د مضاعف تابعیت /مهرتاج

:د مضاعف تابعیت ځینې عوامل دی چې د مضاعف تابعیت د ایجاد باعث ګرځي چې د ازدواج په اثر مضاعف تابعیت دی د تابعیت په هکله د تفکر د اختلاف په نتیجه کې د معاهداتو مختلف تفسیر په نتیجه کی ازدواج هغه وخت د مضاعف تابعیت لامل کیږي چې زوجین مخکی له…

لوست او مطالعه څنګه وکړو؟ / بصيرالحق عادل

مطالعه او لوست چې د پوهې د ذخيره کولو او د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره مهم دي، زموږ ټولنه کې ډېری ځوانان ورسره نه دي عادت. په ډېری ښوونيزو ادارو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ډېری محصلينو او زده کوونکو د پوهې کچه يا د دوی وړتيا له دې امله…

اېمل پیاوړی/د ملي امنیت د سلاکار سفر به پر پاکستان او طالبانو فشار نور هم زیات کړي

افغانستان له څه کم دوه لسیزو راهیسې د پاکستان او طالب وسله والو له لوري د تحمیل شوې جګړې له امله ځورېږي او په دغه جګړه کې زموږ ګڼو هېوادوالو خپل ژوند، د کورنۍ غړي او شتمنۍ له لاسه ورکړي، ملي تاسیسات ویجاړ شوي، د ژوند اسانتیاوې او…

/محمد روښان ښاد/پر اساسي ستونزو د ښاغلي اتمر او سعودي مقاماتو بحث

ښاغلی محمد حنیف اتمر د ملي یووالي حکومت له مهمو او کلیدي شخصیتونو څخه یو دی. نوموړی چې دا مهال د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه مهمه دنده په غاړه لري، د نوموړي د ستراتیژیک فکر، دقیقو پلانونو او برنامو او کوټلو ګامونو له…

ولې په اسلامي هېوادونو تمرکز دی؟ / سید عبدالله پاچا

افغان حکومت د نړۍ په سیاستونو کې د پاللو تر څنګ زیات تمرکز په اسلامي هېوادونو کوي او په دې لړ کې یې زیات سفرونه اسلامي هېوادونو ته کړي چې څنګه کیدای شي افغانستان له اسلامي هېوادونو سره نږدې شي. هسې هم افغانستان له پخوا د نړۍ اسلامي…

د ستونيز غږ او پر واول پیل کلمې/ عصمت الله شينواری

 دا ستونيز بېواک غږ په ستوني کې د تم په ډول ادا کېږي. په پښتو ژبه کې ټولې هغه کلمې، چې په (الف او ع) پیلېږي په همدې غږ ادا کېږي. لکه؛ اوږد ، اسمان ، عزت او … . دا غږ په پښتو ژبه کې د کلمو په منځ یا پای کې نه راځي؛ خو هغه عربۍ کلمې، چې…

ټاپي د سیمې د ثبات ضامن / ډاکتر هدایت الله زرمت

د ټاپي پروژه چې د لس بیلیونه ډالرو په ارزښت له ترکمنستان څخه افغانستان ته په رسېدو ده او تمه ده چې ډېر ژر به یې د رغونې چارې له افغانستان څخه تر کوټې، ملتان او همدارنګه د هندوستان فاضلیکا ښارګي ته ورسېږي. د دې پروژې په پلې کېدو سره به د…

جګړه؛ یو لنډمهالی انتخاب/ زبیر افغان

څو ورځې مخکي مي له بي بي سي راډيو سره د افراطیت په اړه بحث در لود. ځینو اورېدونکو په دې اړه موافق نظر در لود او نورو بیا مخالف. په مخالفو کي ځينو ویل چي اسلام تر تورې لاندي راغلی دی. یوه اورېدونکي دا روایت(ان الجنة تحت ظلال السیوف) هم…

له طالب دې د جنګ مشروعیت واخیستل شي/محمد بشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې د طالب له خوا پر افغان خاوره او خلکو تپل شوی جنګ نه یوازې دیني ریښه او مشروعیت نه لري، بلکې ښکاره جنایت او وحشت دی. داسې وحشت چې د نړۍ په تاریخ کې به یې ډېرې لږې بېلګې ولیدل شي. مګر ستونزه داده چې طالب لا هم خپل جنګ ته د…

غښتلی نظام، باامنه افغانستان / نصرت

پر ټولنه حاکمې ایډیالوژۍ کولای شي چې د فرد ذهن هماغسې وروزي لکه څنګه چې د دغو ایډیالوژیو غوښتنه وي، که نوره نړۍ د خپل هېواد او خلکو د چوپړ له‌پاره سره سیاسي او نورې مبارزې کوي نهايي موخه یې هېواد ته چوپړ وي، په تاسف سره باید وویل شي چې زموږ…