د ملي اردو د سرتېري اتلواله/محمد روښان ښاد
قضا مازدیګر چې د لمر وړانګې په ژېړېدو او لوېدو وې، پر بهسودو پل ښار ته د غځېدلي واټ پر غاړه د ملي اردو سرتېری محمد عمر بیدار او په تیارسئ حالت کې ولاړ و. ښار ته تلونکي موټر، پلي او سپاره یې په غور څارل. په چا به یې چې شک راغی، نو…