ټاپي د سيمې په کچه مهمه اقتصادي پروژه ده چې کلونه يې په طرحه، لسيزې يې د شرايطو په اماده کولو او څو کاله نور يې عملي کېدو ته په کار دي، په دې شرط چې پر وړاندې يې ستونزه ايجاد نهشي. د معاصرې نړۍ ټول سياست په اقتصادي ګټو را څرخي، د سياست کار د ځان لهپاره يوازې ګټه کول دي او بايلونکی هغه دی چې نور نومونه رامخکې او له يونه وغورځي.
د افغان دولت د وسلهوالو مخالفانو چې د ټاپي ملاتړ وکړ، د دې پروژې پلي کولو او تر سره کولو ته هيلې زياتې شوې دي. وسلهوالو په دې اړه په خپل پيغام کې دا يوه ملي پروژه ياده کړې او ويلي يې دي چې په ساتنه کې به يې خپل مسوليت ادا کوي. دوی په دې اړوند خپره کړې اعلاميه کې د هېواد په بيارغونه او رغنيزو پروژو تر سره کېدو هم ټينګار کړی دی.
هره هغه پروژه ملي او ولسي ده چې خلک ترې مستفيد کېږي او د هغوی د هوساينې لهپاره وي؛ نو په دې حساب ګڼې عام المنفعه پروژې ولسي دي او بويه چې وسلهوال يې نه يوازې د تر سره کېدو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي، بلکې تر وسه يې د ښه پلې کېدو په برخه کې همکار واوسي، خو دوی تر اوسه تل برعکس عمل کړی دی.
د ټاپي پروژې ملاتړ يا يې پر وړاندې د ستونزې د نه ايجاد خبره ښه او د ستاينې ده، خو پوښتنه دا ده چې وسلهوال طالبان ولې له کلونو د هغو سلګونو او زرګونو وړو او لويو پروژو پر وړاندې درېدلي چې د همدې ولس د هوساينې لهپاره د همدې ملت له بوديجې جوړې شوې او جوړېږي.
پل، پلچک، مکتب، مدرسه، د برېښنا پايه، څا، سړک، کاري ودانۍ، فابريکې او نور د دې وطن د خلکو له بوديجې جوړ او د ټاپي په څېر د ټول ولس ګډ ملکيت دی؛ نو بيا طالب ولې پل الوزوي، په جومات، مکتب، مدرسه او بازار کې ولې انتحار او انفجار کوي، کوهی ولې تخريبوي، سړک ته ولې بم ږدي او د برېښنا پايه ولې اره کوي!؟ دا خو هم د همدې خلکو او ملي ملکيتونه دي…!
طالب په تېره شا و خوا پنځلس کلنه وسلهواله غيرقانوني او غيرشرعي جګړه کې دې ملت ته سلګونه ميليارډه افغانۍ مادي زيانونه اړولي، معنوي زيانونه خو يې هسې د حساب او جبران نه دي. دا ټولې ملي او ولسي پيسې او د بيت المال مال و/دی.
تر پروژې هم انسان ډېر مهم او ارزښتمن دی. د پروژو طرحه انساني مغز کوي او پيل او کار يې هم انسان. انسان دی چې دا ټول پرمختګونه يې شوني کړي او د لا لوړتيا او اسانتيا لهپاره هسک درومي، خو همدې طالب په دې کلونو کې زرګونه داسې کادرونه له منځه يووړل چې د ټاپي په شان ګڼې لويې پروژې يې طرحه کولای او تر دې لويې پروژې يې عملي کولای شوای. دوی د دې هېواد هغه ډاکټر، انجنير، ټولنپوه، ساينسپوه، سياستمدار او نور ګڼ کادرونه په بېرحمي او د نورو په اشاره د ځمکې له مخه لېرې کړي چې د دې دولت او خلکو لکونه افغانۍ مصرف پرې شوی او په سختيو روزل شوي وو.
دوی ان ښوونکی وژلی، متعلم يې قتل کړی او محصل يې په دار کړی دی، دوی په هغه خبريال هم صرفه نه ده کړې چې د دوی د تبې خلاف يې د کوم واقعيت ناره پورته کړې ده. په اصطلاح د امارت اسلامي دينکارانو دا ټول کارونه په ډېره سپينسترګي، د اسلام په نامه د ټولو اسلامي او الهي اصولو خلاف تر سره کړي او بيا يې لسګونه کاذب دلايل ورته تراشلي دي.
طالب د افغان په خوار مسلمان کلي کې د خلکو لهپاره د څاه جوړېدو کوچنۍ پروژه نه ده پرېيښې، خو اوس د څه باندې شل ميليارډه ډالرو داسې پروژې ته سر ږدي چې د هندو کلی هم پرې ابادېږي!
همدې په اصطلاح امارت څو مياشتې وړاندې د همدې هرات ولايت پر سلما بند بريد وکړ او لس تنه ساتونکي يې شهيدان کړل، سلما د هېواد يو لوی، ملي او مهم د برېښنا بند دی. امارتيانو د پکتيا د مچلغو ملي او ولسي بند يو ساتونکی قوماندان په وحشيانه ډول د توپ خولې ته وتاړه، هغه بند چې تر اوسه يې يوازې د ساتنې په برخه کې شا و خوا سل ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی، سره له دې چې عملي چارې يې لا نه دي پيل شوې. يوازې د کابل ــ کندهار کافر سړک يې کابو دوه سوه ځايه په امارتي بمونو کندې کندې کړی او زرګونه نورې غير انساني کړنې.
د سلما بند او ټاپي پروژې تر منځ کوم داسې توپير دی چې يو پرې مسلمان او بل واجب التخريب دی!؟ دلته د کار د اجازې لويه انګېزه د ټاپي «پ» پاکستان يا پنجاب دی. پنجاب ګاز ته شديده اړتيا لري او د برېښنا له لوډ شيډينګ او د ولس له احتجاجونو تر پزې راغلی، ځکه د ټاپي د ګاز پروژې پسې د ټاپ د برېښنا پروژې نوبت دی. د پنجاب د هوس لهپاره هر څه روا، خو د افغان د اړتيا لهپاره زهر قاتل دي.
مخکې مو وویل چې د اسلام، مذهب او په نورو سپېڅلو نومونو روانې جګړې يوازې اقتصادي انګېزه لري چې دا يې ښه او ښکاره بېلګه ده. د طالب قيضه لرونکيو ته چې اقتصادي ګټه په لاس ورغله امارت ته يې لته ورکړه او د ګاز او برق سلامتيا يې پرې امانت کړه، نور که امارتيان هر څومره دلايل ورته وتراشي، کيسه څرګنده ده، که نه د امارت کورمغزي دې له مشرانو او په اصطلاح رهبرۍ وپوښتي چې سلما ولې کافر او ټاپي ولې مسلمان پروجيکټ دی!؟
د افغانستان د برېښنا د پايو اره کول او تخريبول ولې جهاد او د ټاپي مزو ساتنه ولې فرض ده!؟ د لارې، پل، پلچک او ښوونځي ورانول ولې ثواب لري؟ او… !؟
که طالبان لږ هم رښتيني وي دا دې له خپل باداره وپوښتي او تر دې وروسته دې يې له تخريبه لاس واخلي، همدارنګه د کنړ پر سيند د برېښنا بند جوړېدو په ګډون ګڼې نورې پروژې په پلان کې دي، مالومه به شي چې په دې کې د «پ» له ګډونه پرته به دا پروژې بېمزاحمته او مخالفته تر سره شي، که نه!؟
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320