ښه به شمه/ عزت الله ځواب
جانانه در به شمه، ښه به شمه
سم برابر به شمه، ښه به شمه
چې تبليغي شوم، لېونی هم شومه
بېرته لوفر به شمه، ښه به شمه!
باډيګارډانو سره ښار کې ګرځم!
بس لنډه غر به شمه، ښه به شمه
ډوډۍ به نه خورمه، واښه به خورمه
غټ ځناور به شمه، ښه به شمه!…