؛ کیروټین مېوو او سبزیجاتو ته سور یا ژېړ رنګ ورکوي.

کیروټین (Carotene) مواد وروسته له هغه چې بدن ته دننه شي، پر ویټامین اې (Vitamin A) بدلېږي؛ ویټامین اې د سترګو د روغتیا او لید لپاره تر ټولو اړین ویټامین دی.

له دې څخه وړاندې په ځینو روغتیايي څېړنو او پلټنو کې ثابته شوې وه، چې کیروټین مواد د سرطان له ځینو ډولونو، د وینې د شریانونو له ناروغیو او له شکر څخه د انسان په خوندي ساتلو کې مرسته کوي.

اوس د یادې نوې څېړنې پر بنسټ، دغه ګټوره مېوه د نورو ګټورو موادو پر لرلو سربېره، د کیروټین موادو غوره منبع هم ګڼل کېږي، کوم چې په بدن کې د ویټامين اې په پوره کولو کې د سترګو د لید لپاره ډېر اړین دي او مهم رول لوبوي.

د څېړنو په پایله کې څرګنده شوې چې په ورځني ډول یوازې د یوې کېلې خوړل، د عمر په زیاتېدو او د سترګو لید ته د پېښېدونکو ناروغیو په مخنیوي کې ډېره زیاته مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply