ورور مې له پوهنتونه فارغ شو/ نصیر احمد احمدي

ورور مې له پوهنتونه فارغ شو، انګليسي ادبيات يې ولوستل، په کار پسې وګرځېد، پيدا يې نه کړ. څه پيسې خپلې وې، څه مو له يوې بلې خوا ورته پور کړې، اوس دوکانداري کوي. کور ته تر موږ ټولو وروڼو ښه ګټه راوړي. خوريې مې له پوهنتونه فارغ شو، کار يې ونه…

عجیبه ده/ نجیب ننګیال

عجبه ده، پرون په کابل کې غونډه شوې. ټولو په 7 اکتوبر 2001 د امريکا تېری غندلی. مونږ يې هم غندو. خو يوه کور ړنګي ونه ويل چې دا امريکا چا راوسته؟ نو د طالب څه کار و چې زما له وطنه يې د ټولې نړۍ د فراريانو مجرمانو ځاله جوړه کړې وه. حکيم سجاد…

غزل/اسما لمر 

دا کاڼي جنګومه خپل تندی ترې جوړومه زرې زرې کوم یې خپل زړکی ترې جوړومه بازار ته ځم راوړمه انتظار شه تر راتلو مې شنې، سرې، تورې جن‌‌‌‌‌‌ډې تاته پټکی ترې جوړومه دا دری رنګه بېرغ مې افتخار او دسر سیوری په سترګو ښکلوم ځان ته ټکری ترې جوړومه…

که حساب کوی حساب خو دغسې وي!/ اجمل هوډمن

امان الله خان د انګرېزانو په ضد و جنګيد. انګرېزان یې وشړل. د خپلواکۍ اعلان یې وکړ. د ملت استازي یې راټول کړل. لویه جرګه یې راوغوښته. د خپلواک افغانستان د سیاسي ژوند د تنظیم لپاره یې اساسي قانون جوړ کړ. خپل قدرت یې محدود کړ. پرمختيايي کارونه…

يو څوک زما لپاره !/ اسدالله غيرت

يو څوک زما لپاره ورځ کې پنځه ځلې ، زما په حق کې د هر رنګ ستونزو څخه د بچ کيدو په خاطر د خوشحالۍ په خاطر د يوې ښکلې زندګۍ په خاطر د خدای ج په در کې دوه تنکي لاسونه دوه ګلالي لاسونه په عاجزۍ او په دعا جګوي يو څوک زما لپاره خدای ته سوالونه کوي…

رغنده نيوکه، خلک له بدو راګرزول/ محمد عارف رسولی

رغنده نيوکه، خلک له بدو راګرزول، ښو کړنو ته هڅول او ورته جوړونکي وړانديزونه کول نه يوازې بد کار نه ده بلکه د ديني رواياتو او ټولنيزو علومو سره سم د هر ريښتيني انسان دنده ده. خو جوړونکې او اغيزناکه نيوکه هنر، د قلم او کلام عفت، انساني اخلاق…

په افغانستان کې سیکولاریزم لکه چې د کفر په مانا ومنل شو/ عبدالفغور لېوال

په افغانستان کې سیکولاریزم لکه چې د کفر په مانا ومنل شو . غم دا دی، چې هیچا د سیاسي ـ ټولنیزو نوموونو د سمې پېژندنې خواري ونه کړه. ټاپې بندې ! او زه دلته د کومې نوموونې پر ښه او بد نه غږیږم، خو دا راته د خلکو رښته ( حق) بریښي، چې پرنړیوالو…

غزل /اسدالله غيرت 

زه اوستا يادونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو نه راځي خوبونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو ای خواږې شيبې ستا دليدو په هيله خدای پاک ته ډير وکړوسوالونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو ته چې بيلوې، زمونږ له غيږې نه ديارغيږه مونږ به نوبيلتونه، ټوله شپه څراغ…

شاه نواز باقر/غزل

د چا یادونه درنه مړه نه شي که زړه اودرېدې کاڼي به خامخا اودرېږي چې اوبه اودرېدې په هغه ځای کې زه اوس هره شپه ډیوه بلوم په انتظار کې چې به چرته راته ته اودرېدې بیا مې ونه سوزي لاسونه د لفظونو خدایه! د الهام پېغلې مې د خیال په تناره…

ټولې پنجابي رسنئ لګیا دي د افغانستان جوړیدو…/ عنایت صافی

ټولې پنجابي رسنئ لګیا دي د افغانستان جوړیدو او پرمختګ له کبله د افغان ولسمشر سپکاوې کوي، د ټول افغان ولس سپکاوی کوي، ټولې په یوه خوله لګیا دي. خو زمونږ رسنئ، زمونږ سیاستوال، زمونږ یو شمیر مدني شغالان، او یو شمیر خرڅ شوي دبړه ماران پر ځائ…