• Likes
  • Followers
  • Subscribers
  • Followers
  • Tuesday, September 15, 2026
  • دعوت مجله
  • English Web

دعوت میډیا ۲۴ دعوت میډیا ۲۴ - دعوت مېډیا۲۴

  • Donate
  • English
  • دا هم شته / بیلابیل
    • ټولنیز علوم
      • ارواپوهنه
      • (پېښلیک (تاریخ
    • دعوت خپرونه (مجله)
    • افغان سباوون ټلویزیون
    • پښتون خوځښت
    • روغتیا او خواړه
    • سینما، هنر او فلم
    • ساینس او ټکنالوژي
    • (بدني روزنه (سپورت
  • د ماشوم نړۍ
    • د ماشومانو په اړه
    • د ماشومانو کیسې
  • اسلام
    • دینې پلوشې
  • مقالې
    • غوره شوې لیکنې
    • روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي
      • خبرتېاوې او پیغامونه
    • Uncategorized
  • کالمونه
    • استاد عبدالحی حبیبي
    • محمد عثمان تره کی
    • اعظم سیستانی
    • میرعبدالرحیم عزیز
    • ملالۍ موسي نظام
    • پاکیزه آرزو
    • شېبه ګهیځ
    • ګل آغا احمدي
    • سرلوڅ مرادزی
    • مصطفی عمرزی
    • محمد طارق بزګر
  • ژبه، فرهنګ، کلتور
    • ادب
    • ژبپوهنه
    • ژبه
    • ژبه ـ لیکدود
    • شعرونه او لنډۍ
    • طنزونه
    • لنډې کیسې
    • ناول
  • کور
DawatMedia24
  • Home
  • روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي
  • لالهانده مدنیان / حفیظ الله تراب

لالهانده مدنیان / حفیظ الله تراب

روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي
By admin Last updated Jul 11, 2018
0 1,030
Share
 

نړۍ د لالهاندیو سټډيوم دی. دلته به داسې څوک نه وي چې دا چاره دې ورسره نه وي شوي او یا دې ترې خلاص شي، خو ستونزمنه دا ده چې يو څوک دې پرله‌پسې يا دوامداره لالهانده وي.
د همداسې خلکو په ډله کې چې د خپلو چارو رو او ګودر ترې ورک دی، يو هم زموږ مدنیان دي، ځکه يې نو هغه بله ورځ د يوې لويې غونډې په ترڅ کې په دې بحث کاوه چې له بې‌حسابه منډو ترړو او چيغو سره سره زموږ نوم په ټولنه کې بد او خلک راته د غلو او يو ډېر چالاک مخلوق په سترګه ولې ګوري!؟

سمه خبره خو دا ده چې د دوی له دغه اعترافه باید مننه وشي، د خوښۍ ځای دا دی چې دلته خو لوی لوی غله او جنایتکاران له خپلو بې‌حسابه ناوړه کړنو سره دا انګېري چې ګنې د خلکو په منځ کې موږ د ډېر درناوي خاوندان يوو او چې مدنیان خپل عیبونه پېژني، دا بیا د ویاړ خبره ده.
مدنیانو وروڼو ته به مالومه وي چې د دوی دا ډلې پنځه کاله مخکې د امريکايي ډونرانو له خوا راپيدا شوې. په لومړي سر کې يې لږ لږ بوديجه ورکوله، خو وروسته په دې برخه کې لوی لوی دفترونه جوړ او د حکومت پر وړاندې يې د اپوزسیون بڼه غوره او تر اوسه لا دا حالت دوام لري.

پوښتنه دا ده چې رښتیا هم مدنیانو ته خلک ولې په سپکه ګوري؟
د دې يو ځواب دا دی چې د دې خلکو بنسټ له لومړۍ ورځې کوږ او کاواکه کېښودل شو. کوږ په دې و چې دوی له سره په دې نه پوهېدل چې مدنیت څه ته وايي، په نړۍ کې مدنیت کله پيل شوی او يا هم موږ مدني فعال چا ته ویلای شو؟
بله مهمه مساله چې ښايي تر لومړنۍ ډېره ارزښتناکه وي، هغه دا چې د دې ډلې ډېری خلک داسې کسان وو چې په غلا، چالاکۍ او ډېرو نورو تېر ایستنو کې يې تخصص درلود.
هماغه و، کله چې ولس دا خلک وليدل، سل په سلو کې يې ومنله چې اوس نو پخوانیو غلو چې پخوا يې د دفترونو او موسسو له لارې نامشروع کورونه، لنډکروزرې او نورې شتمنۍ پیدا کړې، اوس يې د مدني فعال پوستین واغوست او د غلاوو لپاره يې بل تاکتیک پيل کړ.

دا هم سهي نه ده چې ټول مدنیان داسې نه دي، خو د ناوړه خلکو ډېروالي د پاکو شتون تر سیوري لاندې راوستی. په ولایتونو کې بیا داسې مدنیان شته چې تر اوسه لا د شتو خزانو ته لاسرسی نه لري، خو د هغه ځای په مدنیانو کې بله ستونزه دا ده چې يو نیم يې د همدې نوم په مرسته له لویو لویو چارواکیو سره لارې جوړوي او يا هم ترې خپل باج اخلي.
د مدني فعالانو بله ستونزه دا ده چې ډېری يې تر اوسه پر دې نه پوهېږي چې مدني فعال چا ته وايي او یا هم څوک مدني فعال کېدای شي؛ نو يو څوک چې يو څه و نه پېژني، لاره به يې له خنډونو ډکه او تيندکونه به خوري.
د تاريخ په اوږدو کې ډېر مدني فعالان تېر شوي دي، د هغوی د ټولو يوه ځانګړنه دا وه چې د هغوی لویه موخه بشریت ته خدمت و. هغوی ټول ژوند دې ته ورکړی و چې بايد پرته له کومې معاوضې او یا شهرته انسان ته خدمت وکړي. بله ځانګړنه يې دا وه چې ډېری د خیر کارونه، له بېوزلو سره مرسته او د مظلوم دفاع به يې داسې کوله چې مرستندوی ترې خبر هم نه‌شي.

له بده‌مرغه د دې ځای په مدني فعالانو کې داسې کسان هم ښه ډېر وو چې د خدمت پر ځای يې يوې ډلې ته کار پيل کړ، د تعصب او تنګ‌نظرۍ رښتیني فعالان وو. د سیاسي ډلو ټپلو، مافيا او جنایتکارانو ملاتړ يې د مدني فعال تر پردې لاندې پیل کړ او دا چارې يې لا روانې دي.
چې داسې ده، خلک به دوی ته څنګه په درنه سترګه وګوري؟ اخر ولس هم ړوند نه دی. رښتیا خو دا ده چې مدني فعالیت دې ته وايي چې يو څوک د انسانیت د خدمت لپاره له خپل سر او ماله تېر وي، د ناخوالو د ورکولو لپاره ځانګړې وړتیا ولري او دا هر څه يوازې او يوازې د خدای د رضا او خوښۍ لپاره کوي، خو د دې ټولو خبرو په شتون کې د دې ځای ډېری مدني فعالان که غواړي چې په ټولنه کې له بد نومه خلاص شي، په کار ده چې دا چارې وکړي؛

لومړی دې د خدمت او سرښندنې روحیه په ځانونو کې وروزي او بیا دې خپلې هغه شتمنۍ چې پخوا يا اوس يې پيدا کړې دي، خلکو ته ورکړي. له دې سره به پرې خلک باور وکړي او که داسې نه وي، تر پایه به په ذهني لالهاندي لکه څنګه چې اوس اخته دي، همداسې اخته او په ټولنه کې به ورته په ښه سترګه نه کتل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

حفیظ الله تراب
admin

Prev Post

د سميع الحق مسلماني او خړپړ طالبجان/ ح حقوېش

Next Post

پاکستان ته سپینه خبره پکار ده!/ محمدبشیر یوسفزوی

نورې ورته لیکنې
روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

د خصوصي ښوونځيو نارواوې

Prev Next
Leave a comment
Dawat in English

وروستۍ لیکنې

زعفران او ګل محمدي به د کوکنارو بدیل وي

UNODC په افغانستان کې د کوکنارو بدیل په توګه زعفران او ګل محمدي دودوي. د نشه‌يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو…

د هندواڼې روغتيايي ارزښت او د کار میکانیزم

له زرو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي

!ما برای چنین افغانستان صدا بلند می‌کنیم

ملي‌پالنه او په افغانستان کې ټولنیزې ننګونې

ډېر ګرم چای او قهوه؛ ایا د مرۍ سرطان لپاره خطر لري

!موږ د داسې وطن لپاره غږ پورته کوو

لومړي برخه/ دوه اوسپنیز سیاستوال، دوه ملتونه؛

د سپتامبر یولسمه: ولې بن لادن د پاکستاني پوځ په پټنځای کي…

د سیاست په هکله غیر علمي منطق

د عدلي طب له پلوه پس له مرګ نه کوم غړي زر او کوم غړي وروسته…

 د سپتمبر یوولسم: له نیویارک د برجونو له سقوطه تر کابل سقوطه

معمای ناگشودهٔ ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱م برای ملتهای امریکا و جهان

د رسنیو ارزښت؛ له خبر رسولو تر ټولنیز مسوولیت پورې

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

افغانه نظيره حاجي زاده د داعش په ملاتړ تورنه او ډیپورت شوه

هغه پټه لومړنۍ امریکايي ډله چې له میلیونونو ډالرو سره پنجشېر…

لنډه کیسه= ته چیرته یې!؟

له کاري فشارونو سره د مقابلې لارې

پروتوکول ناکام، شرم سیاسی و یک لحظه نادر از انضباط

افغان وطن او انګریزان  دوهمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه = ۳۹۸مه برخه

خپله به ستړی وي خو موږ یې دمه کړو

د افغانستان نفت او ګاز؛ د ولس ملي شتمني، د حاکم نظام امانت…

د افغانستان بنیادی ستونزه، بنیادی او با ثباته دایمې حل لاره

!مسلمانان په خپل اور کې سوزي

از تعامل تا معامله؛ پروژه عادی‌سازی طالبان و تقسیم کیک…

افغانستان د واک غمیزه: ملي اتل، ملي خاین او د پردیو لوبه

تراژیدی قدرت در افغانستان؛ قهرمان ملی، خائن ملی و بازی…

!!انسان؛ د عزت او ذلت ترمنځ

حافظه شاعره حلیمه خټکه

غزل

کومې میوې د شکر د کچې کنټرولولو کې مرسته کوي؟

محرقه تبه څه ډول ناروغي ده؟

له ډيلټا نړيوال شرکت سره تړون؛ فرصتونه که اندېښنې؟

Prev Next 1 of 5,416
دعوت مجله
Donate زموږ مرسته وکړئ
دعوت رسنیز مرکز

Dawat Media Senter

له افغانستانه بهر لویه افغاني رسنۍ
له ۱۳۶۷ - ۱۹۸۸ کال راپدېخوا د افغان ولس په چوپړ کې
: موسس، مسئول چلوونکی او د امتیاز خاوند
محمد طارق بزګر
:ایمیل
dawatmedia@gmail.com
Mobile: +47-90856195
:کاري ټیم
محمد طارق بزګر
شېبه ګهیځ
:بریښنالیک
dawatafghanmedia@gmail.com
د دعوت مجلې د ای اس بي این شمېره
ISBN: 978-82-691395-2-5
په ناروې کې د راجستر نومره
Orgnr (Reg#): 985160058
:د دعوت بانکي پته
DNB Bank AC # 0530 2294668
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Account for international payments:
NO15 0530 2294 668
:د ویپس شمېره
Vipps: #557320
:پوستي پته
M. Tariq Bazger,
Voldgt. 37A, 2000 Lillestrøm,
Norway
امیر خان مقری: دا زموږ افغانستان دی

غوره شوې لیکنې

هغه پټه لومړنۍ امریکايي ډله چې له میلیونونو ډالرو سره پنجشېر…

احمدشاه مسعود او پښتون‌دښمني؛ د یوه ژبنیز سیاست پټه څېره

عطا نور ولې دې ورځو کې «کوڅه‌ډبي» ادبیات کاروي؟

نور ولولئ

تر ټولو ډیر لوستل شوي

نارویژي – پښتو قاموس Stor Norsk-Pashto Ordbok

زمری او سوئ

بازاري شیدې د ماشومانو روغتیا ته ضرر لري

نور ولولئ

خبرتیاوې او پیغامونه

د سواد نړیواله ورځ؛ زده کړه د هر انسان حق دی

Prev Next 1 of 189,349
ارشیف
More Stories

د خصوصي ښوونځيو نارواوې

admin
Prev Next 1 of 33,411
  • Home-کور
  • Books
  • (بدني روزنه (سپورت
  • کرکټ
  • اسلام
  • دینې پلوشې
  • پښتون خوځښت
  • ټولنیز علوم
  • ارواپوهنه
  • میرمن
  • (پېښلیک (تاریخ
  • د ماشومانو په اړه
  • د ماشوم نړۍ
  • د ماشومانو کیسې
  • دعوت خپرونه (مجله)
  • افغان سباوون ټلویزیون
  • سیاسي مرکې
  • ژبه
  • ژبپوهنه
  • ناول
  • ژبه ـ لیکدود
  • لنډې کیسې
  • طنزونه
  • شعرونه او لنډۍ
  • ادب
  • کره کتنه
  • ژبه، فرهنګ، کلتور
  • روغتیا او خواړه
  • خبرتېاوې او پیغامونه
  • روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي
  • نوی کتابونه او چاپي اثار
  • دا هم شته / بیلابیل
  • اجتماعي سیاسي
  • سینما، هنر او فلم
  • ساینس او ټکنالوژي
  • کلتور و ادب
  • نوشته های تاریخي
  • علمی و جالب
  • صفحه دري
  • Uncategorized
  • غوره شوې لیکنې
  • مقالې
  • کالمونه
  • میرعبدالرحیم عزیز
  • اعظم سیستانی
  • مصطفی عمرزی
  • محمد عثمان تره کی
  • ملالۍ موسي نظام
  • هلمند پردیس
  • محمد طارق بزګر
  • شېبه ګهیځ
په دعوت مېديا کې د لیکوالو لیکنې د دې ویبپاڼې د دریځ ښکارندويي نه کوي دعوت مېډیا هغو لیکنو ته لومړیتوب ورکوي چې يوازې د دعوت مېډیا له پاره وي
Contact us: dawatmedia@gmail.com
© 2026 - DawatMedia24. All Rights Reserved. Website Design: DawatMedia | About Us | Content Policy | Privacy Policy/ | Terms & Conditions | Contact Us
Sign in

Welcome, Login to your account.

Forget password?
Sign in

Recover your password.

A password will be e-mailed to you.