شعر / عبدالمالک ستانیزی
د بل په پښو کى پرېوتل راته تر مرګه سخت دي
د بى غيرته ژوند کول راته تر مرګه سخت دي
بدخواهان ډېر لرم منم؛ چى سر ټيټي نه منم
چاته چمچه؛ چمچه کېدل راته تر مرګه سخت دي
ډېر څه له لاسه ورکووم د چا احسان نه منم
د چا احسان غاړه کى وړل راته تر…