تذكره او د نفوسو د شمېر او نور احصایوی معلومات او محاسبات لرل او دې پروسې ته ثبت او راجستر کول ته د یو شمېر ټولنیزو ، اقتصادي او سیاسي پروژو داجراء لپاره یو ضروری او حتی کلیدي کار او اقدام دی. تذکره کې د هویت( افغان) او د دین د ذکر خبره ضرور ي وه چې د دښمن د ټولو نخرو او ناندرو سره دا دی د تذکرو د ویش خبره او پروسه پېل شوه. دښمن دغه برخه کې خپله روستۍ حربه هم چې د اجرائيه ریاست لخوا موانع وې هم وکارولې، اما سیاسي درایت موفق او د تذکرو پېل د افغان او دین د ذکر سره یو ځای دادی پېل شو. افغان ملت، سیاسي پوه او د خبرې منطق مونږ ته ددې پروسې د پېل د استقبال حکم کوي. خو دغه تذکره کې د نامکمل افغانستان نقشې وجود غیر ضروري او د دشمن د کارنامو اثرات جوته کوي. د افغانستان ناکامله نقشه په دغه ملي سند کې نادرسته او غیر ضروري ده. د افغان حاکمیت هم رسماً دامني چې د افغانستان مکمله زمکه تر آباسینه او مارګلې ده، ډيورنډ لاین خیالي او فرضي غیر مشروع کرښه ده، خو بیا هم دې تذکره کې د نامکمله افغانستان ځای پر ځای کوي. که د کامل افغانستان نقشه مو نه اچوله نو اقلاً لار یې داوه چې له سره په دې تذمره کې نقشه نه وای.
مونږ د دې د افغانستان نامکملې نقشې ايښودنه په افغاني تذکره کې خطاء، غیر مشروع او نادرسته بولو او د افغاني تذکرې نه ددې نامکمله نقشې خارجول غواړو. د اوس لپاره سپارښت دادی چې همدا تذکرې ته ثبت، پروسه او داتا بیس یې تکمیل شي. اما فزيكي دا تذكره وانه اخيستل شي! د دريوري لايسنس او پاسپورت استعمال ته د تذكرې په شان په ټولو سیاسي او اجتماعي اقتصادي چارو کې اعتبار ورکړای شي! د ملي مشرانو او كشرانو، د ملي منافع او گټو ساتونکي او خاینانو معیار د چا پر اوچلي نه دی نوشته. د هرچاء قول او فعل د هغه د خیانت او خدمت سند کیدای شي او دی. تذکره، د فغان هویت او زمونږ اسلامی عقیده او هغه وفادار پاتې کیدل زمونږ معیار دی. دا معیار دملي اسنادو او هویتونو ژوندي ساتل او هغه ته په هر قدم کې هوښیار او درایت کار کول دي. مبارزه ادامه لري. پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320