Browsing Tag

عبدالغفور لېوال

خاطرې

نرانو! وه نرانو! دوزخ ده ستاسو نارینتوب لاندې د لویې واکمنۍ جغرافیه چې ښځینه يې په خپل ذهن کې په ویره ویره ستاسو له سلو زر کلنو خاطرو جوړوي خو د تورسترګو، انارتیو پېغلو هغه چې شونډې یې له شاتو، سپېنې غاړې یې شیدو نه جوړې شوې او…

هیلۍ

لږ په کراره راځه، دوه سپینې سپینې ناکراره هیلۍ الوځي الوځي د شپې له تور بخمل څخه سرونه باسي د شپې ګریوان نه د رڼا سرکشي ښکلې ده، خو زما د سترګو په افق کې دومره ډېره ښکلا نه ځاییږي. وړه وړه خوږه خوږه لکه رڼه شرشره غېږ ته…

رڼا او پاچا

پر زمکه غوږ کېږدۍ او غږ یې واورئ له اوږدو لارو نه غوغا راځي د دې پېړۍ سپین سباوون ته ځیر شئ د شپې له غېږې نه برېښنا راځي په خیالي اس باندې دی سپور رادرومي د رڼا پل اخلي او بیا راځي امان الله راځي اسمان ته ګورئ له ودانو بامو پاچا…

له لوی ډز څخه تر لویې چاودنې

ما به لیکلي وای، چې: ته - زما لپاره – د نړۍ تر ټولو ښکلې نجلۍ... خو، نه! څه فایده؟ تر چاودنې روسته به هیڅوک نه وي، چې دا کرښې ولولي... تر لویې چاودنې روسته، ښايي څه موږک یا چینجي د زمکې په پټو تلخونو یا سمڅو کې ژوندي وپايي یا به…

ټولیزه منډيي – ادب – ادبیات، ایډیولوژي او عقلانیت

د یوه ښوونځي لوستي ځوان ښکنځلې مې ټولو بهر مېشتو ته ولیدې او بیا د ده په ځواب کې مې د ځینو بهر مېشتو د خولو ډزې ولیدې، چې سترګې یې پټې او خولې یې ورپرانیستې وې، له ځانه مې بد راغلل، هغې ټولنې ته حیران شوم، چې زه یې هم یو وګړی یم. د…

یو سهار

یو سهار چې ته راپاڅې او هیندارې ته و ګورې نو د ځان په شان یو څوک به درته موسک وي یو ناڅاپه به دې سترګو لاندې پام شي چې حلقه حلقه لوېدلي نوې ګونځې سترغلو لاندې پیدا وي یو سهار چې ته راپاڅې او هیندارې ته وګورې لږ څه نور هم ځان ته…

ځان مه سانسوروئ، غږ پورته کړئ

تر جمهوریت، ولسواکۍ (دیموکراسۍ) مشروطیت (قانونواکي)، بشري حقونو او نورو انساني ارزښتونو موټر، کمپیوټر، کامره، تیلیفون او اینترنېټ ډېر غربي او پردي دي. د ځينو ځينو په ژبه د غربي مفکورو دوښمنان، چې د غربي تکنولوژۍ په کارېدنه نه شرمېږي،…

د تکفیر او ویښتیا تر منځ شعوري واټن

- سل کاله پخوا انګریزي څارګره (اکتشافي) الوتکه، چې ډېره لوړه نه الوتله، د افغانستان پر جنوب تېره شوه، ځوانکي شپون په غره کې ولیدله، سیلولی کلي ته راغی او خلکو ته یې کیسه تېره کړه... سپین ږیرو توبې ایستلې او چې د کلي اخوند خبر شو،…

د تفکر تکفیر

موږ ولې د ډېر هوښیار بنیادم په اړه وايو: څه کافر سړی دی؟ یا: داسې کافر ماشین یې جوړ کړی، چې پخپله کور جارو کوي؟ یا: داسې کافر ماغزه پرې سواره دي، چې مه یې کوه پوښتنه؟ چا او ولې، له عقلانیت او فکر څخه د راپنځول شوي تکنیک او پوهې سره…