Browsing Category

شعرونه او لنډۍ

!..راشه

راشه په زلفو باندې ټال راکړه کابل کې يمه راشه ډالۍ د نوي کال راکړه کابل کې يمه..! راشه باغونو د پغمان ته به چکر درکړمه! راشه ګلونو د بوستان ته به چکر درکړمه راشه…

غزل

یوه اوسپنه شي توره ، بله ډال شي یو د آس او بل د خره د پښو نال شي انسانان هم ټول له ذاته انسانان دي یو بې ننګه ، بل غېرت شي ، بل ننګیال شي ځينې وي د شرم لوښئ شرمول کا…

په اورتون کې سره گلونه

خوږ امانه بختور یې ستا نعره د خپلواکۍ پېـړۍ واوښته چې ځغلي لکه وینه په بدن کې هم په لر کې هم په بر کې پاچا خان ته زیری ورکړه ولسونه پاڅیدلي پښتنو، بلوڅ ځوانانو د پنجاب پښې…

د هاجرې حرکت څو څلوریزي

د کابل لمن پـر  ولاړو غـرونو سره لمبه خـوره ده د کابـل  لـمنـه  هغسې  سپیره  ده د ښـوونـځـيـو دروازي تـړلـې پاتـی پر هرکور د بورې مور سوي ناره ده خپل اختیار زور او جبر مـنځ…

رنګ

هغه اسونه، چې د نقاشۍ د تابلو په شنه ورشو کې څري، هیڅکله نه خولې کیږي *** کډواله مرغۍ د هغو ونو پر څانګو نه کیني، چې د تختوځالې يې د نجار په میخ نښلول شوې وي. ***…

غزل

راشه وګوره زما د ارمان ــ مړى چې د خپلو اوښکو سيند په مخه کړى شکايت ته د تقدير يمه ـــ روانه ستا تصوير رانه ولاړو ـــ اوبو وړى زده کوي په ما د غم ـــ د هما ژبه…

ماشومانه اندیښـنې

مونږ ماشومان څنګه پلرونو ته دعا وکړو؟ په جنګ کی ښکیلو نه د سولی تقاضا وکړو؟ څنګه له دوی نه د ژوند امن او امان و غواړو؟ له  لـیـــونو څــنـګـه د مـیـــنې تـمـــنـا وکــړو؟د دوی…

د ازادۍ بیرغ

د  غم تیاره ستا  په یادونو  رڼومه لرې واټن  تا  ته  په  مینه  لنډو مه درې رنګ بیرغه ازادي به دې ستایمه وخت به یې راشي پر پامیر دې رپومه