له تېرو دوو کالو راهیسې په سوېلي ولایت زابل کې د داعش د ښکاره حضور او هلته د هغوی د روزنیزو مرکزونو د شتون خبرې خوله په خوله کېږي، خو حکومت او ولایتي اداره يې بابېزه ګڼي.
سرخط ته رسېدلي وروستي مالومات ښيي چې اوس دا خطر لا زیات شوی.
مخکې د زابل په دريو ولسواليو خاک افغان، دایچوپان او ارغنداب ولسوالیو کې د هغوی د شتون خبره کېده، خو اوس يې نوبهار او مېزانې ولسواليو ته هم مخه نيولې، دغه سيمې يې نيولې دي.
د نظام پر ضد په جګړه کې د داعشيانو او طالبانو تر منځ يو لوی توپير دا دی چې داعش په بېلابېلو سيمو کې، سيمې او حالت ته په کتو خپل تاکتيک بدلوي او طالبان يوازې جګړه مخ ته بيايي.
سرخط ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، داعش په زابل کې تر اوسه جګړه نه کوي، بلکې دفاعي حالت يې اختیار کړی، که کله ورباندې بريد کېږي، دفاع کوي، خو که بريد ورباندې و نهشي، يوازې ځانونه چمتو کوي.
په زابل کې تر ډېرې اندازې پورې داعشيان نورو سيمو ته د جګړې لهپاره اورپکي روزي. دوی زابل د يوه دمهځای په توګه کاروي او له پاکستانه راغلي ترهګر په همدې ولايت کې تر روزلو وروسته په وسلو باروي او نورو ولايتونو ته يې لېږي.
هلته مېشت داعشي وسلهوال چې له ډېرو مالي امکاناتو، وسلو او جنګي وسایلو برخمن دي، له پاکستانه تازه را اوښتي جګړهمار همدلته تنظیموي، نورو ولایتونو ته يې استوي او د دې ترڅنګ د جلب و جذب په برخه کې زیات فعالیتونه لري.
د زابل د ولايتي شورا ريیس عطا جان حقبیان چې په دې برخه کې يې ښکاره شواهد موندلي وايي، هلته مېشت داعشيان له خپلو روزنیزو مرکزونو وسلهوال د دایچوپان له لارې دایکندي او نورو شمالي ولایتونو ته انتقالوي او د دې تر څنګ يې د روزګان له لارې نورو جنوبي ولایتونو ته لېږي.
د ده په وینا، په ټولیزه توګه داعشیان له پاکستان څخه د شملزو ولسوالي د سره ځنګل له لارې زابل ته داخلېږې، هغه کرښه چې ۳۰ کيلو مټره اوږده پرته ده او هیڅ امنيتي تدابیر ورته نهشته.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې اته میاشتې وړاندې د زابل په دريو ولسواليو کې ۷۰۰ داعشي کورنيو چې ښځې او ماشومان هم ورسره وو، حضور درلود، خو اوس يې تر نیمايي زیاتې شمالي ولایتونو او روزګان ته لېږدېدلې دي.
د زابل د ولايتي شورا استازي د خلکو له خولې وايي چې داعشیانو له خلکو کورونه په لوړه کرایه نيولي، بیا يې خپلې نظامي قرارګاوې او روزنیز مرکزونه پکې جوړ کړي.
د سرچینو د مالوماتو له مخې راغلي وسلهوال زیات په عربي، اردو او روسي ژبو خبرې کوي، خو مرستندویان او لارښوونکي يې د سیمې اوسېدونکي نيولي دي، ځکه زیاتې پيسې او امتیازات ورکوي.
د زابل د ولايتي شورا منشي اسدالله کاکړ وايي چې اوس داعش ته د زابل د غریبو ځوانانو تګ زیات شوی، ان د ختیځ ولایت ننګرهار په یو شمېر ولسواليو کې جنګېدونکې داعشیان له زابله تللي دي.
کاکړ زیاتوي چې په ډېرو ولسواليو کې د امنيتي سرتېريو د کمو تشکیلاتو له امله یوازې د ولسواليو مرکزونه د وسلهوالو په کنټرول کې دي، پر نورو سيمو يې د داعشيانو بيرغونه رپېږي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320