عصري زده کړې؛ د طالبانو تګلاره
د عبد الرحمن محمود په نامه یوه طالب لیکلي:
« د أندړ شاه تحریف.
ملا اندړ اخند دا څو ورځې د شیخ صاحب حفظه الله د کتاب ـ الامارة الاسلامیة و نظامها ـ په حواله بعضې هغه ځایونه چې دی لږ لږ پرې پوهیږي را اخلي چې ګویا شیخ صاحب، یا عموما د إمارت تګلاره دا ده چې د عصري علومو مخالف دي، خو وروسته عبارت ته یې نهدي فکر شوي یا یې قصدا نهدی را أخیستی تر څو خپلو ړندو مقلدینو ته د علماوو، مشائخ کرامو د توهین سوژه په لاس ورکړي، هغه عبارت دا دی « وأما نفس تعلم هذه العلوم العصرية فلا ننكر من الجواز والاحتیاج إليها لتوقف معاش الناس و أكتسابهم عليها في هذا العصر ، وللقوة الحربية و دفع العدو… فلما جاز لهم تعلم العلوم العصرية فهل يستغنى المسلمون عن علوم القرأن والسنة والفقه ام لا بد منها ؟ فيقال كيف يستغنون عما يتوقف عليه أمر دينهم و فلاحهم في الدنيا والاخرة…» د علوم عصریة وو څخه او هغه ته له احتیاجه څخه موږ انکار نه کوو، د خلکو ژوند ور پوري تړلی دی، جنګي قوت او د دښمن دفاع په أوس وخت کي په همدې علومو کي ده، خو دا ددې معنیٰ نده چې شرعي علوم دې پرېښودل شي، په شرعي علومو کې فلاح او کامیابي د دنیا و د اخرت ده»
حقیقت څه دی؟
زه په دې باور وم او یم چې طالبانو ته د نجونو تعلیم او په ټوله کې عصري زدهکړې اهمیت نه لري.
تېر ځل هم طالبانو د امر ثاني په نامه د خپلي تورې دورې تر پایه د نجونو ښوونځي پرا نه نیستل، دا ځل یې هم د امرثاني، شرائطو او نصاب په پلمه تقریبا ۳ کاله د نجونو د ښوونځیو دروازې تړلي دي او د هلکانو ښوونځي هم تش په نامه خلاص دي او پوهنتونونه خو مه ښوروه.
څو ورځې وړاندې مې د طالبانو د قاضي القضاة شیخ علامه عبد الحکیم حقاني صیب هغه تألیف را واخیست چې د طالبانو د امارت نظام یې تشریح کړی دی، ملا هبة الله اخوند او د امارت ګڼو شیخانو هم تائید کړی دی.
د کتاب له نورو مطالبو تېر شوم او د تعلیم څپرکي ته تم شوم، عجائب او غرائب یې لیکلي.
کتاب په ډېره رکیکه عربۍ ژبه لیکل شوی چې ځینېځایونه سمه مانا نه افاده کوي.
ټول کتاب ۳۰۳ مخه لري چې له ۲۴۲ مخ وروسته حقاني صیب د تعلیم په اړه غږیدلی دی او لومړی عنوان یې (التعلیم العصري/عصري زده کړي) ایښی.
د تعلیم په اړه مې د کتاب ټول عنوانونه مطالعه کړل، غوښتل مې چې یوه مفصله لیکنه په دې اړه وکړم، تراوسه لا وخت یاري نه ده کړې، خو د علامه حقاني صیب ځینې خبرې مې ځکه پوسټ کړي چې د خلکو پام کتاب ته را واوړي او مطالعه یې کړي؛ څو په دې پوه شي چې د طالبانو په تګلاره کې په عمومي ډول د عصري زده کړو اهمیت څه دی او د نجونو پرتعلیم ولې بندیز دی.
څوک چې د قاضي القضات صیب کتاب مطالعه کړي، سر به یې خلاص شي چې په طالبانو کې د نجونو پر تعلیم بندیز د افرادو کار نه دی، بلکې طالبي ذهنیت او تګلاره همدا ده چې نجونې باید له ۹ کلنۍ وروسته له شرعي ضرورته پرته له کوره بهر و نه وځي او شرعي ضرورت هم ملا صایبان شیخ صایبان په خپله خوښه تفسیروي، که وخت لاس راکړ په بله لیکنه کې دا موضوع سپړم.
چې خبره اوږده نه شي، د عبد الرحمن محمود نیوکې ته راګرځم.
ملا عبد الرحمن اخوند!
زه هیچا ته د توهین سوژه په لاس نه ورکوم، مخکې مې یادونه وکړه چې د علامه صیب ځینې ملغلرې د دې لپاره پوسټ کوم چې د خلکو پام دې نایابه کتاب ته را واوړي او مطالعه یې کړي.
څوک چې کورنۍ تربیه او اخلاق ونه لري، بې سوژې هم په مستعار نامه او څېره نور خلک ښکنځې. او دا چاره تر ډېره بریده په طالبانو کې زیاته ده او باید زیاته وي، ځکه د چا چې امیر پټ او مستعار وي، مشران یې له دریځه خلکو ته د ناموس ښکنځل کوي، مامور او مادون یې باید پټ، مستعار او ښکنځلمار شي، طبیعي خبره ده چې بې هویته او مستعار سړی نه خپل حیثیت پېژني او نه د بل.
ته خپله چې نورو ته د اخلاقو نصیحتونه کوې، خو په دې اخلاقي نزاکت نه پوهېږې چې د بل چا نوم به نه مسخره کوې او نبوي اخلاق دا دي چې خپل مخالف ته به هم ښېرا نه کوې، بلکې د هدایت دعا به ورته کوې.
خیر دا مې یوه یادونه وکړه، بښتانه وایې چې ګیله د ګیلې له ځایه کېږي، اصلاً زه ملامت یم چې په معصومو(!) انسانانو نیوکي کوم.
ملا محمود اخوند!
تا لیکلي چې: « د شیخ صاحب ټول تمرکز د عصري علومو په بحث کي پر دې دی چې د عصري علومو زدهکوونکي باید په شرعي علومو هم خبر وي، عصریت ، تدین أو تقویٰ دواړه پکښي وي، یو عصري ځوان باید د خپل دین څخه هم خبر وي، د رب جل جلاله د حساب او کتاب ویره ورسره وي، ملحد ، فاسق او خائن نوي.
أیا یو عاقل به له دې خبرو انکار وکړي؟ کلا و حاشا. محرفین او منحرفین دي تل نامراده او شرمنده وي».
دا د علامه حقاني صیب له بحثه ستا شخصي انګیرنه او برداشت دی او یا شاید ته نه غواړې او یا کوم مجبوریت ولرې چې د خپل قاضي القضات هغه کمزورې، بې دلیله او بې منطقه خبرې یادې کړې چې وخت پر وخت ما یادې کړي او یادوم یې.
ستا او نورو طالب مبلغینو به مجبوریت وي چې د طالب او طالبمشر هر ناوړه او غیرې معقول دریځ ته پرتوګ وګنډئ او دلایل ورته وتراشئ، خو نور خلک مجبوریت نه لري او نه پر هر منبر د طالبانو مداحان ناست دي.
قاضي القضات صیب عصري زدهکړو ته په ډېره ټیټه سترګه ګوري، بحث داسې پیلوي: پر اسلامي دولت لازمه ده چې دیني زدهکړو ته پر عصري هغو ترجیح ورکړي، په دې مانا نه چې عصري زدهکړې دې مستقلې وي، بلکې عصري زدهکړې دې د دیني زده کړو تر څنګ وشي. (یجب في الدولة الاسلامیة ترجیح التعلیم الدین علی التعلیم العصري، لایعني به أن یترک التعلیم العصري رأساً…) ص: ۲۴۲
مروج عصري ښوونځي د کفر تاثیرات او اغېزې بولې او وایې چې پر مسلمانو امیرانو او دیني علماوو لازمه ده چې خلک له دغسې مروجو ښځوونځیو څخه په کلکه را وګرځوي. (فعلی أمراء المسلمین و علماء الدین المبین آن یمنعوا الناس عن مثل هذه المکاتب المروّجة آشد المنع؛ لأنها من تأثیرات الکفار…) ص:۲۴۳
علامه صیب زیاتوي: په اسلامي دولت کې کمزورتیا هغه وخت رامنځته کېږي چې کله عصري علوم/العلوم غیر الدینیة غلبه وکړي، مانا ډېر شي. (والضعف فی الدولة الاسلامیة انما یجئ من غلبة العلوم غیر الدینیة…) ص: ۲۴۲
حقاني صیب وایې چې د عصري زدهکړو ښوونکي او زدهکونکي قرآن، سنت د سلفو او امامانو اقوال پريږدي، په عقلیاتو باور کوي او شرعیاتو ته پاملرنه نه کوي، په افغانستان کې چې کله عصري زدهکړ په دیني هغو برلاسې شوي، پایله یې دا شوه چې ملحدینو د حکومت پر خلاف پاڅون وکړ. (وتکون معلّموها ومتعلموها متهاجرین للقرآن والسنة و أقوال السلف والأئمة…) ص: ۲۴۲
قاضي صیب وایې چې دا ښوونځي د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې تر ټولو ستر خطر، د قرآن، شرعي احکامو او اخلاقو د زدهکړي ستر مانع دی. (وهی من أعظم الدواهي ضد الاسلام والمسلمین، وهی من أشد الموانع من تعلیم القرآن والأحکام الشرعیة والأخلاق الاسلامیة…) ص: ۲۴۴
تا چې کوم عبارت نقل کړی، سم دې نه دی ژباړلی، هلته هم قاضي صیب د عصري علومو د زدهکړې یواځې پر جواز قائل دی، وایي چې (و أما نفس تعلم العلوم العصریة فلا ننکر من الجواز…)، په داسې حال کې چې ستر علماء یې فرض کفایې بولي.
هو، دا خبره یې هم کړې چې عصري زدهکړو ته په ورځني ژوند کې اړتیا شته او له دوښنمه دفاع په همدې علومو کېږي… او په پای کې بېرته د عصري زده کړو اهمیت کم کړی او ویلي یې دي چې زما د خبرو دا مانا نه ده چې شرعي علوم دي پرېښودل شي، په شرعي علومو کې د دنیا او د آخرت بریا ده.
تا د شیخ صیب د تمرکز خبره هم کړې.
زه په دې باور یم، اصلاً د شیخ صیب تمرکز په دې دی چې له ملاصیب څخه ډاکتر، انجنیر او زراعت پوه جوړ کړي او له مدرسې څخه ملا ډاکتر، ملا انجنیراو ملا… فارغ کړي، ځکه شیخ صیب ته عصري مکاتب او پوهنتونونه له اسلام او اسلامي عقیدې تش ښکارېږي، په داسې حال کې چې د ښوونځیو او پوهنتونو په نصاب کې د اړتیا تر بریده دیني مضامین شته او له همدې مکاتبو او پوهنتونو څخه په دین او طن میَن علماء او پوهان فارغ شوي دي.
له ټولو ملایانو ډاکتران او انجنیران نه جوړېږي او نه له ټولو انجنیرانو او ډاکترانو ملایان جوړېږي، کیدای شي د ګوتو په شمار خلک دوه متفاوت مسلکونه زده کړي، خو دا به ډېر لیږ یې.
د افغانستان پر عصري تعلیمي سیستم تر دې حده بدګماني د شیخ صیب پر ناخبري دلالت کوي.
که شیخ صیب رښتیا هم غواړي چې پر تعلیمي سیسټم مسلکي اعتراض وکړي او تشې یې په ګوته کړي، نو لومړی باید د ښوونځيو او پوهنتونونو د مروج تعلیمي سیسټم ارزونه وکړي او په معیاري ډول یې تحلیل کړي.
کیدای شي ځینئ لوستونکي په دې اند وي چې رحمت الله اندړ د طالبانو سخت منتقد دی، د قاضي القضات صیب کتاب به یې له منفي زاویې نقد کړی وي، خو زه د دوی او د ملا عبد الرحمن اخوند د لا زیات باور لپاره ـ پر همدې کتاب او همدې موضوع ـ د یو بل بې طرفه دیني عالم نقد ستاسې مخې ته ږدم.
«ښاغلی عبد الحکیم! حکومتونه داسې نه جوړېږي!» تر دې عنوان لاندې مولانا عبد العزیز هندي د حقاني صیب پر کتاب په تېره بیا د عصري زده کړو پر موضوع نقد کړی چې یوه برخه یې له تاسې سره شریکوم:
«هو، مخکې مو کله ناکله اورېدل چې په یو شمېر ولایاتو کې اسلامي امارت لیسې او عصري ښوونځي په مدرسو بدل کړي دي، خو موږ دا خبره پروپاګند او د اسلامي امارت خلاف مطبوعاتي جګړه بلله، دوې ورځې وړاندې ستاسې له کتاب (الامارة الاسلامیة ونظامها) څخه خبر شوم نو په بېړه مې ډاونلوډ کړ او په فهرست کې مې د عصري تعلیم په اړه عنوان تر سترګو شو، فورا مې هغه پاڼه راواړوله تر څو د عصري زده کړو اړوند د اسلامي امارت موقف څخه ځان خبر کړم.
خو متأسفانه چې ما په هغې لیکنه کې د عصري علومو او د ښوونځیوو او سکولونو په اړه یو ډول زیاتووالی او تجاوز محسوس کړ، تاسې لیکلي ول: په اسلامي حاکمانو او دیني علماوو لازمه ده چې خلک له دې مروجو ښوونځیو څخه په سختۍ سره منع کړي، ځکه دا د کفارو اغیزې دي، تر څو مسلمانانو کې فساد خپور کړي او هغوی د الله تعالی له دین څخه منحرف کړي.
د عصري ښوونځیو پر وړاندې ستاسې فیصله ددې تصور ښکارندویه ده چې ګویا عصري تعلیم د دین برخه نه ده، عصري او دیني تعلیم سره جمع کیدلای نه شي، او هغه څوک چې دې تعلیم ته ځان وزګار کړي، او په هغه کې پرمختګ وکړي، په اخرت کې یې هیڅ برخه نه شته، لا حول ولا قوة الا بالله عصري علوم مو د اباحت او مطلق جواز درجې ته راکښته کړي دي، په داسې حال کې چې دا رایه د فقهاوو د مذهب سره ټکر لري، ځکه هغوی د دې علومو په فرضیت کفايي قائل دي، لکه څنګه چې په دې اړه د فقهې کتابونو هم صراحت کړیدی.
تاسې د عصري علومو په اړه د خپل موقف د تأیید لپاره د یو شمېر علماوو اقوال رانقل کړي دي، چې د هغوی له ډلې څخه یو یې حافظ ذهبي رحمه الله هم دی، خو د هغه له خبرې ستاسې استدلال کول قیاس مع الفارق دی.ځکه علامه ذهبي دا رایه د یوناني فلسفې او کلام، علم منطق او نورو بې ګټې علومو په اړه ذکر کړې ده، او تاسې هغه په عصري علومو تطبیق کړې ده، چې مفید هم دي، او مسلمانان چاره نه ترې لري.
متأسفانه د فلسفې او منطق علم دواړه د نظامي درس په مدارسو کې اوس هم موجود دي، او في الحال تدریسږي چې د ډیرو طالبانو او مدرسینو عمرونه یې ضایع کړل.
همدارنګه مو استدلال د مفتي محمد شفیع او مفتي جمیل احمد تهانوی رحمهما لله په اقوالو سره کړی دی، په داسې حال کې چې هغو د اسلامي عصري ښووځیو په پرانستلو کې خصوصي کار کړی، چې د هغوی له جملې څخه د حراء فاونډیشن او اقراء سکولونه هم دي.
هیڅ څوک ممکن له دې خبرې ناخبره نه وي چې د عصري علومو زدهډکړه د دین برخه ده او فرض کفایي ده.
تاسو څه فکر کوئ؟ تر څو به افغانستان د تعلیم، صحت، تجارت او صنعت په برخه کې پاکستان ته محتاج او د هغوی د اوږو بار وي؟ په مسلمانانو لازمه ده چې د صحت په برخه کې ماهر کدرونه وروزي، ځکه ډیر فقهي احکام په حاذق او ماهر ډاکټر پورې موقوف دي.»
باید یادونه وکړم چې دا نقد په عربي ژبه لیکل شوی دی، ګڼو ویبپاڼو خپور کړی دی، د ژباړونکي په اړه یې مالومات نه لرم، خو ځینو ویبپاڼو یې عربي متن هم ورسره لیکلی دی.
زه خپله لیکنه همدلته را نغاړم چې په لوستونکو ونه غمېږي، که وخت یاري وکړه او یا کوم طالب بله نیوکه وکړه، بیا به مو له یوې بلې لیکنې سره په چوپړ کې یم.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
Donate Here
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.