Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
جهیل/سید منتظرشاه هاشمي
جهیل
له لورا لورې نه تنا شته
نه وریږي ږلۍ،
نه د ګلپاڼو پر مخ
شته د باران هه څپڅپالې ښکالو
نه را وریږي
د سړو واورو
سپینڅکالي ګلان
نه د بوډۍ د ټال د لید په تمه…
غزل / شاهنواز باقر
تا د محبت کږې وږې لارې خو ګرانې دي
اوښكې مې له سترګو نه هجرت کوي روانې دي
ستوري دي، وعدې او که صحنې ورباندې شمارمه ؟
ماته خپلې ګوتې د لاسونو اوس حيرانې دي
ته راته انکار…
ژوند/ علم ګل سحر
ژوند څومره تنګ دی
او وخت څومره لنډ دی
سړی د کومې خوا شي
نن مو په کلي کې دوه پیښې وشوې
هلته د کلي ادې کونډه مړه شوه
هلته حاجي صاب له مکې راستون شو
موږه حیران پاتې وو
چې اول…
سپوږمۍ خرم /غزل
دا څه کوي نور بس دې راپخلا شه ګني مرم
زارى درته کـــــــومه په خــندا شه ګني مرم
راځه چې روغه وکړو ليونۍ سپيلنۍ ګرځم
بس نور مـــې پرهرونو ته دوا شه ګني مرم
دا چايې…
ازادۍ ليلی/ امان الله سېلاب ساپي
زه يمه پښتون او آزادي ده محبوبا زما
زه يمه مجنون او آزادي ښكلې ليلا زما
تل ددې په وصل پسې خيژي واويلا زما
غير لـه دې نه نشته دى ګړۍ خوب و خندا زما
دا زما آرزو دا مې…
مسافره جینۍ/ هیله افغانۍ
زه د وطن نه یوه لرې جېنۍ
په اروپا کښې زندګې کومه
زندګی څه خو بندګي کومه
زه خو دا نه وایم چې خوښ مې نه دی
نه یې د مینې نه منکر یمه
خو چې سهار سبا تر کاره لاړ شي…
اسویلي / عبدالهادی هادي
ما خو به خامخا راځي وباسي
دا چې له کلي لیوني وباسي
هغه چې ټول عمر مې خوب کې لیده
اوس مې له خپل شکي زړګي وباسي
دا مینه هم څه عجیبه لوبه ده
سړی له ټولې زندګي وباسي
زما بیوسې…
غزل / ذکیه باران
وا مې خله خرڅېږمه کنیزه یم لیلامه یم
ښځه یمه خپل زړګي ته پړه یمه ناکامه یم
ته مې یادوه ما پرېږده غلې یم آرامه یم
ما دې که نوم واخېست فاحشه یمه بدنامه یم
تاته به مین ماته به…
باقر/ غزل
د تنهايى بلا مې خوري، ازار يې ستا په غاړه
وژنمه خپله زندګي، ازار يې ستا په غاړه
د زړه کچکول کې به سيکې ستا د نظر نه را وړم
بس دى ما پرېښوه ملنګي، ازار يې ستا په غاړه…
سپوږمۍ خرم/ غزل
کر دګلونو کړو الفت خـــــــوره وو
په سمه غر کې مـــحبت خوره وو
وه مسلمانه تندى مــــه تروشه وه
مونږ انسانان يو انسانيت خوره وو
ته د وطن دښتې ته راشه اشنا
بيا کې ګلونه…