د افغان ملي اردو د تمویل نړیوال صندوق غړو په کلنۍ غونډه کې چې د ناټو تړون په مرکز بروکسل کې جوړه شوې وه، وپتېیل شوه چې د دغه تړون غړي او متحدین به د افغان د امنیتي ځواکونو د مالي ثبات له پاره د دغو ځواکونو تمویل ته له ژمنې سره سم دوام ورکوي.
دا مالي مرسته نه یوازې د افغان ملي د فاعي او امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ له پاره مهمې دي بلکې له رواني پلوه هم خورا زیات ارزښت لري ځکه چې په دې سره دغه ځواک داسې ګڼي د ترهګرۍ پر وړاندې نړیواله مبارزه کې نړیوال ملاتړي له ځانه سره لري او هم د مقابل لوري په تېره د ترهګرو ملاتړو هغو هڅو ته هم غاښ ماتونکی ځواب دی چې د جګړې او ناامنۍ په اوږدولو سره داسې ګڼي چې ګنې نړیواله ټوله به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ له دوامه ستومانه او په پای کې به ډګر هغوی ته ورپرېږدي، خو د ناټو تړون نامحدود ملاتړ د هغوی هېلې پر ناهیلۍ بدلوي.
د افغان ملي اردو تمویل نړیوال صندوق غړو د افغان امنیتي ځواکونو د مالي تمویل دوام او همغږۍ خبرې هم کړې دي.
د ناټو یوې خبرپاڼې لیکلي:«د ۲۰۱۸ میلادي کال د مې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې دې نړیوال مالي صندوق د افغانستان د ملي اردو له پاره ۲،۳ میلیارده ډالر ورکړي دي»
خبرپاڼه زیاتوي په بروکسل کې د افغان ملي اردو د تمویل نړیوال صندوق پلاوي پهدې غونډه کې د افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل په بهیر کې پر همغږۍ او د افغان حکومت پر هغو پلانونو بحث وشو چې غواړي خپل کلني امنیتي لګښتونه زیات او د حکومت د مالي چارو د ښه کولو له پاره سمون راولي.
د ناټو خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د راتلونکې اړتیا وړ بودجې په اړه هم خبرې وشوې.
د ناټو خبرپاڼې د هغه سازمان لوی منشي ینس سټولټنبرګ له خولې لیکلي:
«په د جولای په میاشت کې په بروکسل کې د ناټو سرمشریزه به یو ښه فرصت وي چې مرستندویه هېوادونه به پهکې د افغان امنیتي ځواکونو مالي ثبات ته خپل راتلونکې ژمنې په ډاګه کړي.»
دا مرستې ځکه مهمې دي چې اوس په افغانستان کې جنګ جګړو زور اخیستی او د تېرو کلونو په پرتله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سر زیان او لګښت کچه لوړه شوې، لامل یې هم دادې چې اوس له پاکستان سربېره ایران او روسیه په ښکاره د دولت وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي، پیسې او وسلې ورکوي او ان په سیاسي ډګر کې یې هم له ملاتړه ډډه نه کوي، پر همدغه دلیل افغان امنیتي ځواکونه لا ډېر مالي او تسلیحاتي ملاتړ ته اړتیا لري.
له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې له هغې ډلې د ناټو او امریکا مرستې د هغوی کوم احسان هم نه دی دا ځکه چې اوس افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه نه یواځې د افغانستان امن او ټیکاو له پاره جنګېږي بلکې د دوی سرښندنو او قربانیو ډېره ګټه امریکا، ارپایي هېوادو چې ډېر یې د ناټو تړون غړي او ان هغوی( روسی او ایران) ته هم رسېږي چې هره ګړۍ د ترهرګریزو بریدونو ښکار ګرځېدلی شي، په دې مانا چې افغان ځواکونه د هغو ترهګرو مقابله کوي او پرضد یې جنګېږي چې له افغانستانه بهر هم که لاس یې ورسېږي او وخت پیدا کړي له بریدونو مخ نه اړوي. که وکتل شي په افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو او د نړۍ په هرګوټ کې د ترسره شویو بریدونو سرچینه یوه ده، په یو ځای کې روزل شوي او بریدونو ته لېږل شوي خو په لومړۍ لیکه کې ورته افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو خپل ټټرونه سپر کړي دي او که افغان ځواکونه یې مخه ونه نیسي دا ډلې به یو ځل بیا خوندي ځالې پیدا او د سپتمبر یوولسمې د نیوارک او واشنګتن(د نړیوال سوداګریز مرکز او پنتاګون)، مادرید، بالي، پاریس او د لندن مترو په شان او له هغو پر خطرناکو بریدونو په هر ځای کې لاس پورې کړي نو ځکه خو ویلی شو چې اوس افغان ځواکونه د ټولې نړۍ له پاره جګړه کوي، که نن په پاریس، لندن، واشنګتن، نیوارک، توکیو او د نړۍ ګوټ ګوټ کې خلک ارام خوب کوي د افغان امنیتي ځواکونو د وینه له برکته دی چې هره ورځ له ترهګرو سره په جګړو کې بهیېږي.
له نړېوالې ټولنې او افغان دولته تمه کېږي چې د جګړې ښې لارښوونې او د بري پولو ته رسولو په موخه دې اغیزمن او ګټور ګامونه پورته کړي. نړیواله ټولنه په تېره ناټو ته بویه چې د ترهګرو پر ملاتړو د فشارونو زیاتولو ترڅنګ د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو مالي او تسلیحاتي ملاتړ زیات او ورسره په خواکې افغان استخباراتي او کشفي بنسټونه دومره پیاوړي کړي چې له ډیورنډ کرښې هاخوا او پولو بهر د ترهګرو پټنځایونو، مشرانو او د وسلو زېرمتونونو په نښه او له منځه وړلو وړتیا ترلاسه کړي. په دغه ډول جګړه کې تر ټولو اړینه او مهمه ده چې ترهګر له سرچینې په نښه او موخې ته له رسېدو وړاندې له پښو وغورځول شي چې دغه کار ډېرو پیسو او ښو روزل شویو کارکونکو ته اړتیا لري.
په دغه ځای کې بله مهمه مسله داده چې افغان استخباراتي او کشفي څانګې باید په بهر کې د عمل ډېره ازادي ولري او د اړتیا پروخت په ورته عمل یا ځوابیه عمل لاس پورې کړی شي.
افغان چارواکو ته بویه چې د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو امتیازونو زیاتوالي لارې چارې ولټوي او دغه لګښت پر هغه دلیل چې پاس یې یادونه وشوه په زغرده له امریکا او ناټو وغواړي او د هغو سرتېرو او افسرانو تنخواګانې لوړې کړي چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې خپلې پاکې وینې تویوي، په تېره د شهیدانو کورنیو او پاتې کسانو ملاتړ په موخه هغوی ته ځانګړي امتیازونه په پام کې ونیول شي، انظباط او دسپلین ټینګ او ورسره د مکافاتو او مجازاتو اصل په کلکه رعایت او د ښې روزنې او وړتیا په پایله کې د سرتېرو او افسرانو د مرګ ژوبلې کچه راټیټه شي. د وسله وال پوځ امیتازونو زیاتول او په هغه کې د فساد مخنیوی مرسته کوي چې د وسله وال پوځ لیکې پر وخت بشپړې او جګړه ییزه روحیه یې پیاوړې شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320