د عطامحمد نور ډرامه ستړې کوونکې شوه!/محمد روښان ښاد

0 1,128

د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ناندرۍ او غیر مسوولانه څرګندونې چې کله نظام ګواښي، کله امنیتي او دفاعي ځواکونو ته توهین کوي، کله د حکومت د سقوط او کله هم په خپل صلاحیت د حیرتان بندر د عوایدو د وېشلو او ماموریتونو په معاشونو کې د ورکولو اخطارونه کوي نورې د خلکو لپاره ستړې کوونکې دي. نه د هغه کړنې قانوني دي، نه یې چلند اخلاقي دی او نه یې هم څرګندونې منطقي دي.

د هغه کړه وړه تر ډېره یوه یاغي او باغي ته پاتې کېږي. ځکه هغه د افغانستان د خلکو د منتخب او قانوني حکومت پر وړاندې بغاوت کړی دی. هغه په ټوله سپین سترګۍ د نظام د ننګولو ګواښ کوي. هغه وایي چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو په غیر قانوني توګه به خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

د عطا محمد نور او د وسله والو مخالفینو او ترهګرو په کړنو کې هیڅ توپیر نه لیدل کېږي، ځکه دوی ټول د قانون او نظام پر وړاندې بغاوت کوي. دوی د هېواد د ثبات او پرمختګ دښمنان دي چې د قوانینو، اصولو، او ارزښتونو پروا نه لري.

د عطامحمد نور پر وړاندې نور انعطاف، زغم او نرمي د ګټې پرځای تاوان پېښوې. هغه نورو مفسدو، زورواکو او جنګسالارانو ته د دې زړه او جرئت ورکوي چې دحکومت، قانون او نظام پر وړاندې ودرېږي او د فشار له لارې خپلې غیرمشروع غوښتنې د افغانستان پر حکومت او خلکو ومني.

هغوی غواړي چې په دې ډول هم د خپلو بهرنیو بادارانو شوم پلانونه پلي کړي، هم حکومت ته سرخوږی خلق کړي او هم خپلې باج ګیرۍ ته زمینه برابره کړي. که چېرې حکومت د هغه پر وړاندې قانوني چلند ونه کړي، نو باور دی چې د عطا محمد نور په څېر به نور لوی او واړه زورواکي کرار کرار په بېلابېلو ولایتونو، ښارونو، ولسوالیو او کلیو کې د نظام پر وړاندې د بغاوت سرونه را پورته کړي.

حکومت ته ښایي چې عطامحمد نور او د هغه په څېر نور زورواکي نه یوازې له واکه ګوښه کړي، باید د هغوی زور هم اوبه کړي. له هغوی څخه غیر قانوني وسلې ټولې کړي. د فساد ، قاچاق او غلا له لارې ترلاسه شوې پیسې یې باید کنګل شي او د هغو حساب کتاب باید ورسره وشي چې دغومره جایدادونه یې له کوم مدرکه پیدا کړي دي.

که چېرې له هغوی سره د تېرو جنایتونو، جرمونو او فساد حساب کتاب تصفیه نشي، نو باور دی چې دوی به خپلو غیر قانوني کړنو ته نوره هم ادامه ورکړي، خو که چېرې له دوی څخه د تېرو کړنو او جرمونو پوښتنې ګرویږنې وشي، حداقل په راتلونکي کې به د دغسې څه کولو ته زړه ښه نه کړي.

ولس نور د عطا محمد نور او د ده په څېر د نورو زورواکو او جنګسالارانو ناز، ناندرۍ او ګوتڅنډنې نشي زغملی. د هغه ډرامه ډېره اوږده شوه، خلک یې نوره د لیدلو او اورېدلو حوصله نه لري. د ولس غوښتنه داده چې دغه موضوع باید د هېواد داساسي قانون مطابق ژر تر ژره یو طرفه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply