زموږښاغلي: ناهيده…/سردارولي پښتون زوی

0 1,403

د ۱۳۷۱ل د دلوي نولسمه[ ۱۹۹۳ع، فبروري اوومه]، ۶:۴۵۵ بجې ماښام؛ د کابل ښار مکرويانو ودانۍ اتلسم اپارتمان، څلورم پوړ کي د ۱۴کلني ناهيدې کور ته لس کسه د احمدشاه مسعود جګړمار ننوتل.
ناهيده چي ښکلې او ډيره ښه نجلۍ وه؛ له هجرته بيرته خپل وطن ته راتلو وروسته تل په دې بېره کي وه چي چي ګلم جم ئې ونه تښتوي. کله چي ئې کورنۍ په دې پوه سوه چي لنډغر ئې د عزت اخيستلو نيت لري، واړه ماشوم او نيکه ئې د لنډغرو په وړاندي مقاومت وکړ خو هغوی په ډزو ژوبل سول.
کله چي هغوی پر ناهيد د برید هڅه وکړه، ناهید له څلورم منزله ځان لاندي وغورځاوه!!!
د هغوی ګاونډیانو داسي فکر وکړ چي ښايي کومه غالۍ يا نالي لاندي وغورځول سوه خو چي وه يې کتل؛ ناهید ئې په سرو جامو او وینو کي لت پت ولیدله.
که څه هم دې غم لړلي د افغانستان پنځه زره کلن تاريخ ته بې ساری تکان ورکړ خو د ناهيد خور کیسه کوي چي لنډهرو ئې د خور په [غورځېدو] په داسي حال کي له کوره بيرته ووتل لکه هيڅ چي نه وي پېښ سوي!!!
د پيښي په سهار اولس د ناهيدې جسد د ملګرو ملتونو، بي بي سي اژانس [متاسفانه چي هغه وخت کي دغه دوې ادارې افغانانو ته د ځان په اړه خواخوږي مالومېدې] ليدو د پاره پر عامه لار تر ډېره منتظر کړئ خو هيڅوک ئې ږغ اورېدو ته حاضر نسول او دغه ويرلړلی خو پاک جسد د کابل جنوب ختيځ سهاک نومي کلي ته د خاورو سپارلو په نيت د کابل او ننګرهار سړک لومړۍ پوستې د خلګو د چيغو[افتخار بر دختر افغان/توف لعنت پر دولت اسلامئ؟! او … ] له امله ډزی وکړې او غوښتل ئې د جنازې موټر له ځان سره بوزي خو د خلګو د شعارونو له امله پر شا سول، د ناهيدې غمجن جسد د ورځي پر يوه بجه د چيغو ا وژړا په بدرګه خاورو ته وسپارل سو.
ګومان کيږي چي د قاسم فردوسي ليسې مخامخ پوستې وسلوالو دغه کړنه تر سره کړه چي د مارشال فهيم په خپلوانو او ملګرو پوري ئې اړه لرله. او وروسته ئې د دوی د ساتني د پاره نور لنډغر هم ورولېږل.
ناهيده د عبدالروف لور او عبدالحميد لسمۍ وه چي د کابل د سهاک له مياخيلو سره ئې اړه لرله. تمه ده چي موږ ددې پېغلي د نوم ژوندي ساتلو په اړه پر خپلو ماشومانو همدا نوم کښېږدو او که په وس کي وي څوک دي ورباندي ښه ناول، فلم او… وليکي!
ــــــــــــــــــــ
يادونه: ما د علامه رشاد له خولې چي دغه پېښه ئې په سترګو ليدلې وه؛ څلورم پوړ ليکلی دئ، خو دهغه وخت پيام ازادي ورځپاڼي[شپږم پوړ] ليکلی دئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply