د سـیاســت عـــجيـبـه او ګــنده نړۍ / ش. ځیرک

0 882

پاکستان د شوروي اتحاد تر ۱۵۰۰۰ زیات عسکر ووژل (د مجاهدینو په استعمال)، په زرګونو نوريې معیوب او له اقتصادي اړخه يې دومره کمزوری کړ چې په نهایت کې لوی شوروي سقوط وکړ او روسیه ورڅخه جوړه شوه. خو همدغه روسیه نن د غچ په ځای د پاکستان سره دوستي کوي… شرم په روسانو!

خلکو به ویل چې ایران د طالبانو ضد دی، هغوی شیعه او طالبان سرسخته سنیان دي، دواړه سره هیڅ وخت دوست کیدی نشي، خو نن ایران د طالب ږیره مچوي او طالب د ایران پښې او لاسونه.

زموږ يوشمېر سیاسي (تیوریسنانو) به په سیاسي بحثونو کې تل ویل چې داعش افغانستان کې نشته، هسې یو تبلیغ دی، افغانستان کې چانس نه لري، نظریات يی وهابي او نور نور…. خو داعش زموږ تر سترګو لاندې په ډیره چټکۍ پراخیده او خلک يې په بمونو کینول…

ویل به يي چې چین او روسیه کمونست پلوه او لا مذهبه هیوادونه دي، د مذهبي طالبانو سره په هیڅ صورت نه جوړیږي…هیڅکله به طالبانو سره خواخوږي ونلري. خو نن لکه سکه ورونه یو بل په غیږ کې نیسي او غونډې سره کوي.

د امریکا  پخوانیو حکومتونو د امریکایانو د ټکس میلیاردونه ډالرد مجاهدینو څخه قربان کړل او هغوی يې د شوروي څخه د افغانستان د ازادۍ پتنګان بلل، خو نن يی برحال ولسمشر نړۍ ته وايي چې هغوی تروریستان وو او شوروي حق درلود چې مداخله وکړي.

طالب له امریکا سره خبرې کوي، له ایران سره خبرې کوي، له روسې سره خبرې کوي خو د خپل هیواد له حکومت سره چې اسلامي او افغاني دی او د مسلې محوري اړخ جوړوي، خبرې نه کوي.

د افغانستان حکومت چې د اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې د نړۍ ټولو هیوادونو په رسمیت پيژندلی، او طالبان چې زیات او کم د یو ترهګر ګروپ په نوم پېژندل کيږي او څوک يې په رسمي ډول د یو سیاسي جریان په حیث په رسمیت نه پيژني، له دې انکار کوي چې د افغانستان د یو منتخب حکومت سره د شخړې د حل په اړه خبرې وکړي…عجبه نه ده؟

لنډه داچې سیاست کې دوست دښمن کیدای شي او دښمن دوست… ! وخت او ګټې مسیرونه بدلوي…

پــــایــــلـــه:

طالباني جنګ مذهبي نه دی… هسې د ساده او نالوستو زلمیو غولول او تیر ایستل دي. او که نه په چين او روسیه کې خو اسلام نشته، له پاکستان څخه خو د افغانستان اسلام ښه دی، د ایران اسلام خو هم د طالبانو د عقیدې سره سمون نلري…بیانو د جنګ ريښې چېرې دي، د چا جنګ دی او ولې جګړه دوام لري؟؟

فکر په کار دی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply