مشترکې ملې ګټې متقابل سیاسې اغیز

0 903

څو ورځي مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر”مایک پنس پر خپل ټویټر پاڼه د افغان ولسمشر سره د جنوبي اسیا په اړه د امریکا پر نوې پالیسۍ خبري او د بلخ د مستعفي والی عطا په اړه چې دغلته د خبرو له لارې په سوله ییزه توګه د مشرتابه د انتقال یادونه کړې وه . ځینو دا د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د کړکیچ پر مهال د امریکا د هغه وخت خارجه وزیر جان کیري مینځګړیتوب سره مشابه عمل وګاڼه او پر افغانستان د امریکا په بشپړ تسلط يې تعبیر کړ. هغه وخت د افغانستان د دفاع او داخله وزارتونه د ولسمشري د ټاکنو ایله څو میاشتي مخکي مخکنی ولسمشر کرزی د جمعیت ګوند غړو په اختیار کي ورکړل چي په دې سره چي د ګټونکي ولسمشر اشرف غني لاسونه د خپلي خوښي حکومت جوړولو دپاره وتړل ، د ټاکنیز بحران سبب چي هر څه وه خو د وتلو د پاره د هغه وخت د امریکا دبهرنیو چارو وزیر په مینځګړیتوب تر یو ځایه حل شو ، مسله د افغانانو تر مینځ افغانانو را ټوکولې وه داچي امریکا د ولسواک افغانستان د پاره نړۍ ته وعده ورکړې وه ښاي پرته سولیزي لاري د قدرت انتقال بل انتخاب ورسره نه وه .
اوس راځو دې ته چي د افغانستان په کورنیو چارو کي د امریکا مداخله د افغانستان اشغال دی که یو مشترک هدف ته د رسېدو دپاره د دواړو هیوادونو هڅه ؟

ممکن په نړۍ کې داسي هیواد نه وي چي د نورو هیوادونو سره مشترکي ملي ګټي او متقابل سیاسي اغیز ونه لري ، افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چي د امریکا سره مشترکي ملي ګټي او پر افغانستان سیاسي اغیز لري ، اوس په افغانستان کې هر سیاسي او نظامي بحران یوازي د افغانستان ملي منافع نه د امریکا ملي منافع هم ګواښي ، دا چې موضوع د ملي منافعو او سیاسي اغیزو ده یو مثال را خلو چي چین څنګه د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اغیز په استفادې له امریکا او هنده د ملي منافعو د تحفظ او پرمختګه کار اخلي.

سره لدې چي پاکستان يې په پټه مخالف کاوه خو څه وخت مخکي چین د CPEC په نامه (چین پاکستان اقتصادي دهلیز) لویه پروژه کي د افغانستان پر ور ګډېدو لیوالتیا وښوده ، د چین دا لیوالتیا ورسته تر هغه زیاته شوه کله چي هند او امریکا پر یادي پروژې نیوکي وکړي او ددې لار ځني برخي چي پر لانجمنه سیمه «ګیلګت» او«بلتستان» کي چي د کشمیر برخه ده تیریږی؛ که څه هم د چین اصلي اقتصادي ګټه او هدف د هغې لاري ده چي د پاکستانه تیریږي خو پوښتنه داده چي چین ولي په دې پروژه کي د افغانستان پر ورشاملیدو کي لیوالتیالري ؟

ظاهراً خو چین و منځنۍ اسیا ته افغانستان د خپلو وارداتو او صادراتو لنډه لار ګڼي خو په حقیقت کي د یو بل مهم هدف په لټه کي هم دي. له څنګه چي مو مخکي یادونه وکړه هند د یادي پروژي مخالفت ځکه کوي چي د هند او پاکستان پر لانجمنه سیمه کي تیریږي چین د افغانستان په شمولیت کي فکر کوي هند به د افغانستان سره د مشترکو سیاسي او نظامي ګټو په خاطر پر یادي لار تر اعتراضه تیر شي . داچي هند او افغانستان یو دوه پیاوړي متحدین دي سیاسي او نظامي مشترکي اقتصادي ګټي لري ، په دې توګه به په سی پیک کي د افغانستان شمولیت د افغانستان ملي نفعه شي . بل مهم هدف يې دادی چي د بلوڅو وسلوالو چي د افغانستان سره همدردي لري ددې لاري د بې امنۍ په امان شي . که څه هم نه افغانستان د بلوڅو مسلحو ازادي غوښتنوکو مستقیم حمایت کړی دی نه يې د هند سره میارډونه ډالر مرسته کړې ده لکه څنګه چي امریکا د افغانستان سره کوي خو کله چي امریکا د افغانستان په ځینو مسایلو کي مینځګړیتوب کوي پرته له دې چي د افغانستان مجبوریتونه د نړیوال سیاسي اغیزو ماهیت درک کړي ډیری افغانان يې په داسي القابو چي غلامۍ او عدم استقلالیت منسوبیږي منسوبوي . باوجود ددې چي یوازي افغانستان نه دی چي د امریکا تر سیاسی اغیز لاندي دی بلکي د نړۍ یو شمیر د عربو دولتونو په شمول ان د امریکا په خوښه بهرنۍ پالیسۍ جوړوي چي نه يي زرګونه سرتیري د هغو د سرتیرو سره د هیواد دپاره په جګړه ورکړي دي نه يي سلګونه میلیونه ډالر نظامي او اقتصادي مرستي ورسره کړي دي . ډیری افغانان غواړي خپلي کورنۍ مسلي خپل حل کړي چي دا ښه فکر دی خو ایا شرایط داسي دی چي موږ خپلي مسلې خپله حل کړو ؟ ایا د حکومتولۍ او نظام بنسټ مو دومره پیاوړی دی بیله امریکا او متحدینو خپلي مسلې خپله حل کړو ؟
ستونزه داده چي زموږ احساسات زموږ پر فکر او اساساتو تل غالبه وي کنه اصلاً به دا سوال مطرح نه واي چي ولي زموږ په کورنیو چارو کي امریکا د دریمګړی رول لوبوي ځکه امریکا دلته د زرګونو سرونو او میلیارډونو قربانی ورکړې ده ، ددې تعهد سره چي په افغانستان کي به یو قوي ولسواک نظام جوړوي راغلې ده څنګه معقوله ده چي ووایو امریکا دي د افغانستان په مسایلو کي بې فروا و اوسي ، د افغانستان په کورنیو مسلو کي د دریمګړی رول نه لوبوي ؟ ښاي ځیني استدلال وکړي چي کورنۍ ستونزي د پخوانیو جګړه مارانو له سببه دي او همدا جګره ماران امریکا پر افغانستان وتپل ، البته چي د بون په غونډه کي يي واک ورکړ خو پخوانی ولسمشر کرزی ته يي نه وه ویلي چي دده په دویم ځل ریاست کي جګړه مارانو ته دفاع او داخله وزراتونو په شمول مهم وزارتونه جګړه مارانو ته تحفه کړي ،
وخت نه راګرزي چي ستونزي ځني ختمي کړو خو وخت شته چي ستونزو ته د معقول حل فکر او ور سره معقول چلند وکړو ، په لوي لاس د دښمن ژرندي ته اوبه ور خوشي نه کړو او نه په لوي لاس د ولسواکۍ نعمت بد نامه بې ارزښته او بې اهمیته کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply