اوس بيا ليونۍ کيږم /سپوږمۍ
دا ژوند مې ستړى ستړى دې لاليه راغورځيږم ـــ اوس بيا ليونۍ کيږم
وطن باندى ژوندۍ يمه وطن باندې مړه کيږم ـــ اوس بيا ليونۍ کيږم
راټول به کړم ولسونه ــــ د ښار اوغره قومونه
په غره کې به دمه کوم په ښار به راتاويږم ـ اوس بيا ليونۍ کيږم…