د آزادۍ د سنګر نښان؛ د نایب امین‌الله خان لوګري تاریخي کلا

شېرمحمدامیني ستانکزی

85

د آزادۍ د سنګر نښان؛
د نایب امین‌الله خان لوګري تاریخي کلا

د غازي نایب امین‌الله خان لوګري تاریخي کلا، چې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ، د برکي راجان په سیمه کې پرته ده، له دوه پېړیو څخه زیاته تاریخي لرغونتیا لري او د دې ولایت له مهمو تاریخي آبداتو څخه ګڼل کېږي.
یاده کلا په دولس جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده، د خونو او دهلیزونو معماري یې د غزنوي پېر له هنري سبک سره نږدې والی لري، د دغې کلا په دننه کې یوه تاریخي خونه یا مېلمستون شتون لري، چې نایب امین‌الله خان لوګري به پکې، د وخت له نومیالیو جهادي او سیاسي شخصیتونو سره د انګریزي ښکېلاک پر ضد د مبارزې غونډې تنظیمولې.
له دغو شخصیتونو څخه عبدالله خان اڅکزی، ملا مشک عالم او محمدجان خان وردګ یادولی شو، چې له نایب امین الله خان لوګري سره يې اوږه په اوږه، د خپلواکۍ د موخې لپاره مبارزې کولې.
همدغه خونه د مبارزې مرکز ګرځېدلې وه، له همدغه ځایه به د دښمن پر وړاندې تعرضي پلانونه جوړېدل، جګړې تنظیمېدې او په پایله کې به د افغانانو بریاوې ترلاسه کېدې.
د انګریزانو پر وړاندې د نایب امین‌الله خان دوامداره مبارزې، نوموړي ته د غازي لقب ور په برخه کړ او نوم یې د افغانستان د آزادۍ په تاریخ کې ثبت شو.
د غازي کلا یوازې یوه ودانۍ نه ده؛ بلکې د افغانانو د آزادۍ، سرښندنې او ملي مقاومت یوه ژوندۍ نښه ده. یاده کلا نن ورځ د تاریخ یو ارزښتناک میراث ګڼل کېږي، خو له بده مرغه، د وخت په تېرېدو، جګړو او بې‌ غورۍ له امله د زوال له جدي ګواښ سره مخ ده.
د دې تاریخي ودانۍ د رغونې اړتیا تر بل هر وخت زیاته محسوسېږي، څو د راتلونکو نسلونو لپاره د ویاړ، قربانۍ او استقلال نښه پاتې شي.
پکار ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د تاریخي آبداتو اداره، یونسکو او نور فرهنګي بنسټونه په ګډه د نایب امین الله خان لوګري د کلا د ساتنې او بیا رغونې په پار جدي او عملي ګامونه واخلي. دا هڅې به نه یوازې یو تاریخي میراث وژغوري؛ بلکې د امین‌الله خان لوګري د سرښندنو او فداکاريو کیسه به راتلونکو نسلونو ته وساتي.
د یادونې وړ ده، چې غازي امین‌الله خان لوګری په ۱۱۹۷هـ.ق کې کال د لوګر ولایت د برکي راجان په کلي کې زېږېدلی و. پلار یې میرزايي خان د تيمور شاه دراني د واکمنۍ پر مهال د کشمير حاکم و او مور یې د کمال خان خرم‌خېلي لور وه.
نوموړي د وخت دینی علوم لوستي و او ښه لیک، لوست او سیاسي پوهه یې لرله. کله چې امیر دوست محمد خان دوهم ځل واک ته ورسېد، نایب غازي امین‌الله خان لوګری يې د ځینو پلمو له امله بندي کړ او په ۱۲۷۴ هـ. ق کال د ۸۷ کلنۍ په عمر د کابل په بالاحصار کې وفات شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.