غزل/ علم ګل سحر
زړه مې له تا څخه راټول کړم، تاته بیرته راشي
لکه پتنګ د رڼایي ځلا ته بیرته راشي
ارمان مې ستا تر آننګو ورسي، بیرته راشي
لکه افغان پرمختګ وکړي، شاته بیرته راشي
آزادي نه غواړي پخپله ځان بندي کړي راشي
د ځنځیرونو، زولنو شرنګا ته بیرته راشي…